تاند – ځوان شاعر شاه نواز باقر د خپلې لومړۍ شعري ټولګې «د هوا سترګو کې شګې» په پنځولو سره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۱۳۹۶ کال غوره جایزه وګټله.
په یوه ستاینلیک کې چې د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست وزیر پوهاند محمد رسول باوري له خوا لاسلیک شوی، ښاغلي باقر ته د دغې جایزې د ګټلو مبارکي ویل شوې او د هېواد د فرهنګ او هنر د بډاینې لپاره یې ورته د خدمت او بریاوو هیله کړې ده.
ښاغلي باقر له تاند سره په خبرو کې وویل، چې «د هوا سترګو کې شګې» چې د هغه لومړنۍ شعري ټولګه ده د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې په جلال اباد کې د ختیځ خپرندویې ټولنې له خوا په ۲۵۰۰ ټوکو کې چاپ شوه، خو څه وخت وروسته د مینه والو د ډېرې غوښتنې له امله دویم ځل په ۳۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوه او پلان شته چې په نژدې راتلونکي کې په درېیم ځل چاپ شي.
باقر وایي چې د هغه دویمه شعري ټولګه چې «پنځم موسم» نومېږي به په نژدې راتلونکی کې چاپ شي.
ښاغلی باقر وایي، چې هغه ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په یاده جایزه کې د لومړۍ درجې په یوه ستاینلیک سربېره ۵۵۰۰ افغانۍ نغدې هم ورکول شوي دي.
شاه نواز باقر په ۱۹۹۴ کال کې زېږېدلی او اصلا د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې دا وخت د پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې ژوند کوي.
شاه نواز باقر چې دا وخت نژدې ۲۳ کاله عمر لري تر لسم ټولګي پورې زده کړې کړي خو وایي چې اقتصادي ستونزو یې تعلیمي بهیر ټکنی کړی، او که چارواکي ورته د لوړو زده کړو فرصت برابر کړي دی به یې په خوښۍ سره ومني.
——————–
د شاه نواز باقر یو غزل
څوك به راټولې کړي د دغې تعبيرونو شيشې
زما په سترګو کې شوې ماتې د خوبونو شيشې
مونـږه لا ندى پيژندلــى د لفظونـو قــدر
په اخبارونـو پاکــوو د دوکانـونـو شيشې
که په دې ښار کې چا په يو بل اعتماد کولى
ايښي به نه وى چا د کور په دېوالونو شيشې
اخر دي ولېــدل زمـا د اوازونــو کاڼــي
اخر مې ماتي کړې کنه ستا د غوږونو شيشې؟
ګردونه هم ترينه ويريږي، نه کيني ورباندې
دومره بدرنګې شوې د خلكو د مخونو شيشې
د خپل منزل مخ چرته وګورم هيڅ چل نه راځي
زما نه ورکې دي باقره! د خاپونو شيشې