تاند- د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو مشران په خپله راتلونکې سرمشریزه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې کوي.

ټاکل شوې ده چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو مشران نن او سبا د تاجکستان په مرکز دوشنبې ښار کې دوه ورځنۍ غونډه پرانیزي.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د ولسمشر یوه سلاکار یوري اوشاکوف پرون وویل، د شانګهای تړون مشران به په خپله غونډ‌ه کې د افغانستان پر وروستیو حالاتو د غور ترڅنګ د سیمې او په مجموع کې د نړۍ پر حالاتو هم وږغېږي.

یوشاکوف زیاته کړه، په دې سرمشریزه کې به د افغانستان، ازبکستان، هند، ایران، منګولیا او پاکستان پلاوي هم ګډون وکړي. دا هیوادونه د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د څارونکو په توګه برخه اخلي.

د روسیې د ولسمشر سلاکار وویل، له معمول سره سم به زیات پام د افغانستان پر حالاتو بحثونو ته واوړي. دوی به د افغانستان پرخپلواکۍ، بې پلویتوب او سوله ییزتوب ټینګار وکړي.

ښاغلي یوشاکوف وویل:«موږ همداراز په پام کې لرو چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې تر سیوري لاندې د افغانستان په اړه په روسیه کې د لوړې سویې د یوه کنفرانس د جوړولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړو. په دې کنفرانس کې به د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو، څارونکو او نورو علاقمندو هیوادونو او همداراز نړیوالو موسسو استازي ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *