شاه زادو ترورور به په مات سر زموږ كلى ته نه راتله او زه به تل حېران وم چى دا نو ولى نه راځى او قيصه څه ده ، خو سر مى نه په خلاصېدئ. انا زموږ د نيكه يواځنۍ خور وه بلكه د اووه وروڼو پر سر راغلى وه ، ځكه نو داسى قدرمنه وه چى پلارګنۍ به سر ورباندى وركوئ ، بې دې به زموږ د كورونو كوزدې او ودونه ګرسره نيمګړى بلل كېدل . ظالمى به داسى خوږ مجلس كوئ چى سړئ به ئې په ګائ نه مړېدئ . هره قيصه به ئې د مسخرو يو ډك نقل وو او موږ به حېران وو چى مخته به څه كېږى . انا چى به كله راغله هم ، نو زموږ په واړه كلى كښى به يوه مېله سوه ، هره شپه به ددې ډوډۍ كېده او چېرى چى به هم مېلستيا وه نو ټوله شپه به د ملا تر اذانه ټول ورېرونه او ددوئ زنانى او بچيان ورباندى را غونډ وو ، بس خونه به د څاروو د يو كنډك په شان وه كټ مټ لكه له پسونو ، مېږو ، اوزو او مرغومو چى ډكه وى . يو شور ، مېله او خندا به وه . د انا ږغ به هم د عامو زنانو غوندى نرئ او نازك نه بلكه د يو زورو نر غوندى دروند وو او دې په دغه ډډ ، غټ او لوړ ژوندى ږغ كښى هغه ناشودى كولې چى په هره قيصه به ئې ټولو نسونه نيولى وو او د خندا به شنه شنه كېدل ، بس داسى به معلومېده لكه د دنيا ټولى ناشودى چى يوازى له دې سره سوى وى ، كله به ئې د يو غله قيصه راواخيسته چى څنګه په كلى روږد سو او دې ونيوئ ، كله به د خپل كلى په يوې جادوګرى ښځى ګائېده چى څنګه به ئې ټوله شپه اورونه بلول ، له بدو ارواوو سره به ږغېده چى په اصل كښى به دا او ددې خوندكۍ وې ، د دېوال تر شا به پټى وې ، په زوره زوره به ئې خبرى ورسره كولې او هغه به ئې خطا ايستله ، ګائ به بل كلى ته په ځوانۍ كښى له نجونو سره تله چى د واورى طوفان به ورباندى راغلئ وو او لېوان به ئې په لرګيو وهلى وو ، بس رنګارنګ نقلونه به وو چى سړئ به ئې په خوند نه مړېدئ او ټول به تر سحاره ورسره ويښ وو .
هغه به كه څو كالو پس راغله هم نو ورېرو به په زوره راوسته ، بس يوه پلمه به ورته جوړه سوه چى پلانۍ انا ناجوړه ده ، اخيرى ساوى ئې دى او وائ چى تر څو مى ګرانه شاه زادو نه وى ليدلى ، د زكندن خوارۍ به راباندى تېرېږى يا فلانئ وراره وائ چى كه تروركه نه سى را ، زه به ګرسره واده نه كوم ، بس كه زوړ سوم ، نو مزلمه ئې ددې په غاړه .
انا خورا زړه سوانده هم وه ، لكه يخئ داسى به ويلى سوه ، ځكه نو دا ډول په خطاايستلو به راغله ، خو هر وار به جلا جلا دروغونه ورته كېدل ، ولى چى دا هوشياره هم وه او د ورېرونو په اووه ژبو پوهېده . كله كله چى به د چا په مرګ يا ناجوړۍ كښى راښكاره هم سوه ، نو داسى زر به بيرته ولاړه چى ټول به ئې تږى او حېران پرېښول ، بس لكه مرغه چى راسى او واولوزى ، سړى به زنانو ته سره سره كېدل چى څنګه ولاړه ، تاسى ولى پرېښوله ، موږ خو به مو په خبرولو ، دغم ډرائيور دى ئې سى چى وختى ئې پوه كړئ وى او موټر ئې داسى پټ ګوشه درولئ وى .
ترور چى به كله هم كلى ته راتله ، نو زموږ په كورو به اختر وو او ټولو به د هغه وخت په ناټالۍ انتظار كوئ چى تروركه به را ښكاره كېده .
لكه ما چى اول لا ووئيل چى زه به تل حېران وم چى انا ولى د پلار كلى ته نه راځى ، نو هر وخت به مى ددغه راز د معلومولو كوشش كوئ . حېران به هم وم چى نه يوازى دا پر موږ ګرانه ده بلكه دا هم په پلارګنۍ داسى ځان خورى چى هر وخت يوه ورېره يا د وراره كوردارى سره له خپل يو درزن بچيانو ددې كره ناست وى . د هر چا د يو يو ساعت مصروفيات معلوموى لكه زړه چى ئې په دوئ ولاړ وى كه څوك نه سى ور نو ددې حالونه راروان وى او مذدور ئې زموږ له كلى په مات سر نه ځى چى انا ته څه ځواب وروړم او بيا چى به څوك ورغله ، نو دا او يو درزن نږندى به ئې ورځ و شپه په خدمت بوختى وې ، سرې كړى غوښى ، لاندى ، چرګان ، مايان ، غوړ كتغونو او پلاونه به ئې جلا ورپخول او سحار خو بيا كوچى ، كڼ ، ملاى ، او پراټې جلا وې ، بيا چى ددې له لوى كلا به څوك راتلل ، نو خورا ډكى پچۍ روغانۍ ، خوږې او هګۍ به ئې جلا وركولې . نور خو پرېږدۍ زموږ و هر كورته به ددې له باغو مېوه او له مځكو خټكى او هندوانې هر كال زياتى راتلې ، دومره په خپل ورېرونو مينه ، نو بيا ئې څه كور سپېره دئ چى د پلار په كلى ګام نه ږدى ، ماران او لړمان خو به دلته چا نه وى ورته پټ كړى ، لېوان به خلې نه ورباندى لګوى ، چا به كله تندئ هم تريو نه وى ورته نيولئ ، كه به كله په موږ كښى څوك نه ورغله او وبه ځنډېدل ، نو دا به سره سره كېده چى پښې مو ماتېږى چى نه راځئ ، وسيلې ختمى سوې ، زړونه د ډبرى سول يا چا بد خواو كوډى درباندى كړى دى او خطا ايستلى ئې ياست ، ولى اخير ولى . ما به تل فكر كوئ چى نور خو په زوره غواړى ، خو پخپله نه راځى ، دا په هر حال كښى يو څه دى او زه به دغه نقل ، لانجه يا پېكړه حتما معلوموم . له موركۍ مى ډېره پوښتنه وكړه چى داسى ولى ده او دا ولى نه راځى ، خو هغه به راته په خشم سوه چى نك وهلې څه زما د تروركى حيا اخلې ، ځه دغه بد رنګ دى وركوه . له خپلى يوې ترور ، له بلى ، له تيندارګانو ، له ټولو به مى وپوښتل چى په انا ولى زموږ كلئ بد لګېږى ، خو ټولو به سترګى راباندى سرې كړې چى وركېږه او څاپېړى او چونډكى به ئې راولګولې ، له همځولو مو پوښتلئ نه سوائ ، ولى چى ټول ډاګيان او شيطانان وو او بيا ئې بابا او مشران راخبرول او دوئ ټول هم ماشاءالله په وهلو ټكولو كښى خورا مزى وو ، نه ئې د چا سر ته كتل ، نه ئې غوږ ته ، ځكه نو د ترور په ضد نه پوهيدلم ، خو دغه تجسس به خورا خوند راكوئ چى يو څه خو نو خامخا دى چى ما نه ورباندى خبروى يا زه نه يم ورباندى خبر ، كيدئ سى په دې چى زه كوچنئ يم او نور كوچنيان په خبر نه كړم . پائ يوه ورځ چى زنانى پټى پتى ګائېدلې ، نو د دېوال تر شا پټ سوم ، غوږ مى ورباندى ونيوئ او اول وار وغوږېدم چى په تروركى انا خو دلته په كلى كښى يو پېرئ مين دئ او هغه هم له اوسه نه بلكه خاص ددې له ځوانۍ چى څنګه دا راسى ، دئ بدبخت هم راښكاره سى او دا ډول اناګو تنګوى . بس خدائ خواركړئ تل ددې په انتظار وى او په چا ځان نه وينى ، بلا وهلئ ددې د مېړه و كلى ته هم نه ورځى ، بس دلته ئې انتظار كوى چى څنګه دا راسى ، بوئ ئې ورباندى وموشلى ، دغسى ښكاره سى او و خوارى ته بلا سى ، خو خپلوان قيصه پټه كړى او تروكه چى راغلى د مياشتو په نيت وى ، دغسى كورته وغورځى لكه هغه تورېدلى بېوانى پيشى او خورا وار خطا هم وى.
اوس چى به ما كله د تروركى و وجود ته وكتل ، نو به حېرانه هم سوم او خندا به هم راغله چى ددغه پېرى دى كور خراب سى ، په غبرګو سترګو دى وړوند سى ، دئ اخير د تروركى پر كوم ځائ مين دئ .
رښتيا خبره دا وه چى تروركه خورا بدرنګه وه ، پنډه ، تكه توره او خورا لنډۍ ، ګول كالى به ئې هر وخت په تن وو ، خو ډېره ژوندۍ او خورا اتڼ زنه او بدل زنه هم وه او كله چى به ئې په خپل درانه ږغ په اتڼ كښى ناره پورته كړه او بيا به وڅرخېده ، نو به داسى وايسېده لكه يوه تياره لنډۍ سوزارۍ چرګه چى څرخ واخلى . مغزو به مى كار نه كوئ چى دئ له دغى تورى سوزارۍ څه غواړى . بيا نو د ترورۍ څه خطرناكه غټى سرې سترګى وې چى والله كه د يو جنګېره نر لا وې او په سړى به ئې توبې كښلې ، دغى بدى د غوى سترګى چى به ئې كله په خپلو يو درزن نږندو كښى پر يوې برابرى كړې ، نو به په هغې خلې راغلې او كپ به واخيسته ، وائ چى له دغو زورور اناردانو به ئې مرحوم څښتن لا لاړى تېرى كړې ، حلق به ئې وچ سو او ودې ته به ئې داسى په رډو سترګو كتل لكه ماغزه چى ئې كار پرېږدى . نور خو پرېږدۍ چى ددې له دغو خونخوارو به ئې پلار خوار لا كپ واخيست او هره خبره به ئې د سترګو په رپ كښى ورومنله ، بابا او ټول ورېرونو اوس هم ځنى وېرېدل او پوچ و رد خو به ئې هر وخت جلا ځنى اورېدل . د انا د زنى تكو شنو خالونو به ئې د مخ توروالئ نور ورزيات كړئ ، نوره به بد رنګه سوه او كه نظر مات ورته ووئيل سى ، نو بده خبره به نه وى او بيا كله چى به ږغېدله هم نو ږغ به ئې تل له خشمه هم ډك وو او فشار خون به ئې هر وخت داسى بالا بالا وو بس لكه جنګ چى كوى او څوك به له مځكى ووهى ، كمال دئ چى پېرى پر يوې حسينى ښځى هم نه بلكه په داسى بدرنګى او خطرناكى ښځى مين وو او بل نه يم خبر چى په دغى افتى كښى ئې څه ليدلى وو چى د چا خشمناكه مخ چى به څوك په خوب كښى لا وېرول .
دغه پلا چى بابك دو د شاه زادو د راضى كولو دپاره تله ، نو زه هم د انا كره ورسره ولاړم ، ځكه نو زما ښه په ياد دى چى بابك څو واره داسى كرار ورته ووئيل چى موږ اوس په تازه شپو كښى يو كوډګر راوستلئ وو ، هغه د خپل علم په زور معلومه كړه چى پېرئ وختى لا مړ دئ ، تروركه دى بې غمه راسى . بابك به دغه خبره په وار وار پټه ورته كوله ، خو ددې و زړه ته نه لوېدله ، هر وار به ئې غټى سترګى ورته سرې كړې چى هلكه دروغ خو نه واې ، بابك به بيا لاړى تېرى كړى او په غټو سترګو به ئې قسم ورته وخوړئ . پائ چى نورو ورېرونو هم دغه نقل ورته تېر كړئ ، د بابك غوندى قسمونه ئې ورته تېر كړل ، نو چېرى دې ومنل . ياره په دغه اقرار ټول څومره خوشحاله سول ، خاص لكه خزانه چى ومومى ، ګرسره ئې په سترګو كښى يو نوئ ژوند موندل كېدئ او يو بل ته ئې داسى كتل لكه يو ناشوده كار چى اوسى .
په هغو وختونو كښى زه د مكتب په اتم ټولګى كښى وم چى په خپلو ګناه ګارو سترګو مى د انا او د پېرى مينه وليده ، ائ څه پېرئ دومره ورته مات او په زاريو او انا بيا داسى ظالمه ، غاوره او ناترسه چى د خوار يو فرياد ئې لا نه اورېدئ ، ډېر افسوس راغئ ، زړه مى ډېر دړد هم وكړئ چى څومره ناترسه ده دغه ښځه ، زړه ئې نه دئ ، ډبره ده ډبره چى د رحم هيڅ باران نه ورباندى اورى .
نو بيرته به خپلى خبرى ته راسم ، د ترور د راتګ زېرئ چى څنګه زموږ كورنۍ يا كلى ته راورسېدئ چى صبا راځى ، نو له خوشحالۍ ګرسره چيغى سوې ، اوازې سوې ، خبره يودم خوره سوه او زنانو زموږ و كور ته رامنډى كړې او هلته يوه مېله سوه چى مبارك مبارك ، خدايه د خېر ئې كړې ، وئ شاه زادو ترور څنګه رضا سوه ، ددې او دداسى كار . بله ورځ سحار وختى بيا زموږ په كوچنى كلى چى زموږ د نيكه د پلار د اولاد وو او يوازى دوئ پكښى اوسېدل ، د اختر غوندى ورځ سوه ، يو شور او دمامه وه ، له صندوخو د خلې باجې او چكچكى راوتې ، درېې او تمبلونه په اور تپول كېدل چى زورور ږغ راوباسى ، شاوخوا خوشبوى خوره وه ، په هر كور كښى لوئ او كوچنى صفا كېدل ، نوى جامې ئې اغوستې او تيارېدل ، زنانو داسى سنګارونه كول لكه و يو واده ته چى ځى ، رنګارنګ عطرونه وو چى په كار راوستل كېدل ، نوى جامې جلا له صندوخو راوتې او له هر كوره به كله كله د دريه ږغ هم راپورته سو . ماپښين به د ورېرو د موټرانو ورا ورتله او تروركه به لكه ناوى راوړل كېده ، بس فرق دا وو چى ټكان به نه كېدل .
زما ښه په ياد كېږى چى كله د سړو ورا تله ، نو زموږ د كور د مهمان خانې په لوى بېټك كښى ئې د خاندان له زنانو سره يوه ډېره اهمه مركه هم وكړه چى كله ترور راسى ، نو خبردار چى زنانى ئې يكړه پرې نه ږدۍ ، كه ورځ وى كه شپه ، هر مهال به دوې درې ښځى حتما ورسره وى چى دا ډول پېرئ ورباندى پېښ نه سى او تر يوې درختى لاندى خو به ئې يو ځائ هم نه تېروئ ، ولى چى بدبخت همېش په دغو اونو كښى پټ يو ځائ ناست وى او بيا نو شاه زادو ته نارى كړى چى شاه زادو زما ګرانى شاه زادو ښه وسو چى راغلې ، خو سترګى مى درته وختې ، او بل كه داسى و هم سول او په ورسره زنانو كښى يوه هم وېرى واخيسته يا وار خطا سوه او تروركه ئې يكړه ورپرېښوله ، نو نه يوازى به څرمن ځنى واړول سى بلكه سر به ئې لا هم پرې كړل سى ، كمال دئ زموږ شريفو سياه سرو په دغه بې ځايه امر هم خوا نه كړه بده او خورا په صالح توب ئې ورته ووئيل چى دغسى به وى ، خو څو پوه زنانو سړى هم په غوږ ووهل چى تاسى به هم يوازى د تروركى په مجلسونو خوند نه اخلئ او زموږ غوندى به هوشيار او مزى اوسئ كنۍ تروركه به بيا څو كاله كلى ته نه سى را ، هو بيا به مو ملامتوئ . بس فېصله په دې وسوه چى هر څوك به له پېرى محتاطه وى ، كه څنګه څوك پوه سول چى پېرئ پلانى ځائ پټ دئ يا په پلانۍ درختى كښى وختى لا ناست دئ ، نو چپ به نه اوسى بلكه نارينه يا هر څوك چى په مخ وراتله خبروى او د سترګو په رپ كښى به د كلى شين سترګئ كوډګر هلته راوستل كېږى چى مخ ئې تك سور وو او بڼى ، برېتونه او وېښتان ئې تك ژړ كټ مټ لكه بيزو او ځنى ښيلى زنانو چى به وليد ، نو به ئې مخونه په پړونو كښى پټ كړل او يو بل ته به ئې په سترګو كښى خندل . بس بيا به دغه سور مخئ كودګر هلته په خپل تور علم يا جادو پېرئ سوځى .
بابا دو كه څه هم يوه ورځ دمخه زه د انا كلى ته بيولئ وم ، خو كله چى ماپښين ورا روانېدله ، نو په موږ كوچنيانو كښى ئي يو څوك هم نه بوتلل البته موږ دغه كار وكړئ چى كله دوئ روانېدل ، نو مو له ښځو سره سم په دوئ پسې په بدنيو كښى په كوڅه كښى اوبه توى كړې چى د تروركى پل دى بختور سى .
څرنګه چى ماځيګر سو نو ټولى خپلوانى زموږ كره راغونډى سوې او دغه ډول رنګارنګ جامې اغوستى دغه زنانى لكه ورا سره له خورا ډېرو كوچنيانو او دريو ، چكچكو او د خلې د باجو له كلى دباندى په لوئ سړك راووتلې . واه څه رنګينه ننداره وه . څه خوشبوى وې ، څه سنګارونه او خنده رويه څهرې وې . ټولو به خاص اوس هغى لېرى لوى غونډۍ ته كتل چى د تروركى موټران به ورباندى راښكاره كېدل . په دغه حال كښى د ماځيګر باد هم خورا په مستى وو او د چار چاپېره باغو درختو هم شور جوړ كړئ وو چى زنانو په تمبلونو خپلى چكچكى پيل كړې او اتڼونه ئې واچول ، واه يودم په فضا كښى د باد سرپئ ورك او د خورښادۍ ږغ خور سو چى تر لېرى لېرى تلئ . په داسى حال كښى موږ كوچنيانو بيا ، په كومو كښى چى د چا ګوټونه په پشو ، څوك په تازيله كښى په لوڅو پشو مخته د غنډۍ په خوا منډه كړه ، لوړ ورباندى وختلو او لېرى غرونو ته مو سترګى ونيولې . لږ ساعت لا نه وو تېر چى لېرى له راغه دوړى راښكاره سوې ، دا د بابا دو موټران وو چى ترور ئې رااخستى وه او په قطار كښى راروان وو . دغسى يوه كوچنى په لوړ ږغ د زنانو په لور مخ كړئ چى زېرئ مى درباندى ، ناوكو ئې راوړه . دا څه له دې سره سم لاندى د اتڼ لوى قطار دغسى شو پتو او ختم سو ، نارى سوې او زنانو هم په يو لېونتوب زموږ په لور رامنډى كړې ، لږ ساعت لا نه وو تېر ، موټران سم زموږ په خوا راوختل ، ولى چى كچه لار دغسى جوړه سوى وه ، لوړه په غونډۍ تېرېده چى شاوخوا لاندى ئې تر ډېره چران او كډى وو او دا ډول موږ له موټرانو سره سم په منډه سولو . دا څه ، په دې حال كښى دوړى سوې ، د دوړو له سوبه د ټولو كوچنيانو صفا كالى ، مخونه ، غوږونه او خولۍ په خاورو ولړل سوې او سپېره شيطانان ځنى جوړ سول . انا د بابا په موټر كښى مخته ناسته وه چى په دغه بهير كښى اول موټر وو ، خورا څركېدله ، هم ئې سترګى تورى كړى وې ، هم ئې مسواك وهلئ وو او هم ئې سر په نكريځو سور وو . سرې سترګى ئې له ډېرى خوشحالۍ رډى راختلى وې او په خندا وه . موږ كوچنيان چى ئې وليدلو ، نو په موټر كښى ناسته ناسته به تر هر يوه جارېده ، كله چى دغه ورا تر زنانو ورسېده ، نو هغو روډ بند كړئ ، د بابا په موټر راوګرځېدې ، يو ناتار او بې شرمۍ سوې ، يوې ښځى لا له نارينوؤ حيا نه كوله ، ګرسره ئې هغوئ سړى نه بلل ، زياترى د انا په موټر ټال سوې او لار ئې ورته ونيوه چى تروركه راوباسئ ، څه كوئ چى كښېنولى مو ده ، يو ګام مو مخته نه پرېږدو . د تروركى خورا ښكلى د سپين ملاۍ كالى په تن وو او په شنه مخ كښى هم خورا ښائسته معلومېده ، هغه هم پرديسۍ خورا كړهانده كړى وه ، دغسى ئې زما بابا په څاپېړه دوي درې واره ووهئ چى برېك ووهه ، دا ډول ئې موټر ودروئ او ناوكو كښته سوه . په داسى حال كښى يودم د خلكانو ، رېوړيو ، پتاسو ، ټافيانو او پېسو ورباندى باران سو چى موږ كوچنيانو ورباندى حمله كړه او ځانانو مو لاندى په ډبرو كښى خوږ كړل چى را ټول ئې كړو .
اوس نو روغبړونه سول ، زما په خيال دا ښه وو چى ناولدو نه راته كتل كنۍ د لېونيو نوم به ئې راباندى ايښئ وائ او راباندى خندل به ئې ، بهرحال ترور چى څرنګه خوږه ، وسيله ناكه او مينه وه ، اوس هم دغسى ورسره كېدل .
دا ډول ګرسره يو جلوس سو چى څه دا شان وو چى موټران شاته وو ، ناوكو په مخ كښى وه او زنانو خورښادۍ او غاړى وئېلې ، د انا شاوخوا را ګرځېدئ ، شله ئې اچولى وه ، په زوره زوره ئې چيغى وهلې او بيرته د كورو په لور رهى وې ، خاص داسى وو لكه په واده چى ئې ناوى د زوم د كور په لور روانه كړى وى . يوه بد مستى ، نارى او لېونتوب وو چى سړئ ئې حېرانوئ . انا هم تر چا نه وه په كمه ، هغه هم خورا مسته وه ، يو وار به ئې د يوې عزيزى په اوږې لاس كښېښوئ بيا به ئې د بلى او وروسته به ئې كټ مټ لكه پېغله له مستو نجونو سره په خپل درانه ږغ كښى بدله پورته كړه او په خپلو غونډو منډو لاسونو به ئې خپړى ووهلې ، عجبه ده بيا به ئې نو ګرسره خپړى درېدې نه ، ياره څه غاړى د ظالمى په ياد وې ، په دې خو زه هغه ورځ خبر سوم بيا به ئې نو كله يوه ښكل كړه ، كله بله او د مچو چړپئ به سو ، واه څه وسيله وه ، ياره داسى لېونئ د مينى باران خو ما ګرسره نه وو ليدلئ . د تروركى د اولى شپې ډوډۍ د بابا د يو تربور كره وه چى داسى كلپه وه چى پسه نه بلكه پسونه حلال سول او چرګان هم ، بس كټ مټ لكه د يو باچا دپاره چى مېلمستيا وى ، يوازى كبابونه وو ، بل شئ نه او بوئ ئې موږ ټول لېونى كړى وو چى كوم وخت به ئې خورو . كله چى دسترخوان راوړل سو ، نو كمال دئ له هر چا خپله ډوډۍ هېره وه ، بس له هرى خوا فرمائشونه وو چى تروركى دا وخوره ، هغه وخوره او د انا دى هم د زړه پر سر دارو سى چى د غاليو په ښكلى بېټك كښى په سرې پنډى غاليچې ناسته وه او ګوډې ئې ماتى كړى وې ، نس نه وو چى يو جوال وو چى هر څه ورتويدل او له مړېدو وتلى وه . ما تل په زړه كښى د تروركى لړمون ستايه چى په دغى پېرۍ كښى هم دا هر څه خورا په خوند زغمى ، اوس مى مغزو كار وكړئ چى تروركه ولى داسى غونډه منډه ، تياره او خيښته پيښته ده ، دا د خوراك زور دئ كنۍ دا به هم د نورو بوډيانو په شان اوس په يو كونج كښى ناجوړه پرته وه او ډنګره ، مرخوژكه او په ځان اخته به وه .
قدرت وګورئ چى په هم دغه شپه هغه بده خبره وسوه چى موږ نه غوښتل ، د تروركى پېرئ بيا رارسېدلئ وو چى زما تربوره نېكى بدبخت وليدئ چى زما همځولئ وو او هغه هم هغه وخت چى كله د ډوډئ وروسته تيندارى پورته كړئ چى ته ورسه چى هغه كوچنئ ورور خو به دى نه وى راكښېنستلئ چى ما كورته ويده ايله كړئ او اوس ژاړى خو به نه . بس څه وو چى څرنګه نېكئ دباندى كوڅې ته ووت ، نو دده له خلې د تروركى پېرئ په پسې سو ، سپينه رڼا سوه او دوه ګامه كوڅه ورته پنځه ميله سوه . دا څه ، اوس هغه منډى وهلې او په چيغو وو خو كوڅه وه چى ختمېده نه بلكه وار په وار اوږدېده . په داسى حال كښى پېرئ هم سم دم ور پسې وو او تل په نارو وو چى هلكه منډى مه وهه ، يو وار بيرته وګرځه او ګرانى شاه زادو ته ووايه چى زما يوه خبره خو واوره چى له تا سره مى ډېر ضرورى مجلس دئ ، ظالمى ظلم مه كوه . دارنګه چى نيكئ كورته ورسېدئ ، نو ئې دغسى د كور لوئ ور له دننه كونډۍ كړئ ، كه څه هم د كور د خروړى سپى له سوبه پېرئ دننه نه ورغئ او هغه خورا بد په غپا وو ، خو هلك تبى واخيستئ ، په كپ اخته وو ، وجود ئې له خولو ډك وو او دغسى په بستره ننوت ، كوم وهمونه چى پر خوار تېر سوى وو او بيا چى ده بيانول ، په هغه نو يو دئ خبر وو ، يو ئې زړه خبر وو او موږ اورېدونكو توبې كښلې . دا ډول څو شپې ناجوړه پروت وو او وېره وه چى له زړه ئې نه وتله ، هغه دا ناشوده هم وكړه چى پېرئ اوس خورا بوډا سوئ دئ او تكه سپينه اوږده ږيره او اوږدې څوڼى ئې وې . موږ كوشش كوئ چى تروركه نه كړو خبره ، خو هغه خبره سوه او بله ورځ چى د نېكى كره رش وو ، بيزو كوډګر ئې ورا غوښتئ وو چى و هرى خواته ئې سپېلنى دودول او د جادو منترونه ئې په زوره زوره وئيل ، نو تروركى د نېكى سر په غوځى كښى ايښئ وو ، له سرو سكروټو ډك چلم ورته پروت وو او په خپل خشمناكه ډډ ږغ كښى ئې دغه د كمال اعلان كوئ چى د پېرى دا خيال دئ چى زه به اوس بيا كورته وتښتېږم ، نه زما زو دغه ارمان به دى نه سى پوره ، تر هغو به بيرته كورته ولاړه نه سمه چى ستا دغه بد مخ مى د خاورو نه وى شومه كړئ ، البته كه ډېر زورور وو او وس مى نه رسېدئ ، نو له مجبورۍ به ئې مېړه كړم دغه ګمراه ، اوس نو دغه راپاته دى . بل كه رښتيا راڅخه اورۍ هسى هم كونډه ښځه يمه ، په زړه نرۍ يمه ، د نارينه ږغ خو ږغ ، ذكر ئې لا ښه راباندى لګى ، كېدئ سى چى زړه مى ورباندى راسى او تاسى ټولو لره نوئ نيكه ، نوئ خېښ درته پيدا كړم ، هغه هم يو جابړك نه بلكه مينه ناكه . د انا په دغه وينا زنانو پټ پټ خندل او مخونه ئې په پړونو كښى پټ وو . لكه چى دمخه مى ووئيل تروركى د مسخرو حس هم خورا درلودئ چى دغه خدائ وهلئ نېكئ بيا بل څه وائ او برناحقه مى زړه ځنى توروى چى بلا وهلئ عاشق اوس خورا زوړ سوئ دئ ، سپين وېښتان ، سپينه ږيره او كږه خوله ، وئ كه مى نكاح ورباندى واچوله ، نو په دغه وراسته به زما زړه څه ښه سى ، تر دغه مړى خو دغه كونډواله رالره ښه او بې دى ، دئ به نو څنګه په دغه كپېدلى خله وماته واى چى شاه زادو ، ګرانى شاه زادو خولګۍ خو را ، لږ و دغه بغله ته رانږدې سه او زړه ته مى در تېر كړه ، آځه زه خو به ئې ناز واخلم ، خو اخير زه هم ساه داره يمه ، زړه لرم بل وئيل كېږى هم دا چى كونډه په زړه نرۍ او له ارمانه ډكه وى ، نو دئ به په دې مات او وچ وجود زما څه ناز يوسى ، زړه دى ئې له خاورو ډك سى د بې لارى ، ناصالح او ګمراه ، مينه خو هم ځوانى غواړى ، مستى غواړى ، لېونتوب غواړى ، زور غواړى ، كوړپه خوله دى ئې له شګو ډكه سى ددغه وراسته ، وئ خو دئ وګره به وى ، بلكه بلا وهلئ به خيرن هم وى ، اله زما خو به خوا ورڅخه وګرځى له مردار خوره ، په دغه حال كښى د زنانو خندا نوره زياته سوه او له هرى يوې رنځور هېر سو ، نور خو پرېږدئ د نېكى غمجنى مور لا خندل او مخ ئې تك سور وو .
په هغه شپه بيا بله مېله وسوه ، تروركه او پېرئ سره مخامخ سول ، څنګه ، دا به هم دروښيم . دغه شپه د زېبو خوركۍ كره ډوډۍ وه او تر سحاره ټول خپلوان هلته وو ، ورېرو چى چېرى په خندا خندا تروركه تنګوله ، هلته دې د همېش په شان شكنځا هم ورته كولې چى بې غېرتو ستاسى له لاسه دغه وروست مست سو ، كه تاسى نران واست نو وختى به مو لا وژلئ وائ ، ګولۍ به مى تر زړه ورايستلى وائ بلكه څوكرلئ به مى واى ، خو نه ياست نران ، ددې وړ ياست چى د ښځو كالى او بنګړى مى دراغوستى وائ ، بهرحال زما لوړه هغه ده چى تر څو مى وژلئ نه وى ، له دغه كلى به نه سم ولاړه ، مېړه كوئ ئې په دې نه سم چى خپل مړ شاه زاده څښتن به بيا راڅخه خوابدئ وى ، هو دده دى جنت په نصيب سى ، زما په دغه ښين مخ به هم خوشحاله وو بلكه شكرونه به ئې كښل ، نو پېغور به راكوى چى مردارى مېړه ته دى شوق كېدئ نو خو په ځوانۍ كښى به دى كوئ چى ته هم د يوې مستى غوا په شان مسته وې او له دېواله به دى و يو نرخر ته لا پټ پټ كتل ، اوس څه مستى دراغله ، دغه تور د تبخى غوندى مخ دى له خاورو ډك سه ، پليتى له دغه خوار و زار نيكه تا څه غوښتل چى د هيڅ ښې نه دئ ، چونډكه لا نه سى درجګوئ ، برناحقه مزلمه په ګټې ، كه دى چېرى په خطا كښى هم په دغى طاقتورى غېږى كښى ونيوئ او لږ دى كښې كاږۍ ، نو ساه به ئې وخېزى ، لړمون به ئې خلې ته راسى او د زكندن په غوټو به اخته سى . په داسى حال كښى يو شيلى او شرارتى وراره ئې ناره كړه چى تروركى هغه خو ستا غمو او شوګيرو بوډا كړئ ، خو بهرحال هغه پېرئ دئ ، طاقت لرى ، بيرته به هم ځان ځوان كړى ، هم تا ، واه زموږ ترور به څنګه غوړه وى ، له پرستانه به موږ لره څه څه سوغاتونه رااستوى . اوس نو تروركى د هغه په خوا مخ كړئ او جامې ئې ځنى وايستلې چى زه به هم و هغه بې عقله ته ستا غوړه مور په لاس وركړم چى تر ما زياته ښائسته او حوره ده او موږ چى كله ورور مسكين ته غوښته ، نو په راوتلو بادامى سترګو او ګلابى مخ ئې شاه زاده ګان لا مين وو ، په هغو ارزانو وختونو كښى ئې مردار خور پلار يو لكھ ولور واخيستئ ، دده دى زهر سى ، د سود خور ، په قبر كښى دى ئې ماران او لړمان وخورى ، د لور غوښى ئې خوړې ، بې غېرت . بهرحال چى سحارګاه سوه نو ټول مېلمانه ولاړل ، په هغه وخت پېرئ او انا څرنګه سره مخامخ سول ، په دې لړ كښى بيا زيبو خوركۍ وئيل چى په داسى حال كښى چى څنګه انا له خونى دباندى ووته ، دغسى د شاتوت په درخته كښى سپينه رڼا سوه ، څه وينم چى په يو شاخ يو ښكلئ بوډا ناست دئ ، او تروركى ته په زاريو دئ چى شاه زادو ګرانى شاه زادو ، ژبى مى وېښتان درته وكړل ، ته خو نن راته غوږ سه او منت او زارۍ مى واوره چى زما په زړه كښى لا څه دى ، يو وار خو مى خوږمن زړه ته وګوره چى څنګه له ارمانو ډك دئ ، خو ظالمى ګرسره ئې په باك نه راولې ، بس څه وو چى ترور يو وار مرض ونيوه ، وكپېده ، په پيرى ئې دغسى په حوېلۍ كښى د پرتو ډبرو باران كړئ او هغه پوچ و رد ئې ورته پيل كړل چى ټول كور ورباندى راووتئ ، سړى سول ، كلاشنكوفونه سول ، لرګى سول ، نارى سوې ، خو پېرئ بيا ورك وو ، اوس انا سړو ته په خشم وه چى بې غېرتو يو كلاشنكوف به مى وختى وماته راكوئ چى دغه وروست مى سوروئ كړئ وائ چى دئ بيا څنګه ګرانى شاه زادو ته راتلئ او زړګئ ئې ورته لڅوئ ، دده زړه له شګو ډك سى ، ارمان دى ئې نه وخېزى ، د ګمراه ، ناصالح او سپين سترګى .
زه له پېرى يا پېرانانو نه وېرېږم ، اوس نه يم خبر چى دا د بې عقلۍ خبره ده كه د فخر ، سوب ئې دا دئ چى ما كله هم دغه نه دى اورېدلى چى يو پېرى دى بل پېرئ وژلئ وى ، دا ټول كارونه خو انسانان كوى ، رښتيا درته ووايم ما خو په ظلم يوازى انسانان ليدل ، پېرانان مى كله هم نه وو ليدلى ، البته پېرئ پخپل ځائ يوه وېره حتما وه او كوډګرانو او تعويزګرو په دې وېرى خورا ګټى كولې ، خو بس زما و زړه ته هغه وخت لا دا خبره ور تېره وه چى پېرئ د الله پاك يو مخلوق دئ بل هيڅ نه ، هسى خلګ بد ورته واى .
پر ما شاه زادو ترور ډېره ګرانه وه او ددغه بدبخت پېرى له سوبه خواره په دغى پيرۍ كښى د خلګو د خندا وه ، ځكه نو ما نه غوښت چى په داسى نېكى او خوش مزاجى انسانى دى څوك وګائېږى . رښتيا خبره دا وه چى زما پر هغې د چا پسخند نه وو پيرزو ، وماته زما زړه وئيل چى پېرئ لېونئ نه دئ ، په منځ كښى يو څه سته چى دده او د انا سرونه نه په خلاصېږى ، ځكه نو ما پخه هڅه وكړه چى د پېرى دغه لانجه به معلوموم او د ختمولو كوشش به ئې كوم .
راتلونكى شپه ډوډۍ د حقداد اكا كره وه چى د بابا يو بل موړ تربور وو ، د چرسو كاروبار ئې كوئ ، د روپو به تل ورباندى باران وو او هر كال به ئې يو حج حتما كوئ او د نېكۍ او راست ګوى نصيعت به ئې جلا كوئ ، بس نو هلته هم مېله وه او د خپلوانو يو بهير وو چى راغونډ وو .
ماخوستن چى څنګه ډوډۍ وخوړل سوه او د مېوو ډكى ټوكرۍ راوړل سوې ، نو ما د انا خوږ مجلس ايله كړى ، داسى پټ دباندى راووتلم چى كېدئ سى د نېكى په شان زما هم له پېرى سره ملاقات اوسى او كمال او اتفاق وګورئ چى د باندى په توره كوڅه كښى وسول هم دغسى . يودم داسى سو لكه سپينه رڼا چى سى او لمر راوخېزى چى خپل شاته مى وكتل نو يو ښكلئ خو درپدره بوډا ولاړ وو او ماته ئې زارۍ كولې چى ته ګرانه شاه زادو خو يو وار زما سره وګائيوه ، زه بالكل نه سوم وارخطا او په ډېرى دلاورۍ مى ورته ووئيل چى كاكو دغه ځائ ددې خبرو نه دئ ، دلته څوك راتلئ سى ، يو وار زموږ كره راځه ، هلته به پټ مجلس وكړو بل ولى چى څوك سته هم نه ، كه ته رښتيا غواړې چى زه ستا مرسته وكړم ، نو ښه به سر سره خلاص كړو . په داسى حال كښى مى څو وار په ځان لعنت هم وكړئ چى د ښادۍ انا دى سه ، ځان دى برناحقه په مصيبت كښى واچوئ ، كه چېرى پېرئ درته وخشمېدئ ، بيا به څه كوې ، خو توكل مى وكړئ او پېرى ته مى وئيل چى راځه .
اوس زه مخته او پېرئ راپسې سو . ماچى څرنګه په خپل كور كښى ګام كښېښوئ ، پېرئ سم پسى راننوت . ما په ډېرى دلاورۍ د كور لويه دروازه له دننى كونډۍ كړه چى بس دلته نو زه او دئ يوازى يو ، څوك به مى تنګوى نه . هغه هم سم دلاسه بلكه د سترګو په رپ كښى زموږ د سېبو په درخته وخوت او هلته په يو پنډ شاخ كښېنستئ ، دا څه ، اونه داسى تكه سپينه سوه لكه رڼا چى پكښى بله سى .
“ ته اخير څه ورته وئيل غواړې ؟ “ ما سم دم له پېرى پوښتنه وكړه ، كه څه هم ما له ځانه ډېر معتبر جوړ كړئ وو او خورا په تېك ږغ ګائيدم ، خو رښتيا خبره دا وه چى زړه مى جګ جګ غورځېدئ او داسى راته ايسېده چى بس دادئ اوس غوځارسوم او بېرانه سوم .
دغه مهال بوډا پېرى په خورا دړدېدلى ږغ راته ووئيل چى شاه زادو ګرسره زما خبره نه اورى ، څومره ظالمه ده .
“څنګه خبره ، بابكه ته خو سم حال ووايه ، هغه زړه ښځه ده او ته بس دا ورته وئيل غواړې چى زه په تا مين يم او له زمانو يم ، اكا دا خو د شرم خبره ده . بلكه له تا سره هم ښه نه اېسى . بد ورباندى اېسې ، خلګ درباندى خاندى ، نور نه خپل عمر ته وګوره او ستا دغه ګمراهى يو غېرت من هم نه زغمى .“
“ څه واې “ هغه له خندا تك ښين سو . “ زه او په شاه زادو مين كېدل ، دا څه واې ، نه نه ، داسى نه ده ، داسى ګرسره كېدئ نه سى ، دا هسى ستاسى بى ځايه خيال دئ “
“نو بيا څه دى . “ زه حېران پاته سوم .
پېرى سترګى پټى كړې او سړه ساه ئې وكښه چى زه به نو تاته اصله قيصه وكړم .
“ څنګه قيصه .“ ما په ډېر تجسس پوښتنه ځنى وكړه .
اوس د پېرى سترګى پټى وې ، اول ئې څه يادول او بيا په وينا سو “ كله چى زه ځوان وم ، نو مى له يوې ډېرى ښكلى ښاه پېرۍ سره مينه سوه ، دلربا ، هو هغه حسينه دلربا نومېده ، د خپل نامه په شان له ښائست ، مستۍ او دلبرۍ ډكه او خنده رويه داسى چى سترګى به ئې هر وخت له مسكا او ژونده ډكى وې ، يو وار زه او دا له كوه قافه په سېل را وتلى وو ، الوتلو ، د يو بل لاسونه مى نيولى وو او مينه مينه وو چى ستاسى د كلى په خوا راغلو ، دلربا ، دلربا وه ، ډېره راباندى ګرانه وه او ددې له سوبه ما د كوه قاف ښې ښې ښاپېريانى په خاطر كښى نه وې راوستى ، خو يوه خبره به درته وكړم چى ښځه مخلوق وى څه بې عقله كه هغه انسانه وى يا ښاپېرۍ او په تېره بيا ښائسته عالم ، دا څه ، كله چى موږ دلته د شاه زادو د پلار د كلا لوړ تېرېدلو ، چى هغه وخت دا ودسوى هم نه وه چى زما محبوبى د هغې په ګوته د يو عجبه قيمتى غمى ګوتمۍ وليده ، ګوتمۍ څه وه چى يو جنجال ئې راته جوړ كړئ ، بس لېونو راته په ضد سوه چى تر څو دى دا نه وى راوړى ، نه به كوه قاف ته راځې ، نه به زما ديدن كوې او تر هغه وخته به مى واده هم له تا سره ناروا وى ، ستا انتظار به كومه ، بس دغسى ئې زما لاس ايله كړئ او كوه قاف ته ولاړه ، واه زما ښائستې ، يوه ګوتمۍ او داسى لېونتوب ، تر اوسه ورته حېران يم ، هغه وخت دئ او دا نن دئ ، وطن مى پرې ايښئ دئ ، دلته نږدې د يو غره په څودى كښى اوسم او شاه زادو ته په زاريو يم ، خو دا داسى له عقله خلاصه ښځه ده چى ګرسره زما خبره اورى نه بلكه هغه ستاسى د پښتنو په چم څوك و داد ته لا نه پرېږدى چى بى بى زه په تا مين نه يم ، يوازى دى دغه ګوتمۍ غواړم .“
“ دا ګوتمۍ اوس هم ددې په ګوته ده .“ ما بيا په ډېرى څالاكۍ پوښتنه وكړه .
“بالكل ، دغه يوه ګوتمۍ خو دې ټينګه ساتلى ده ، په بخت ئې نيولى ده او په دغه خو زه تر اوسه په پسې يم . “
“ اوس به تا نه وى ورسره ليدلى . “ زه حېرانتيا وړئ وم او پوښتنى مى كولې .
“ نه نه هر وخت ئې وينم . “ هغه ووئيل .
“ نو چى دا كله ويده وى له ګوتى ئې ولى نه ځنى كاږې ، خو اخير پېرئ ئې ، دغه كار نو كوم ګران دئ .“
“ نه نه نه “ هغه وخندل“ موږ پېرانان ستاسى د انسانانو په شان غله نه يو بلكه په هر څه كښى د چا رضا غواړو ، دغه راښوول سوى دى او دغه ستاسى هغه انسانيت هم واى چى تاسى اوس هېر كړئ دئ ، بل په موږ كښى غلا ناروا ده . “
“ هلته ددې كلى ته ولى نه ورځې . “ ما يودم بله پوښتنه وكړه .
“ هلته به هم دا د اوس غوندى نارى وهى ، بې عقلى كله سر خلاصوئ ، وېرېږم نور كليوال به را خبر كړى زامن به ئې بدنامه سى ، كور به ئې نوم بدئ سى ، دا كور سپيرى خو په هيڅ كښى نه ده ، رښتيا درته وايم ، زما نوم بدى نه ده ورباندى پيرزو ، ولى چى ودې ته خدائ ښه زړه وركړئ دئ كه دلته ورته په انتظار يم ، نو مجبورى ده . “
زه په سبق كښى ډېر مزئ ومه ، هر كال به په ټولګى كښى لمړئ راتلمه او انا به زما په دې خوى هر چا ته زما مثال وركوئ چى رحمتو به پائ ډاكسټر سى . په دغه زه تر ټولو لمسيانو زيات ورباندى ګران وم چى كله به راغله يا به زه ددوئ كلى ته ورغلم ، نو نازولم به ئې ډېر او په سبق كښى به ئې د زياتى خوارۍ راته وئيل هم ، هر وار به ئې په زامنو زما دپاره يو ښكلئ او ګران بيه قلم له بازاره حتما راغوښتئ چى وماته به ئې په ډېره مينه را سوغات كړئ .
زما په ترور يقين وو چى ګوتمۍ به نه راڅخه ګرځوى او را به ئې كړى ، ځكه نو پېرى ته ما هلته د انتظار ووئيل او په خپله سم دم په ډېرى دلاورۍ ، بيرته د انا په لور ورغلم چى تروركى ما د سكول كتاب وايه ، ناڅاپه د ګوتميو د انځورونه سبق راغئ چى د غميو خويونو ئې پكښى بيان كړى وو ، ما ستا په ګوته يوه ګوتمۍ ليدلى ده ، زه ئې يو وار ګورم چى ستا د ګوتمۍ غمئ بيا څه خويونه لرى او دا ډول مى ګوتمۍ ځنى راوړه كنۍ بابا انا منح كړه چى مه ئې وركوه ، وركه به ئې كړى ، كوچنئ هلك دئ ، له شى سره پام نه كوى ، خو انا سترګى ورباندى سرې كرې چى كښېنه باغوانه ، دا يو پوه او لوستئ هلك دئ ، كه ئې وركه هم كړه ، دده بلا دى ئې واخلى ، زه بل مېړه خو نه كوم چى په بخت ئې نيسم ، بل په خپله خو دى له ځانه صحراى جوړ كړئ ، زما له لمسى هم داسى شئ جوړوې ، دئ به زموږ ډاكستر وى او كوټ پتلون به ئې اغوستئ وى ، د باچا پر تخت به ناست وى . بابا خوار له شرمه سر لاندى كړئ او څه ئې نه ووئيل ، خبر وو چى له انا سره ئې څوك نه سى سپينولئ .
ما هم دغسى ګوتمۍ ونيوه ، په ترپكو كورته راغلم او پېرى ته مى وركړه . هغه چى ګوتمۍ وليده نو يو وار وغوړېد ، سترګى ئې څو وار داسى ورپولې لكه يقين چى نه ورځى ، ډېر خوشحاله سو ، له ډېرى حېرانتيا به ئې يو وار ماته وكتل بيا ګوتمۍ ته ، دغسى ئې زه ښكل كړم چى واه بچيه قربان دى سم ، مولا دى خوشحاله ساته ، زما د مودو خوارى دى راختمه كړه ، ارمان دى را پوره كړئ ، ښاد و آباد و اوسې ، زما په خيال زما د سرګردانيو شپې ختمى سوې ، واه ، دلربا به څنګه خوشحاله سى ، كور ښادى ته به ګرسره يقين نه ورځى او له دې وئيلو سره سم هغه د سترګو په رپ كښى بيا ورك وو .
د هغه يودم وركېدو زه حېران كړم ، اول خو مى شاوخوا كتل چى پېرئ څه سو ، خو بيا مى وئيل چى پېرئ پېرئ وى ، بس ولاړئ ، په مخه دى ئې ښه سى ، ارمان ئې وخوت ، مراد ئې پوره سو ، د ګوتمۍ په لړ كښى به بيا پټ تروركى ته يوه پلمه وكړم ، هسى ئې هم زړه غټ دئ او هم ورباندى ګران يم . وماته هم خوب راتلئ ، ځكه د ويدېدو په نيت د خپلى خونى په خوا روان سوم ، دا څه لږ لا مخته نه وم تللئ چى كړپ سو ، زه حېران سوم چى دا بيا څوك دى ، ما چى مخ راوګرځوئ ، نو څه وينم چى پېرئ يو وار بيا تر درختى لاندى ولاړ دئ . دا څه هغه خورا غمزده وو او د مخ بڼه ئې بدله غوندى وه .
“ كاكو اوس بيا څنګه راغلې ، ګوتمۍ خو دلته په سرائ كښى نه سوه درڅخه ايله . “ ما په حېرانتيا پوښتنه ځنى وكړه او ور مخته سوم .
هغه تر ډېره و ماته په عجبو سترګو كتل ، خاموشه وو ، خو بيا ئې ووئيل .
“ زه چى كوه قاف ته ولاړم ، نو دلربا زما په انتظار كښى مړه سوى وه . “
“ مړه سوى وه . “ زما زړه درب وهل “ دا څه واې . “
“ هغه به نه مړېده .“ پېرى په غمجن زړه ووئيل “ خو مايوسيو وژلى وه ، شوګيرو سوځلى وه ، ولى چى هغې زما ډېر انتظار كړئ وو او زه ، زه ډېر ځنډېدلئ وم ، په رښتيا ځنډېدلئ وم ، نور هم نه ، پوره څلوېښت پنځوس كلونه په دې حال كښى تېر سوى وو او زما ، زما دپاره بې له هغې هغه ځائ بې كاره وو ، هر څه اور را لګوئ ، هر څه پرېدى وو هلته ، په يو چا مى زړه نه شريكېدئ ، بې له دلربا يوه بې خونده دنيا وه هلته چى زما د هيڅ ښې نه وه ، بيا ما وئيل چى دغه ګوتمۍ اوس زما د څه كار ، ولى ئې بيرته ور نه وړم ، نو ځكه راغلم چى درئې كړم چى شاه زادو ته ئې وركړې او كور ودانئ ئې وواې چى خوره تا برناحقه په خپل ورور شك كوئ ، ورور خو يوه معمولى ګوتمۍ غوښته ، ستا نوم بدى نه ، يو غېرت مند ورور څنګه د خور بده غواړى او بل اوس به مى ګرسره نه ووينې .“
اوس زه او بوډا پېرئ خاموشه ولاړ وو او يو بل ته مو په ډك زړه كتل .
“دلربا ، دلربا ظالمى دا تا څه وكړل ، څه انتظار خو به دئ كوئ ، لږ له حوصلې خو به دى كار اخيستئ .“ له دې سره سم پېرئ په ژړا سو .
دا څه ، پېرى داسى سګلۍ وهلې او داسى اوښكى ورباندى ايله وې چى زما سترګى لا ډكى سوې ، ما د پېرى و ماتم ته په حېرانتيا كتل او هغه په ډېرى بې دردۍ خپل سر ټكوئ چى درز سو او دغسى لاندى غوځار سو ، زه چى په منډه ورنږدې سوم ،نو هغه بيا مړ وو ، ما هر رنګه وشوروئ ، خو په هغه كښى ساه نه وه ، اوس و ماته په خپلو سترګو يقين نه راتلئ چى دا څه وسو ، خو بهرحال هر څه رښتيا وو ، پېرئ په حق رسېدلئ وو . په داسى حال كښى ناڅاپه له پېرى يوه خوشبوى راپورته سوه چى شاوخوا خوره سوه او زه ئې لېونئ او نشه غوندى كړم ، بس دا به وايم چى ماغزه ئې راوګرځول ، اوس زه په رښتيا وېرى واخيستم ، يوې خواته مړئ او بلى خواته ناولده خوشبوى ، دغه ټول څه دى ، مغزو مى كار نه كوئ ، دغسى مى د خونى په خوا منډه كړه ، د كيړكۍ له ښيښې چى مى ورته وكتل نو پېرئ هغسى تر اونى لاندى مړ پروت وو ، دا څه اوس رڼا هم ځنى راوته ما دغسى كليمې ووئېلې ، په ځان مى چو كړل او په بستره ننوتم ، خو خوب د كومه وو چى بابا دو كه سحار مړئ وليدئ ، نو څه قيامت به جوړ كړى ، خو خېر زه به ورته وايم چى زه څه وم په خبر ، ښه وسو ګوتمۍ خو مى بيرته ځنى واخيسته ، بهرحال خوب خوب وى ، واى بالښت نه غواړى ، دغسى بيا ويده سوئ وم او پر ځان نه وم خبر .
سحار وختى چى رڼا ښه خوره سوى وه ، په يو عجبه شور راپورته سوم ، پوه سوم چى د پېرى په مرګ خلګ خبر سوى دى ، و سرائ ته چى ورووتم ، نو څه وينم چى يو مخلوق دئ چى زموږ كور ځنى ډك دئ ، نارينه او زنانى دواړى دى ، يو څو هم نه دى په درزنو دى بلكه د بزګرانو ښځى لا هم راغلى دى ، دا څه ، هغه د بېګاه خوشبوى ده چى لا خوره ده او ټول ئې نشه كړى دى بلكه اوس خو نوره زياته په زور كښى ده او د هر چا د مخ ګنه بدله ده . اوس په دغو زنانو كښى شاه زادو هم زما تر نظره سوه چى په بل حال وه او نارى ئې وهلې چى دا به زه خپل كلى ته وړم ، په هر حال كښى به ئې وړم ، كه ئې نور وړى كه ئې نه وړى ، زه پوه سوم او و زړه ته مى يقين راغئ چى د شاه زادو په زړه د رحم باران اورېدلئ دئ او اوس پېرئ په خپل كلى كښى ښخوى . دا ډول مى خبره و زړه ته نوره تېره سوه چى دا خو ټول د پېرى په مړى خبر سوى او ورباندى راټول دى ، زه دغسى ورمخته سوم چى مړ پېرئ يو وار بيا ووينم ، زما په رښتيا خوار ډېر ارمان وو ، خو داسى ګڼ مخلوق وو چى ګرسره ئې زه مخته ايله كولم نه او په څنګليو ئې وهلم جلا ، زما كمزورئ وجود وو ، كله به مخته سوم خو كله شاته ، وېره هم راسره وه چى د چا تر پښو نه سم لاندى ، خو په يوې خوارۍ ، زاره تركۍ او زور ورمخته كېدلم او ځان ته مى ځائ جوړوئ ، اوس چى څنګه د مړى ځائ ته ورسېدم ، نو حېران پاته سوم ، څو واره مى خپلى سترګى وموږلې چى دا خوب خو نه دئ ، خو دا رښتيا وه ، مړئ خو هلته نه وو ، البته د سپينو ښائستو ګلابو يو غټ پټ بوټئ هلته په شپه شپه را ښين سوئ وو چى بې شمېره ګلان او پاڼى ئې له شبنمى څاڅكو ډكى وې او خوشبوى ئې په سړى د رښتيا لېونتوب كوئ .
پائ ستمبر كال دوه زره دولس