شاعري په عمومي ډول يوه مقدسه او سپېڅلې وظيفه ده، چې شاعري د ټولنې د اصلاح لپاره يو اړين توکى دى او بايد مثبت کار ترې واخيستل شي.

ځينې شاعران دا سپېڅلي وظيفه صحيح نه استعمالوي او د ګټې پرځاى يې تاوانونه ټولنې ته زيات دي د شاعرۍ ګټې او تاوانونه په لاندې ډول دي.

د شاعرۍ ګټې:

د شاعرۍ ګټې د ټولنې لپاره څه شى دي او د دې نه مثبت کارونه څنګه اخيستل کېږي، په دې هکله مرحوم سيد رسول رسا وايي: ( د شاعرۍ د فن په اړه ځينې خلک وايي، شاعري يو بې کاره او بي مقصده کار دى، خو په حقيقت کې داسې نه ده شاعري د انسان د ژوند په هر اړخ کې تاثير لري او د شاعرۍ تاثير په انساني جذباتو غالب وي.

شعر د انسان د غم او خوشحالۍ، جذباتو او احساساتو کې خوځښت پيدا کوي، د همدغه جذباتو او احساساتو نه د ژوند په هره برخه کې ګټه اخيستلاى شو، بل طرف ته د جذباتو ښکلى ادبي اظهار، د انسان زړه ته يو ډول روحاني خوشحالي او تسکين  ورکوي او د جذباتو او احساساتو نه ډکه شاعري کې د انسانانو ترمنځ د همدردۍ ريښه کلکېږي او د انسانانو د ادب د پياوړتيا لپاره په کې ډېر کار کېږي.

شاعري يو خواته د انسان نفسياتي جذبات راپاروي.

مولاناى روم مثنوي ته خلک وايي: (هست قرآن در زبان پهلوي)

د حافظ او خيام شاعرۍ ته ځينې ناپوهه خلک داسې وايي: (د دوى شاعري اخلاق خرابوي او د حقيقي شرابو پرځاى اورېدونکي يا لوستونکي د دنياوي شرابو د څښلو خواهان او غوښتونکي شي او سړي ته د پوهې پرځاى د ناپوهۍ او د دنياوي عشق، ميو او شرابو د تشويق زمينه برابر وي او د انسان فولادي عزم کمزورى کړي او سړى د ژوند د سخت حقيقت  د برداشت کولو نه سترګې پټې کړي دا په حقيقت کې صحيح خبره نه ده.

چې د چا زړه د الله تعالى له خوا بې لارې شي او د هدايت ټولې دروازې پرې بندې شي؛ نو خداى جل جلاله هغه ته هدايت نه کوي او په بدې لارې برابر شي. که چېرې عقل او شجاعت په نظر کې ونيسو. عقل د شر، فساد، مکرو فريب، خود غرضۍ او ټګۍ برګۍ لپاره استعمال کېداى شي او دغه شجاعت او زړه ورتيا چې د الله تعالى ورکړه ده، که تخريبي اړخ باندې وکارول شي د انسان نه راهزن جوړوي او قتل او مرګ کوي.

نو د دې دا هدف نه دى، چې عقل نه ښه کار نه اخيستل کېږي او زړه ورتيا د نېک بختۍ سبب نه شي ګرځېدلى.

تر اوسه  پورې د ادب او شاعرۍ لپاره دوه نظريې دي يو دا چې (ادب د ادب لپاره) او دويم دا چې (ادب د ژوند لپاره) خو حقيقت دادى چې د لومړۍ نظريې خاوندان صحيح نه ښکاري، دوى وايي:  ادب کې مقصد نه دى په کار، په ادبياتو کې شاعري يا کوم بل ژانر يوازې د وخت تېرولو لپاره ښه شى دى او د ژوند لپاره هېڅ ګټه نه لري.

د هغې نظريې خاوندان چې (ادب د ژوند لپاره) يوه وسيله ګڼي دوى په حقه استدلال کوي. که موږ د خوشحال خان، رحمان بابا او ګل پاچا الفت شاعري وګورو، د ټولنې په سياسي، اجتماعي، اقتصادي، انتقادي، اصلاحي او نورو برخو کې اغېزمن رول لوبولاى شي. د الفت صاحب ډېره شاعري که وګورو د ټولنې د اصلاح لپاره ويل شوې ده.

په دې کې هېڅ شک نشته چې ادب او شاعري د انسان پنځونه ده. د هغه د تجرباتو، محسوساتو، ادراکاتو او تخيلاتو يو ښکلى او زړه راښکونکى اظهار دى، ادب د انسان د ژوند اظهار دى او د انسانانو لپاره دى نو دا بې مقصده څنګه کېداى شي.

خوشحال خان خټک وايي:

چې معنا ورسره نه وي ويل سپور دي

خداى دې نه کا د خوشحال خبره پوره

د پښتو ژبې عرفاني شاعر عبدالرحمن بابا چې ټوله شاعري يې د الله تعالى سره  حقيقي مينه ده او خلک اخرت ته متوجې کوي، چې هر بيت او نيم بيتي يې د مرغلرو حيثيت لري او د خلکو د اصلاح لپاره ويل شوي دي. وايي:

اى رحمانه د بلبلو ژبه زده کړه
پس د دغې په صفت د ګل اندام شه

زما په اند د ادب د ټولو نه لوى مقصد او مرام د انسان او انسانيت لپاره خير ښېګڼه ده، هغوى ته بېداۍ او پوهې سبق ورکول  دي، خو د رحمان بابا خبره چې د دې لپاره د بلبلو د ژبې زده کول ضروري دي، يعنې د يو ليکونکي ليک دې بې مقصده نه وي.

که چېرې ليکوال او شاعر خپل داخلي احساسات وړاندې کول غواړي، نو هغه انسان ته هغه خپل خيالات ښکاره شي او ورسره مقصد هم په کار دى؛ نو په عام ډول د يوې ټولنې شاعري او په خاص ډول ښه شاعري په يو ملک کې د اصلاح او پيشرفت لپاره ښه زمينه برابرولى شي او ټولنې ته يې ډېره ګته رسېدلاى شي.

علامه اقبال وايي: (شعر د الله تعالى له بخښنو څخه لويه موهبه ده، هغه فکري پاڅون دى، فاسده  اوضاع په پرېکنده ګوزار باندې وهلى شي، په زړونو کې جذبه او غوسه پاروي، له شر څخه ژغول کوي او خير ته بلنه کوي، نو بايد د اديب او شاعر په قلم کې هغه اغېز وي، چې د موسى په امسا کې و او خپل رسالت په نړۍ کې ادا کړي، د مادې د راټولولو، د شتمنود رضا کولو، ذوق کولو،  د جمال او په هغه باندې د سندرې ويلو وسيله وي نو هغه ضايع شوى مظلوم ادب دى، ښايي د هغه څه لپاره استعمال شي، چې ورته پيدا شوى او بښل شوى نه دى، په يو بيت  کې وايي: (زه په جمال باندې په ذوق او په دغه باندې د احساس مخالف نه يم ځکه دغه طبيعي کار دى، خو هغه ادب او شعر ټولنې ته څه ګټۀ رسوي، چې په ټولنه کې په تېږه او بحر کې د موسى د امسا په شان تاثيرونه کړي.

محمد اقبال باور لري، چې اعجاز حد او اندازې ته نه رسېږي، چې خپل ژوند او ځواک د ژوندي زړه له اعماقو څخه ترلاسه کړي او خپلې وينې وڅښي د ادب او شعر او د دواړو د رسالت د دندې دغه شان ستاينه کوي، وايي:

(د ذوق او ژور نظر خاوندانو، ستاسې د نظر انعام او اکرام کوم، خو هغه نظر چې حقيقت نه شي درک کولاى، کوم ارزښت لري؟ د شاعر په هغه ترانه کې او د سندرغاړي په هغه آواز کې خير نشته، چې په ټولنه کې ژوند او جذبه خپره نه کړي، الله تعالى دې شاعرانو او اديبانو ته داسې ذوق ورکړي، چې حقيقي شاعري وکړي.

د علم او ادب د هنرونو د ښېګڼې په وجه په ژوند کې همېشنى حرامت پيدا کېږي، د هغه بڅرکې ګټه څه ده، چې په ګړندۍ توګه لمبه کوي او په ګړندۍ توګه مړه کېږي، د هغه ملغلرې ارزښت څه شى دى، چې په څپو کې خوځښت اوپه بحرونو کې خوځېدا نه راولي؟ امتونه نه بيداروي، مګر په معجزې سره او په هغه ادب او شعر کې خير نشته، چې د موساد د امسا له اغېزه خالي شي).

د شاعرۍ تاوانونه:

کله چې شاعري خرابه شي، نو د هغې زهرناکه هوا ټولنې ته هم ډېر تاوانونه رسوي، هر کله چې په يوې ټولنې کې د دروغو شاعري عام شي، نو د دروغو او مبالغو سره د ټولو غوږونه اشنا شي، شعر کې چې څومره دروغ او مبالغه وي، په هماغه اندازه شاعرۍ ته تاوان رسوي او که چېرې سربېره پر دروغو او مبالغو بيا هم شاعر تشويق شي، د دې دروغ او مبالغې نور هم په شاعرۍ کې زياتېږي. يو خوا دا له طبيعت څخه لرې کېږي او بل خوا دروغ ويل د ده لپاره عادي شوى وي.

د داسې شاعرۍ په اورېدو د ټولنې ذوق تريخ زهر شي، له حقيقتونو او واقعيتونو سره د خلکو مناسبت ورځ پر ورځ کمېږي، په عجيبه- عجيبه خيالاتو، کيسه او ناممکنه خبرو سره خلک خپل زړونه خوشحالوي. د تاريخ د ساده او  روښانه واقعياتو له اورېدو نه زړه ويده کوي او د دروغو کيسې او افسانې د صحيح واقعاتو نه زياتې زړه راښکونکې معلومېږي او کله چې د درواغو او مبالغو سره هزل ويل او بې باکي هم يو ځاى شي نو د ټولنې اخلاقو ته ډېر زيان رسوي.

په بده شاعرۍ کې د يوه ملک د ژبې او ادب لپاره تباهي او بربادي ده، هر کله چې دروغ او مبالغه د عامو شاعرانو عادت شي، نو د هغې اثر د ليکوالانو په ليکنو، تقريرونو او د عامو خلکو په روزمره خبرو اترو هم پرېوځي، لنډه دا چې د يو ملک د شاعرۍ سره د هغې ملک د ادب داسې اړيکې دي لکه د زړه چې د وجود سره وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *