کل رحمن رحماني

   که شاعرۍ ته د فطري اړخ او زوايي څخه وګورو، نو شاعري تر هر څه وړاندې پر ځينو انسانانو يوه الهي لورينه ده او شاعر ته له نورو انسانانو دا امتياز ورکوي چې د الفاظو او کلمو پر خزانه واکمني ولري، په ارزښت او اهميت يې ښه وپوهېږي، خپل احساس او له حالاتو اخيستنې په کې په اوچت هنري انداز را ونغاړي.

دلته موږ د شاعرۍ پر محتوا او ماهيت د بېلتون يوه کرښه را کاږله، ياني هغه شاعري چې فطري او طبيعي نه وي د زور، تقليد او کسبي اړخ شاعري ورته وايو چې دا شاعري تلپاتې نه وي، د حالاتو له تالندې سره د مرخېړيو په څېر ټوکېږي او د شعار په څېر له رامنځته کېدو وروسته ډېر ژر مري او هېرېږي.

دا شاعري نه يوازې چې د وخت په تېرېدو سره رنګ بايلي، بلکې د ادب تاريخ ليکونکي او کره کتونکي هم ورباندې ډېرحساب ځکه نه کوي چې د پنځېدو عوامل يې د هنر او ادب پوهانو په نظر ارزښت نه لري او له ادبي رنګينو خالي وي، په داسې حال کې چې هېڅ شاعر هم خپلې شاعرۍ ته له دې زاويې نه ګوري او دا نه مني چې شاعري يې فطري رنګ نه لري.

   د شعر پېژندونکو نظر دادى چې فطري او طبيعي شاعر د الفاظو سره هسې لوبي کوي لکه ماشوم چې د خپلو لوبو وسايل بې له څه ستونزې په خپله خوښه او زړه کاروي، يا په بله اصطلاح الفاظ د شاعر په ګوتو کې د مومو په څېر دي چې هر څه ورنه جوړولى شي، خو دا ځانګړتيا بيا عادي انسانان نه لري.

   که شاعر له همدې زاويې نه په نظر کې ونيسو، نو څنګه چې الفاظو واکمني لري، همداسې د خپلې شاعرۍ د مخاطبينو زړه هم را خپلولى شي او ډېر داسې شاعران شته چې د پېړيو لپاره يې په زړونو واکمني کړي وي.

   يا په بله اصطلاح تلپاتې شاعري يې کړې وي، خو داسې شاعران هم کم نه دي چې شاعرانه ولولو او شعري الفاظو يې هېڅکله هم زړونه نه دي خپل کړي او شعرونه يې د بيابان د چيغو په څېر بېرته خپله ده اورېدلي، خواره شوي ، خو ورک شوي دي.

     څرنګه چې د فطري شاعرۍ د نزول يوه ځانګړې شېبه وي او له هغې پرته که شاعر هر څومره ذهني او باطني رياضت او هڅه کړي، نو اوچت او تلپاتې شعر نه شي پنځولى، همداسې شاعران هم د خپل ادبي شهرت او شاعرۍ د اوج ځانګړې زمانه لري چې په هغه په کې د ژبې د ويونکو او خپلو مينه والو تر منځ د يوه ستر او منلي شاعر په توګه مطرح وي او وروسته بيا د وخت په تېرېدو خپل دغه مقام له لاسه ورکوي.

   هر ستر شاعر د اوج يو ټکى لري چې د وخت په تېرېدو ورسېږي، خو د ژوند د يوه اصل په توګه هر مخلوق له خپل اوج څخه بېرته د وخت په تېرېدو سره په طبيعي ډول بېرته نزول پيلوي، را ښکته کېږي او کلام يې د خلکو له نظره د پخوا په پرتله لوېږي.

همدا اوس په پښتو ژبه کې ډېر داسې شاعران لرو چې دا مهال يا مشهور دي يا نه، خو په تېر کې يې د شاعرۍ د اوج يوه ځانګړې زمانه تېره کړې ده چې په ساده اصطلاح د ټولو په ژبه ګرځېدل او شعرونه يې د خپرونو او ادبي محلفونو د سر په کرښه کې تاند او روان وو، خو اوس يې ګورو چې د وخت په تېرېدو سره بېرته را پرېوتي او د يوه عادي شاعر حيثيت لري.

   لوى شاعران په دغه مقام کې تر ډېره د خپل يوه عالي شعر، ځانګړي سبک ژبې، پيغام او يا هم د خپل يوه مطرح شعري جونګ( ټولګې) په سبب زيات مطرح شوي شعرونو يې په زړونو کې غزونې کړې او د هغه مهال په ادبي او ټولنيز وضعيت کې په ښه ډول جذب شوي دي.

     د دا ډول شاعرانو په اړه تر ډېره قضاوت هم د هغوى د اوج د زمانې پر شاعرۍ وي، په اوسنۍ يا له هغې په مخکينۍ شاعرۍ يې نه څېړونکي او شعر پېژندونکي دومره حساب کوي او نه هم خپله د شاعر تمايل او باطني تقاضا هغه شعرونو ته ميلان لري.

بله مهمه خبره داده چې شاعر هېڅکله هم دې ته نه حاضرېږي چې ومني د خپل اوج و جوش له نقطې بېرته مخ پر ځوړ روان دى او يا يې نزول کړى، شاعر فکر کوي چې تل په همدې مقام کې دى او هېڅکله هم نزول يا مخ ښکته تګ نه کوي، خو دا د شعر مخاطبين او ادب پوهان دي چې دغه حالت يې په ښه ډول درک کولى او پېژندلى شي.

     که څه هم شاعران خپلو ټولو شعرونو ته د اولادونو په سترګه ګوري او وايي چې دوى ته ځکه توپير نه کوي چې ټول يې د يوه رياضت او د ژوند د ځانګړې شېبې انځور او محصول وي، خو خپله شاعر ښه پوهېږي چې کوم شعر يې شعر او د ژوند په کومه زمانه کې شاعر او څه وخت يې دغه مقام له لاسه ورکړ.

     نن چې د معاصرې ټکنالوژۍ له برکته خلک سره نږدې شوي او فاصلې له منځه تللې، همداسې په ادبي نړۍ کې يې ادبي او شعري تجربې هم سره نږدې کړې او د يوه شاعر نوې پنځونې تر کتوونکو د پخوا په پرتله ژر رسېږي او څېړونکي يې په اړه ښه قضاوت کولى شي.

   خبره که له فطري شاعرۍ بل خوا بو نه ځو، نو دا ټکى مهم دى چې واويو هر شاعر د هر وخت لپاره ښه شاعر نه وي او داسې ډېر کم شاعران به ومومو چې د خپل شاعرۍ د اوج په مقام کې پاتې شوي وي.

   دغه ټکي ته رسېدل هم بېلابېل لاملونه لري، ځينې داسې شاعران شته چې د وخت او حالاتو په تله کې دغه مقام ته رسېدلي وي، يايې سياسي او يا هم ټولنيز موقف دغه ځانګړتيا ور په برخه کړې وي، چې شعر يې عام شي، خلک يې د يوه ستر شاعر په توګه ومني، خو په دغه منښت کې ټولنيز عوامل او د شاعر موقف ډېر مهم دى.

   دلته خلک او شاعر فکر کوي څه چې وايي هغه د وخت نه بلکې د عمر خبره ده او حالات به تل په همدې ډول وي، خو د حاکم وضعيت او غوښتنو د فسخه کېدو سره يې د شعر پاڼې هم ورستېږي او رنګ يې له زړونو وځي.

   کله چې شاعر له دغه مقام څخه بېرته ښکته شي او حالات بدلون وکړي، نو خلک د شاعر د هغه مهال د شاعرۍ په اړه هم ازاد قضاوت کوي، شاعر يې له زړه نه لوېږي او طبيعي ده چې نور نو د شعر په نړۍ کې نور شاعران او رنګين کلامونه ګوري.

     اوس مهال يوه بله ښه خبره داده چې د شاعرۍ په اړه د خلکو يا په بله اصطلاح د شعر د مخاطبينو د پوهې او درک سويه تر پخوا ډېره لوړه شوې ده، پخوا به خلکو ته د شاعرانو خبرې يو خارق العاده کلام ښکارېده، څه به چې شاعر ويلي وو، خلکو به فکر کاوه چې دى له موږ ښه پوهېږي، نو ځکه يې ښه خبره کړې ده او څه چې وايي سم دي.

     اوس بيا تر ډېره خلک شاعر ته نه ګوري، په شعر پسې ګرځي، ښه شعر که پيدا کړي، هغه که د هر ډول او هرې مفکورې د لرونکې شاعر وي، نو ستايي يې او په دويم قدم کې شاعر ته ورګرځي.

   دې ټکي د غوره شاعرۍ په انتخاب کې لويه ونډه درلودلې او د عالي يا رنګينې هنرې شاعرۍ په رامنځته کولو کې يې د شعر د مخاطب رول پياوړى کړى او شاعران يې هم دې ته ځير کړي چې تر نورو ښه شعر ووايي او د خپل مخاطب له نيوکې ځان وژغوري.

بله مهمه خبره داده چې ډېر ځله د شاعرۍ د اوج ټکي ته شاعر په خپل ژوند کې يو ځل رسېږي، يوه ستونزه دلته داده چې شاعر په دغه مقام کې کله کله ځان ورک کړي او کله کله ورڅخه د خپل شعر مخاطبين ورک شي، ځان د بلې نړۍ موجود وګڼي چې همدا ټکى ورته ددې موقف د ساتلو او پايښت امکان له منځه وړي او بې له نزول څخه بله لاره نه لري.

اوس نو منطقي پرېکړه داده چې لوى شاعران بايد خپل نزولي موقف هم هغسې ومني لکه څرنګه يې چې د خپل شاعرانه اوج په مرحله کې ځان تر نورو شاعرانو لوړ احساسوه او د ځان په باب يې د خپلو همعصرو شاعرانو او عامو خلکو ستاينې خوښې کړې او منلې وې.

دغه منښت شاعر ته کمتري نه ، بلکې ګرانښت او شاعرانه شخصيت ورکوي او د ژبې د ځوانو شعري استعدادونو په غوړولو کې مرسته کوي، شعر او ادب ته ګټه رسوي او د ځوانې شاعرۍ پر منځپانګه او پيغام کې د غوره او نوو خبرو او انځورنو غوړېدو ته لار خلاصوي.

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *