ولسمشر غني قرغیزستان ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ د ورسره تللي پلاوي په مشرۍ د چین ولسمشر شيجین پينګ سره کتلي او په دوه اړخیزو اړیکو ورسره غږېدلی دی.
ولسمشر غني دې لیدنه کې ویلي، افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده.
ولسمشر ټینګار کړی چې طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره سیمه ییزه اجماع کې او همدارنګه د سولې له تړون وروسته د چین رول ارزښتناک او همکاري مهمه ده.
ولسمشر غني دغه راز د شانګهای سازمان د غونډې په درشل کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایوف سره هم لیدنه کې د کرنې، سوداګرۍاو پانګونې برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي
په دغه کتنه کې چې په پلازمېنه بېکشک کې ترسره شوه، دواړو مشرانو ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو ته په اشارې د اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
