د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو دویمه غونډه د چین په شانګهای او بیجینګ ښارونو کې جوړه شوه او د ۲۰۱۷ کال د اګست له ۲۱مې تر ۲۹مې پورې يې دوام وکړ. د ځوانانو په دغه غونډه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د اتو غړو او څلورو څارونکو هېوادونو شاوخوا ۱۶۰ ځوانانو ګډون کړی و.

افغانستان هم، چې په دغه سازمان کې د څارونکي څوکۍ لري، په دغه غونډه کې ګډون وکړ. د ستراتېژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له‌خوا، د مرکز څېړونکی احمد بلال خلیل د افغانستان د ۱۲ کسیز پلاوي برخه و.

د شانګهای همکارۍ سازمان سیمه د نورو سیمو او سازمانونو په پرتله، په کمه کچه د ځوانانو او په کلتوري اړیکو کې سره پېیل شوې ده. همدا لامل دی، چې د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د چین ولسمشر “شي جین پينګ” د روسیې په اوفا ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان تر چتر لاندې، د ځوانانو د غونډې پر پيلولو ټینګار وکړ. دغه راز بیجینګ هغه مهال د لومړیو پنځو ناستو د کوربه‌توب مسؤولیت هم په خپله غاړه واخیست.

د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو لومړۍ ناسته د ۲۰۱۶ کال په اګست کې په سينکیانک او چینايي منګولیا کې وشوه او دویمه ناسته یې دا ځل په شانګهای او بیجینګ کې وشوه.

د دغې ناستې ګډونوال او د ستراتيژيکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی احمد بلال خلیل په دې باور دی، چې دغې ناستې درې بنسټيزې موخې لرلې: لومړی؛ د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونه په کلتوري لحاظ له یو بل سره بیا نښلول. دویم؛ د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونو ځوانان له یو بل سره په یوه نېټ­ورک کې یوځای کول. درېیم؛ د شانګهای همکارۍ سازمان ته چې تر دې مهاله امنیتي او اقتصادي بلاک و، کلتوري اړخ ورکول. ځکه په اقتصادي پيوستون کې کلتور مهم رول لوبوي او تر دې دمه له پامه غورځول شوی دی.

په دې غونډه کې د هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، د ورېښمو لارې پر پراختیا او عملي کولو او پر فرهنګي او کلتوري اړیکو پراخولو خبرې اترې وشوې.

د ځوانانو دغې ناستې درې محورونه لرل: لومړی علمي ناستې او کنفرانسونه. دویم، سیاحت، چین پېژندنه او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو پراختیا. درېیم، د اقتصادي او متشبثینو ترمنځ د اړیکو پراختیا.

په لومړي محور کې دوه لېکچرونه، چې دواړه د «یوه کمربند او یوې کرښې» په تړاو وو، وړاندې شول. دغه راز یو کلتوري فورم او د ځوانو متشبثینو ګردی مېز هم جوړ شو. په دویم محور کې د غړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ خبرې اترې، د چین د تاریخي دیوال او د چین د تاریخي قصر ليدنه شامله وه. په درېیم محور کې د شانګهای همکارۍ سازمان د متشبثینو ترمنځ ناسته وه او په پای کې یوه اعلامیه هم خپره شوه. په دغه اعلامیه کې د ځوانو متشبثینو د وړتیاوو لوړولو په تړاو سپارښتنې، د شانګهای همکارۍ سازمان د ځوانانو ترمنځ د کلتوري اړیکو پراختیا او د منځ­مهاله او کوچنیو متشبثینو پر پیاوړي کولو ټینګار وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *