په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې کومه نوې خبره نه ده. د ستراتيژيک عمق د پاليسۍ له مخې په کابل کې د داسې یوې ادارې د رامنځته کولو لپاره د اسلام اباد هڅې له لسيزو روانې دي، چې د دوی په اشارو خپلې کورنۍ او بهرنۍ چارې تنظيم کړي. خو که له یوې خوا په افغانستان دننه د پاکستان په اړه ولسي او سیاسي حساسیتونه موجود دي، له بلې خوا د پاکستان دولت په سيمه کې د همکاريو له لارې د ستونزو پر حل او د اړيکو پر ښه والي باور نه لري او یا هم په کې زیان ويني. له همدې امله دغه هېواد د خپلو روزل شویو، پالل شویو او تمويل شویو ډلو (غیر دولتي عناصرو) په واسطه په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو او یا هم لږ تر لږه د خپلو موخو په لاره کې د خنډونو د له منځه وړلو په لټه کې دی.
د ثور له انقلاب نه وړاندې او وروسته دغه لړۍ روانه وه او فعلاً هم اسلام اباد د کرایې په قاتلانو د افغانانو وينې تويوي. د پاکستاني پوځ برحاله او متقاعد افسران او جنرالان د جګړې د مديريت او استخباراتي موخو لپاره د وسله والو ډلو په منځ کې افغانستان ته راځي.
په دې وروستيو کې د پاکستاني رسنیو له خولې د دغه هېواد د پوځ د یوه مهم متقاعد جنرال شاهد عزيز په افغانستان کې د وژل کېدو په اړه خبرونه خپاره شول. شاهد عزيز چې درې ستاره جنرال، د پاکستاني پوځ د اوپراسيون عمومي رییس او د احتساب ادارې رییس هم پاتې شوی، یو افراطي شخص ؤ، چې په زغرده به یې په رسنيو کې د مرکو او ليکنو له لارې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د جګړې ملاتړ کاوه.
د شاهد عزيز د مرګ د خبر په څنډه کې ويل شوي دي چې دی د پروېز مشرف په وخت کې امريکا ته د طالبانو پر ضد د پاکستاني هوايي اډو او لارو پر ورکړه پښېمانه و او د نوموړي د نږدې کسانو له قوله، غوښتل یې، خپله دغه “تېروتنه” جبران کړي.
د ښاغلي عزيز د مرګ خبر تر دې دمه کومې رسمي سرچينې نه دی تاييد کړی او نه هم افغان حکومت په دې اړه څه ويلي دي. خو که دغه خبر، لکه څرنګه چې پاکستاني رسنيو یې ادعا کړې، سم وي، نو په نړیوال ډګر به د دغه هېواد حیثیت او باور ته خورا زیانمن تمام شي.
پوښتنه دا ده، چې د ښاغلي عزيز د مرګ خبر له راپورته کېدو وروسته ولې له تاييد او ترديد پرته خاموش شو؟ ممکن څو لاملونه وي:
لومړی:
په تېره یوه لسيزه کې د پاکستان پر خاوره او یا هم تر کنترول لاندې قبایلي سيمو کې د اسامه بن لادن په شمول د القاعدې، وسله والو طالبانو او د یو شمېر نورو نړیوالو ترهګرو ډلو د غړو وژل کېدو له تروریستي ډلو څخه د اسلام اباد ملاتړ په ډاګه کړ. د افغانستان پر خاوره د شاهد عزيز وژل کېدل به د دغه هېواد نړیوال انځور لا پسې بدرنګ کړي. ممکن همدا لامل وي، چې دوی د خبر د پټولو کوښښ کړی وي.
دويم:
وسله والو طالبانو په افغانستان کې د دوبي له ګرمې هوا څخه په استفادې سره خپل عمليات چټک کړي. د دوی په منځ کې د پاکستاني جنرال د راتګ او وژنې د خبر رېښتيا کېدل به د دغې ډلې پر عملياتي صفونو او عمومي روحيې ډېر منفي تاثیرات ولري. د افغان دولت هغه دعوه به لا پیاوړې کړي، چې وسله وال طالبان د پاکستان په نیابت جنګيږي او د پرديو تر قوماندې لاندې د خپلو هېوادوالو پر وژلو بوخت دي.
درېيم:
په تېرو لنډو ورځو کې د پاکستان درې ځله پاتې شوي لومړي وزير او د حاکم سیاسي ګوند مشر نوازشريف په ممبۍ بريدونو کې د ښکېلو ترهګرو تر شا د پاکستاني استخباراتو د لاس لرلو خبره وکړه. همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي. په دې ورځو کې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې له دغو تورونو څخه د ځای په سپينولو بوخت دي. په دې موخه یې حتی په تېره یوه اونۍ کې پر خپل تاسیساتو درې وارې سازمان شوي بريدونه ترسره کړل، تر څو ځان د خپلو خلکو او نړۍ په سترګو کې د ترورېزم ملاتړی نه بلکې قرباني ثابت کړي. په افغانستان کې د شاهد عزيز وژل کېدل په سيمه کې د پاکستاني پوځ پر رول او د غیر دولتي عناصرو په واسطه د ستراتيژيکو اهدافو د ترلاسه کولو پر هڅو د نړیوالو شکونه پر یقین بدلوي چې له امله به یې په نړیوال سټېج د پاکستان حیثیت ته خورا زيان ورسيږي. لنډه دا چې د افغانستان په جګړه کې د شاهد عزيز مرګ به د پاکستان د سيمه ییزې ډېپلوماسۍ مرګ وي.
څلورم:
له وسله والو طالبانو سره د پاکستان اړيکې او ملاتړ له نړۍ څخه پټ ندی پاتې، خو که احتمالاً شاهد عزيز د داعشيانو په ډله کې وژل شوی وي، د پاکستان پر دولتي رویې به لا زیاتې پوښتنې راولاړې کړي. خو ښايي د پاکستان دولت د دغه خبر لپاره د لازم متن او د نوموړي د وژنې د کيسې د مناسب سکرېپټ په “مصنوعيت”بوخت وي، تر څو په مناسب وخت “کیسه ګۍ” اعلان کړي. په دې سره به یې هدف دا وي، چې د اسلام اباد لپاره د دغه لوی شرم بعدي زیانونه راکم کړل شي.
خو ښه خبره به دا وي، چې افغان دولت د شاهد عزيز د وژنې په اړه بشپړ مالومات ژر تر ژره راټول او د خبر د صحت په صورت کې ترې د پاکستان پر وړاندې د خپلې دعوې د تقويت په موخه کار واخلي.