محمد عزيز پردېس

راپور: محمد عزيز پردېس

تېره ورځ د کب د مياشتې ۱۱ مه، شنبه ماسپښین د کندز ولايت ضيايي فرهنګي خونې، گستره موج های آمو، پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او يو شمېر کندزي فرهنګپالو لخوا د شاعر او ليکوال ارواښاد زين العابدين پردېس د شهادت اته دېرشم تلین غونډه د دې ولايت د دولتي دوايرو مشرانو، فرهنګيانو او اديبانو په ګډون سره ترسره شوه.

غونډه چې ضيايي فرهنګي خونې يې کوربه توبه کوه د ماسپين په دوو بجو پيل او د مازيګر تر ۵ بجو پورې يې دوام وکړ. د قرآن کريم د څو سپېڅلو ايتونو له تلاوتولو څخه وروسته د ضيايي فرهنګې خونې مشر او بنسټ ايښودونکي حاجي ضياالحق ضيايي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تېرو او پخوانيو مشاهيرو، فرهنګپالو او اديبانو د ژوند په هکله د دا ډول غونډو جوړول جدي اړتيا وبلله.

ورپسې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې مشر رحمت الله همنوا د ضيايي فرهنګي خونې او کندزي فرهنګیانو څخه مننه وکړه چې تل يې دا ډول پروګرامونو په جوړولو کې هڅې کړې دي.

د غونډې په جريان کې د ارواښاد زين العابدين پردېس ژوند ليک ګډونوالو ته واورول شو او همدارنګه د کندز د اطلاعاتو کلتور رئيس فدا محمد ارزښت، د کندز پوهنتون رئيس خيبر سيفي، د محلي راډيو ټلويزيون او گستره موج های آمو ټولنې رئیس عبدالشکور قدردان، د کندز پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد سيد عارف عارفي، د کندز د انسجام او وحدت شورا وياند عبدالغفور قيومي، د پسرلي کلتوري او ادبي ټولنې استازي غلام حيدر حيدر او يو شمېر نورو د شهيد پردېس د ژوند او اند په هکله خپلې جوړې کړې مقالې او ويناوې ګډونوالو ته واورولې.

د پروګرام په لړ کې په دري او پښتو ژبو د شهيد پردېس ځينې اشعار هم د ځوانانو لخوا دکلمه او ترنم شوه.

هېره دې نه وي چې د کندز  پوهنتون د ښوونې او روزنې د شپې پوهنځي رئيس، د پښتو ادبياتو استاد او د ارواښاد زين العابدين پردېس زوی پوهنمل استاد عبدالمجید پردېس ته د ياد ولايت د انسجام او وحدت شورا لخوا د شمالي ولايتونو د عنعنوي دود په توګه د وياړ شمله ورپسر شوه.

غونډه د کندز د مخور سپين ږيري شاعر، استاد لعل محمد ګلستاني په دعايې سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *