د زابل ولایت د شاه جوي ولسوالۍ امنیه قوماندان نن پخپل کور کې په یوه چاودنه کې له خپلو څو تنو ملګرو سره یوځای زخمي شوی چارواکي وايي چې تر اوسه معلومه نده چې برید دوسله والو مخالفینو له لوري شوي اوکه کومه تصادفي پيښه ده.

دغه چاودنه نن مازیګر څه باندی څلور بجې د کلات ښار اړوند د میرویس میني په سیمه کې د شاه جوي ولسوالۍ د امنیه قومندان محمد الله احمدی په کور کې رامنځ ته شوې ده

د زابل د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر وايي چې په چاودنه کې د شاه جوي د قوماندان په ګډون اته تنه ژوبل شوي دي چې سمدستي د پولیسو له لوري روغتون ته لیږدول شوي او ډاکترانو یې حالت سم ښودلی دی

فراهی زیاته کړه چې چاودنه د نوموړي د میلمستون په داخل کې د لاسي بم د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده او لاسي بم کیلي هم د کوټې په داخل کی پيدا شوي

دده په خبره چې د پيښې د رامنځ ته کیدو د علت په اړه د دوي پلټنې رواني دي او دا به وروسته معلومه شي چې وسله وال مخالفین پکې لاس لري او که تصادفي پيښه ده

د امنیت امر زیاتوي چې د پيښي په تړاو څوک ندي نیول شوي

محمد الله شاوخوا دوې میاشتي وړاندي د شاه جوي ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي و چې د یادې ولسوالۍ د اسیدونکو په خبره په مقرریدو سره یې د شاه جوي امنیتي وضعه د پخوا په نسبت ښه شوې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *