ولسمسر غني د شانګهای سازمان غونډه کې ګډون لپاره بشکیک ته له رسېدو سره سم د اوزبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره کتلي دي.
دواړه مشران د سوداګرۍ، ټرانزیت او سیمه ییز اتصال په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه غږېدلي او یو بل ته یې ژمنې سپارلې دي.
ارګ ماڼۍ وایي، دغه کتنه کې دواړو لوریو په دې ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ، ټرانزیت او سیمه ییز اتصال په برخو کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د لاسلیک شویو پروژو او تفاهم لیکونو د تطبیق بهیر د چټکولو لپاره باید ګړندي ګامونه واخیستل شي.
ولسمشر غني افغان سوله کې د اوزبکستان له مرستې هم مننه کړې او ویلي یې دي، ټول هیوادونه باید د افغانستان د سولې پروسه کې خپلې همکارۍ همغږې، مشترکې او منظمې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *