د پښتو د اوسني شعر د خورا ډېر مشهور او ښه شاعر شاه نواز باقر دویمه شعري مجمومه چاپ او خپره شوه، دغه شعري مجموعه چې نوم یې (پنځم موسم) دی د یو سل دوه اویا صفحو په کچه له مجلدې وقایې سره په ننګرهار کې له کلاسیک خپرندويه ټولنې څخه چاپ شوی دی.

دښاغلي باقر د پنځم موسم له خپريدو سره په فیسبوک او سوشل میډیا کې د ده د شعر مینوالو دغه کتاب خوښ کړی او په اړه یې خوشبین دي چې د تېر په څېر به یې دا کتاب هم د دوی لپاره ډېر نه ويلي او ښایسته شاعرانه احساسات ولري،
په پنځم موسم د پېښور پوهنتون استاد او نقاد سمیع الدین ارمان خورا په زړه پورې سریزه لیکلې ، چې د باقر شعر یې د اوسني شعر توانه غږ ګڼلی دی.


د پښتو شعر مینوال او لوستونکي کولای شي، چې دغه کتاب د هېواد له بېلا بېلو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي

2 thoughts on “د شاه نواز باقر نوی کتاب پنځم موسم چاپ شو‎”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *