درنو هېوادوالو!

 له شاوخوا دريو کلو راهيسې په  ارزګان کې د حکيم شجاعي په مشرۍ  يو شمېر ملېشه ډلې، چې د حکومتي چارواکو د ځانګړيو کړيو له خوا يې ملاتړ کېږي، عام بېګناه کليوال وژني، پر کورونو يې تېري کوي، کورونو ته يې اور اچوي او څوک چې پر مخه ورځي وهي يې او څه چې په لاس ورځي د غنيمت مال په څير يې له ځان سره وړي. که څه هم پروسږکال د ارزګان  يو شمېر خلکو او قومي مشرانو دا موضوع تر ولسمشر او ولسي جرګې پورې راورسوله او د حکيم شجاعي په لاس يې د ۱۲۲ تنو بېګناه کليوالو د وژلو شواهد وړاندې کړل، خو حکومت د خلکو د اعتراض د مخنيوي لپاره په دوو اونيو کې د شجاعي د نيولو امر صادر کړ، خو ورسره يې د هغه د تېښتې خبر هم خپور کړ. کله چې د ارزګان د وخت والي هغه لاستړلی کابل ته راولېږه، د ولسمشر د دويم مرستيال تر فشار لاندې بېرته خوشې شو. په وروستيو ورځو کې د شجاعي وحشت بیا په جوش راغلی او د خاص ارزګان پر يو شمېر کلو يې د وژنو، لوټ او تالان امر ورکړی دی. د شجاعي حرفه يي جلادانو د خلکو کورونو ته اور واچاوه او هر څوک چې په مخه ورغلل هغوی يې ووهل، وټکول او ووژل. يو ځل بيا هماغه پخوانۍ ډرامه تکرارېږٍي، د شجاعي د نيولو امر ورکول کېږي خو ورسره د ده د تېښتې خبر هم خپرېږي.

د ارزګان مخوراو د پېښې قربانيان د يو شمېر مدني بنسټونو او ټولنيزو سازمانانو په متلتيا غواړي د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې د شجاعي له جنايتونو پرده پورته کړي او په همدې اړه د ژونديو شاهدانو تر څنګ د پېښې انځورونه او ويډيوګانې هم وړاندې کړي.

له ټولو درنو هېوادوالو، قومي شوراګانو، مدني بسنټونو او ټولنیزو سازمانونو څخه هيله کېږي چې د خپلو بېګناه هېوادوالو ننګه وکړي، د هغوی پر ټپونو پټۍ کېږدي  او د شجاعي او د هغه د ملاتړو چارواکو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.

راځئ نور د جلادانو او جنګي جنايتکارانو مخه ونيسو، که نه د وحشت دغه استازي به ډېر زر زموږ تر کليو او کورونو هم راورسېږي.

د غونډې ځای: زرنګار پارک – کابل ښار

د غونډې وخت: دوشنبه ( د وږې ۴)، د سهار ۹:۳۰ بجې

د  اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲

د مدني بنسټونو او ټولنيز سازمانونو

ګډه کمېټه

4 thoughts on “د شجاعي د جنايتونو پر وړاندې د غبرګون خبرتيا”
  1. السلام علیکم ورحمت الله وبر کا ته / محتر مو مسلمانو هیواد والو دا دجمهور ریس یو نا روا سیا ست دی چی ده جناب چیرت لوستلی دی دا۰۰۰ دا دافغان حکومت یوه فا لیسی ده چی فر مخ یی بیایی چی فشتون فر فشتون وزوروی او فشتون فه هزاره۰۰۰ دروزګان فه شکل مساله دمیدان شار دنرخ والسوالی کی روانه دی ۰دنرخ والسوالی یو تعداد ار بکیان چی حزب اسلامی فوری زان منسو بوی او فت ملاتړ یی حکومت کوی فه لسګونه خلک زوروی وهی یی تړی ییی او فیسی ورسخه اخلی۰ دغه اربکی قم مندان چی شا مار یی فه زان تخلص ایشی بیګا یی دولتی فو ستو کی وی او سبا یی لاری ته را کوزیږی او خلق لو توی دولت ورسره همکاری کوی او هیس نه ورته وایی یو زل یی ونیوه او بیا یی سفورت کړ فعلا قضیه دروز ګان فه شکل روانه دی ۰ موږ له دولتی \چار واکو هیله لرو چی دنرخ دوالسوالی امنیت ته تو جو وکړی او دعوامو خلقو دابرو او عزت غم وخوری۰ شاغلی حکمتیار مخکی زرداد لرود او فعلا شامار لری والسلام

  2. السلام علیکم ورحمت الله وبر کا ته / محتر مو مسلمانو هیواد والو دا دجمهور ریس یو نا روا سیا ست دی چی ده جناب چیرته لوستلی دی دا دافغان حکومت یوه فا لیسی ده چی فر مخ یی بیایی چی فشتون فر فشتون وزوروی او فشتون فه هزاره۰۰۰ دروزګان فه شکل مساله دمیدان شار فه نرخ والسوالی کی روانه دی ۰دنرخ د والسوالی یو تعداد ار بکیان چی حزب اسلامی فوری زان منسو بوی او فت ملاتړ یی حکومت کوی فه لسګونه خلک زوروی وهی یی تړی ییی او فیسی ورسخه اخلی۰ دغه اربکی قو مندان چی شا مار یی فه زان تخلص ایشی بیګا یی دولتی فو ستو کی وی او سبا یی لاری ته را کوزیږی او خلق لو توی دولت ورسره همکاری کوی او هیس ورته وایی نه / یو زل یی ونیوه او بیا یی سفورت کړ فعلا قضیه دروز ګان فه شکل روانه دی ۰ موږ له دولتی \چار واکو هیله لرو چی دنرخ دوالسوالی امنیت ته تو جو وکړی او دعوامو خلقو دابرو او عزت غم وخوری۰ شاغلی حکمتیار مخکی زرداد لرود او فعلا شامار لری والسلام

  3. مظاهری ته هیڅ ضرورت نشته ولی چی نه ځوک غوږ درته نیسی او نه یی څوک اوری دا مسا له یواځی اویواځی باید طالبان حل کړی پښتانه ددوی په سر برباد شول او بیا ددوی په پښتنی سیمه کی ناتار جوړ ده او دوی لمر ته خپلی څڼی غوړوی . طالبه تاته وایم په ارګ ور ننوتی شی او پر یوه غله او ډاکو نشی ورتلای او که د ایران پیسو دی سترکی در پټی کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *