څو ورځې مخکې په يوه راديو کې مېلمه وم. زما تاکيد و، چې شاعر بايد سياسي، تاريخي، فلسفي او ادبي مطالعه ولري. شاعر چې د نورو شاعرانو ديوانونه او شعري ټولګې ولولي، نو هم ترې د شاعرۍ طرز زده کولى شي او هم عالى فکر. کوربه راته ملنګ جان رامخې ته کړ، چې منې يې که نه؟ ځکه د ملنګ جان- مطالعه خو دې سر وخوري- بېخي سواد نه و، خو له شاعرۍ يې انکار شين کفر دى. داسې زرګونه نور ولسي شاعران هم دي. لنډۍ ټولې د نالوستو ذهنونو زېږنده دي، خو له ډېره هنري ارزښته ورته اصيل ادب وايو.
د ولسي شاعر او لوستي شاعر په شاعرۍ کې توپير شته. هغه فکر چې د استاد پسرلي په شعرونو کې دى، د نعمت الله نوښاري په چاربيتو کې نشته؛ خو که خبره د شعر د دايرې وي، نو د شعر دايره دومره لنډه تنګه نه ده، چې سړى دې په اسانه يو شاعر نه شاعر کړي.
اول خو د شعر بريدونه دومره معلوم نه دي، چې ادبي تيورۍ دې سره کرښه راکاږي، چې که چا له دې کرښې پښه واړوله، له شاعرۍ وووت. دا سمه ده، چې د شاعرۍ او ناشاعرۍ ترمنځ تتې کرښې شته، خو دا د ادبي تيورۍ په وس پوره نه ده، چې شعر ته خپل ملکيت مشخص کړي، ځکه چې شعر په ذوق پورې تړلى شى دى او ذوق داسې فردي کيفيت دى، چې تراوسه لا يوې پوهې هم نه دى کشف کړى او له همدې امله د شعر هم مشخص تعريف نه کېږي.
بل شعري ارزښتونه هم لکه ويټامينونه ټول په يوه مېوه کې نه راټولېږي، بلکې يو شعر يو راز هنري ارزښت لري، بل بل راز.
داسې نو د شاعرۍ دايره پراخېږي او د ډېرو کمو هنري ارزښتونو څښتن شعر هم پکې راتلى شي.
پايله دا شوه، چې د يوه چا په اړه پرېکنده دريځ خپلول نه دي پکار، چې دا پلانى شاعر نه دى. نن سبا خو زموږ خلک، لوى لوى شاعران يادوي، چې دا خو شاعر نه دى. د هنر په کار کې احتياط او منځلاري غوره ده.
د يوه شاعر ټوله شاعري ښه شاعري نه وي. کمزوري نظمونه او غزلې هم پکې وي؛ نو په اړه يې د دغو کمزورو شعرونو له امله قضاوت نه دى پکار، بلکې د ښو شعرونو کمال ته يې کتل بويه.
که يو شاعر کمزورۍ لري، نو کره کتنه پرې کولى شئ، خو له شاعرۍ يې نه شئ ايستى.
بل د شاعرانو په لوست کې فردي ذوق هم مهم وي. يو شاعر يو کس ته خوند ورکوي، بل ته يې نه ورکوي. چې چا ته يې نه دى ورکړى، پکار ده، چې د شاعر پر بېخوندۍ هم فکر وکړي او پر ځان هم چې چېرته زه خو تېر وتى نه يم. لږ دې ورته له خپلې زاويې راووځي او د بل له زاويې دې هم ورته وګوري.
ذوق که فردي وي، نو مهالنى هم وي. يو وخت به يو شاعر خوند درنه کړي، خو بل وخت به ترې ډېر خوند واخلې، ځکه هغه وخت به دې ذوق يو څه غوښتل، اوس به بل څه لټوي؛ مطلب، پر فردي ذوق ډېر باور نه دى پکار، بلکې پر فردي مستدل فکر باور کولى شو، چې د احساساتو پرځاى استدلال کوي او دا استدلال راته وايي، چې يو شاعر په اسانه د شاعرۍ له هېواده نه شو شړلى. هو، دا ويلى شو ، چې پلانى شاعر څومره په اوبو کې دى.
که د شاعرانو په اړه زموږ فکر داسې افراطي او نامعقول وي، نو خپلې ډېرې فرهنګۍ هستۍ به نېستې کړو؛ خو که له احتياط و تعادل مو کار واخيست، نو فرهنګ به مو وغوړېږي.
د غور او څیړلو وړ مسله ده خو په پټو سترګو خو يي منل سمه خبره ده.
زما په اند د شعر هیواد ډیر پراخ دی خو پولي لری. شاعر پاید پې پولي ډاکټر نه وی.
ډيره ښکلې مو ليکلې وه، خدای مو قلم تاند لره.
په درنښت!