انسان په فطري توګه له طبيعت سره مينه لري او اړيکې يې له خپلې طبيعي نړۍ سره نه شلېدونکې وي. دده لپاره د خپلې طبيعي نړۍ څخه لرې والى او بيلتون يو داسې درد دى چې د روح او روان ته يې ټکان ورکوي، په دې چې د طبيعت سره د انسان مينه فطري او نه بېلېدونکې ده.
د حضرت مولانا دا خبره چې :
بشنو از نى چون حکايت مى کند
و از جدايى ها شکايت مى کند
په حقيقت کې همدغه له فطرت او طبيعي نړۍ سره پرېکون دى او نى يا کړکى ځکه په نغمو او حکايت سر دى چې له خپل اصل نه پرې شوى او دغه پريکون اړ کړى چې له جدايۍ او بيلتون نه شکايت وکړي او د هجران سندرې ووايي.
د شعر کره کتونکي شاعرۍ ته د طبعيت او فطري جذباتو د بيان او ارايې ژبه وايي او زړونو ته د کوزېدو لامل يې هم دادى چې هر انسان خپل طبيعي او دروني جذبات لري او همدغه جذباب يې له خپلې طبيعي نړۍ سره په يوه ډول نښلوي.
فطري جذبه په هر انسان کې موجوده ده، دغه جذبات او رنګين خيالونه هغه ټولګه ده چې د هغه د درون انځورګري په کې شوې وي، خو په بېلابېلو انسانانو کې يې پايلې يو ډول څرګندېږي.
په لوديځ کې دغه ډول شاعري د ١٩ مې پېړۍ په وروستيو او د شلمې په لومړيو کالونو کې پيل شوې او ډېره دود شوې ده چې پيل يې له فرانسې نه شوى و، خو وروسته په انګلستان کې د شاعرانو تر منځ عامه او دود شوه، د هغه مهال شاعرانو دې شاعرۍ ته له طبيعت يا (Nature) سره تړاو ورکړ او ځينو شعر پوهانو خو هنر د طبيعت تمثيل بللى دى.
لرغونو يونانو د طبيعت جوړونکي عناصر يا اجزا څلور شيان ګڼل چې هغه يې د نړۍ جوړونکي هم بلل، دغه عناصر له اوبو، هوا، خاورې او اور څخه عبارت وو. دوى دا تصور کاوه چې د لمر رڼا بيا د هوا او اور څخه ګډه ټولګه ده همدارنګه دوى يخ يا ګنل هم هغه اوبه ګڼلې چې د ډبرو د کلکوالي سبب ګرځي.
ساينس پوهانو بايد دا خبره ډېره خلاصه ( لنډه) کړې او دا نظر لري چې په طبيعت کې ټول موجودات په درېيو بڼو موندل کېږي، يا به ګاز وي ، يا مايع او يا هم جامد، چې دغه موضوع اوسمهال يوه منلى حقيقت هم دى.
خو د ادب له زاويې نه بيا د طبيعت تعريف يو څه بل ډول دى، کره کتونکى رونالډ ډبليو هيپ د طبيعت د تعريف په اړه داسې وايي:” زه په عاميانه ژبه کې دفطرت نه ټول هغه شيان مراد بولم چې د انساني صنعت لاس په کې نه وي وهل شوى، زه دلته ټول هغه شته اختلافات له نظره غورځوم چې خلک يې د فطري شيانو په اړه لري.”
د طبيعت او هنر د تړاو په اړه هم ډول ډول نظريات شته، طبيعت خپله د انسان او صنعت له ګوتو ور ها خوا يوه فطري غير مصنوعي نړۍ ده چې خداى تعالى په خپل قدرت پنځولې او يوازى همدغه ذات يې خالق دى، خو هنر بيا د انسان لاسته راوړنه او پنځونه ده.
کره کتونکي په دې اند دي چې د ښه هنر پنځول د طبيعت سره له تړاو پرته امکان نه لري او اړ يو چې له طبيعت سره مو اړيکه غښتلې وي او دغه اړيکه مو په هنر کې څرګنده شي. اپلاتون هم په دې نظر و چې هنر د طبيعت يو عکس دى، په همدې سبب يې ارزښت له پامه نه شو غورځولى، خو ارسطو چې دده شاګرد پاتې شوى، دا حقيقت يې وموند چې هنر تش عکس نه دى، بلکې د انسان تخيل هم ورسره ګډ شوى دى.
دلته دا خبره نوره هم روښانه کېږي چې يو شاعر تر نورو انسانانو د طبيعت انځورګري او مينه پالنه ځکه په ښه ډول کولى شي چې نوموړى له طبيعت سره د لېونۍ مينې ترڅنګ غښتلى تخيل هم لري ، دلته فطرت او نور حس کېدونکي څېزونه د احساس، شعور، حافظې، ادراک او فکري ځواک له پړاوه تر تېرېدو وروسته سره ګډېږي او يو نوى انځور پنځوي.
په پښتو شعر کې هم د فطري شاعرۍ ګڼې او اوچتې بېلګې شته، چې د پخوانيو شاعر انو په هر دېوان کې يې موندلى شو، خو د اوسنيو شاعرانو په شعرونو کې يې بېلګې ښې پرېمانه دي.دوى له طبيعت سره مينه کړې او د خپلې دغه مينې انځور يې نورو ته هم په ماهرانه انداز وړاندې کړى دى.
د پښتنو مشهور عارف او متقي شاعر شيخ متي بابا(٦٢٣- ٦٨٨ه ق ) چې عمر يې د زابل د ترنک د سيند په غاړه په طبيعي منظارو کې دخداى تعالى په عبادت تېر کړى، په پښتو شاعرۍ کې لومړى کس بلل کېږي چې د طبيعت يا جمال څرکونه يې په خپلو مناجاتو کې څرګند کړي او اوچته فطري زړه را ښکونتيا لري، خو د فطرت شاعري بيا حمزه بابا اوج ته رسولې ده.
شيخ متي بابا په خپل مشهور مناجات کې فرمايي:
پر لويو غرو هم په دښتو کـــى په لوى سـهار ، په نيمو شپو کى
په غاړه زغ او په شپيلکوکــى يــــا د ويـــــــــرژلو په شـــپليو کى
ټول استاد ياد ، نارې سورې دى
د استـــــــاد د مينــــى نندارې دى
جنډى زرغون ګه په بيديا دى د بــــــربـــــڼ خواته پــــــه خندا دى
ترنــــــک چه خـړدى په ژړا دى دا ټـــــــول اغـــيز د مينى ستا دى
ټــــــول ښکلــــل دى ستـــا له لاسـه
اې د پاســــــــوا لو پاســــــه پـــــاسه
د متي بابا په دغه شعر کې د طبيعت د مناظرو ښکلې ننداره کولى شو او په ذهن کې مو ترې ښکلى انځور پاتې کېږي،دى په طبيعت او يا په بله اصطلاح د خداى تعالى په خلقت او مظاهرو کې زيات فکر او تصور خالق (ج) ته زيات نږدې کړى او مناجات يې د خپل رب د مخلوقاتو له ستاينې رنګ اخلي.
له دې خبرو وروسته کولى شو چې د شعر فطري اړخ يا طبيعت په دوو برخو ووېشو چې يوه ته يې لفظي او بل ته معنوي وايي. ځينې کره کتونکي په دې اند دي چې په لفظي اړخ کې دې موضوع ته کتنه کېږي چې د شعر الفاظ څومره د ژبې ورځينو خبرو يا عاميانه او طبيعي محاورې ته نږدې دي او د شعر مخاطب په کې خپله ژبه او محاوره تر کومه حده موندلى شي.
په معنوي اړخ کې بيا د انسانانو له ژوند سره تړلي پېښې او بيانونه دي چې يا پېښ شوي او يا هم پېښېږي، خو طبيعي والي ته يې پام کېږي او د انسان د فطري جذبو او روان له اړخه ورته کتل او منل اړين وي.
دا عبارت په بل ډول هم وړاندې کولى شو، ياني که ووايو چې د شعر بهرنۍ او کورنۍ ( داخلي او خارجي) طبيعت، نو موخه داده چې د شعر په بهرني فطري اړخ کې هغه طبيعت ته پاملرنه کېږي چې زموږ په محسوساتو کې راځي او محسوسولى يې شو، په سترګو يې ګورو او موږ ورنه حسي يا عيني انځور اخيستلى شو.
په دې اړخ کې بهرنى طبيعت په خپل اصلي رنګ کې ګورو، کله تخيلي ځواک مو ملګرتيا هم ونه کړي، نو له نندارې او انځورولو يې خوند اخلو. ډاکټر اکبر په خپل يوه شعر کې وايي:
خړ خړ غرونه تورې لړې پرې له پاسه
لکه هسک چې ځمکه ونيسي له لاسه
يا
چې چا يې ونې، چا يې کاڼي، چا مرغان ولوټل
زمونږه ژوند هم د تالا والا سپين غر په څېر دی
اند
په دواړو بيتونو کې موږ د شعر د بهرني طبيعت ننداره کوو، خو په دويم ډول چې د شعر داخلي فطرت ورته وايي، موږ د انسان د جذبو، روان ، ادراک او احساس سره مخ يو. د بېلګې په توګه د حمزه بابا دوو بيتونو ته تم کېږو:
غل د محبت غلطيدى نه شي
څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري
يا :
کله ساقي کله پيالې ته ګوري
زه په محفل کې وارخطا پېژندم
په دواړو بيتونو کې ټوله انځورګري او طبيعت د انسان د داخلي فطري جذباتو کيسه کوي، د حمزه بابا د لومړي بيت ارواپوهنه راته وايي چې په يوه محفل کې ناست دوه مين د رواني اړخه په کوم حالت او کيفيت کې وي، مين خپله فکر کوي چې څوک نه ورباندې پوهېږي، خو د محبت غل چېرته له چا غلطېدلى شي!
همداسې په دويم بيت کې وارخطا کس هغه څوک ښه پېژني چې له روان پوهنې سره بلدتيا ولري او د مين په مزاج او ځانګړتياوو پوه وي، دلته سره ددې چې بهرني خوځښتونه او کيفيات شته، خو خبره ټوله د دوو انسانانو د دروني فطري جذباتو څرګندونه ده چې د فطري شعر په داخلي اړخ پورې اړه لري.
له دې خبرو څخه زما موخه دا نه وه چې کسبي شاعري يا که ووايو غير فطري شاعري او د شاعرۍ کسبي اړخ له پامه وغورځول شي، خو ډېره اړينه ده چې له کسبي شاعرۍ سره چې په زده کړه، د شاعرانو سره په ناسته پاسته، ځاني مطالعه او رياضت حاصلېږي؛ فطري اړخ هم تر خپله وسه ملګري شي.
وچ په وچه کسبي شاعري ممکن همغومره ذوقونه تسکين نه کړي چې د فطري شاعري يې کولى شي، ددې ترڅنګ کسبي شاعري د ژبې او ادب په تاريخ کې هم تلپاتې نه وي او ځينې کره کتونکي ورته د وخت او زمانې شاعري وايي چې د خپل عصر له تېرېدو وروسته هېرېږي او ورکېږي.
٢٠١٤ د نومبر ١٤مه