موږ د څو سوه کاله پخوا شاعر شعرونه لولو خو خبرې یې نااشنا نه راښکاري. دا ولې؟ دا ځکه چې شاعران معمولا د انسان د ژوند د تلپاتې موضوعاتو په باره کې خبرې کوي.
د شاعر لوی کار دا نه دی چې خامخا په نویو موضوعاتو پسې وګرځي بلکې لوی کار یې دا دی چې د ژوند اصلي موضوعات په نوې بڼه بیان کړي. کابو هر لوی شاعر د مینې، مړینې، ژوند، زلما، زړبودن او ماشومتوب په څېر اصلي موضوعاتو په باب شعرونه ویلي خو د هر یوه د خبرو انداز نوی دی. دا خبره چې په دنیا کې هیڅ شی تلپاته نه دی، یوه ډېره زړه موضوع ده خو رحمت شاه سایل چې یې د یو چا د خط جمله ګڼي او په نوي انداز یې بیانوي نو خوند راکوي او نوښت پکې وینو. ښاغلی سایل وایي:
ستا د خط دا یوه خبره به په زړه لیکمه
چې د سرو ګلو موسمونه به مدام نه وي
شیخ سعدي وایي چې ډیوه باید له کوټې وباسو، مړه یې کړو چې ګاونډی پوه نه شی چې ته زما کره یې. دغه مضمون نورو شاعرانو هم را اخیستی دی خو د هنر کار یوازې هغوی کړی چې په زاړه مضمون کې یې نوی روح پوکلی دی، لکه ستار سعادت چې د رڼا د ژبې په پرې کولو سره زمونږ سترګو ته نوې منظره درولې ده. دی وایي:
چې مو ډیوه چاته ونه وایي رازونه اشنا
د رڼا ژبه به یې پرې کړو بیا به مینه کوو
دا یوازې د تصویر نوی والی نه دی چې کلام ته شاعرانه قوت ورکوي بلکې له منل شوي نظره انکار یا منل شوی نظر سرچپه کول هم ممکن عادي خبره په شعر بدله کړي. شاعرانو د اخلاقو په پیروي په پېړیو، پېړیو دا خبره کړې ده چې په چارو کې له نورو سره مشوره کوئ خو هاشم بابر دا حقیقت اپوټه کړی او یو لا لوی حقیقت یې موندلی دی:
له نورو اورې ځان نه هیڅ نه پوښتې
له ځان سره څه مشوره خو وکړه