نجیب الله علیزی

و مو ویل چي اکثرا تروریستي حملې د سياسي موخو او د سياسي قدرت د په لاسته راوړولو په خاطر کېږي خو بعضي وختونه سياسي انګېزه نه بلکي شخصي انګیزې هم لري لکه انتقام ګیرئ، د توجو د جلبولو په منظوراو یا هم د پیسو د لاسته راوړلو په وجه تر سره کېږي، ډېری قتلونه، الوتکه تښتونه، د خلکو تښتونه د شخصي ګټو پر محور څرخي. د بېلګي په توګه د رونالډ ریګن د وژولو ناکامه هڅه زموږ د موضوع د لاپیاوړي کولو لپاره زموږ سره کمک کوي تر څو پوه سوو چي داسي کړني تروریستي انګیزې نه لري ښاغلى ریګن د خپل موټر په لور روان وو چي یو ۲۵ کلن ځوان د هینکلی (Hinckley) په نامه په کال ۱۹۸۱ کي د مارچ پر دېرشم تاریخ باندي پر رېګن ډزي وکړې، خو چا ته کوم زیان ونه رسېدى.

نوموړى اصلا په یو نوع ناروغۍ مبتلا وو د ده د جرم انګېزه د ځا ن د مطرح کولو لپاره وه او نوموړی د یوه امریکایي سينمايي فلم څخه تقلید وکړ کله کله افراد یا هم سخت دریځه ډلي د فلمونو او ډرامو د کيسو څخه هم زده کړي کوي او بیا هغه په عملي ډګر کي پیاده کوي مثلاً طالبانو په کندهار کي د اپریل پر ۲۵ د ۲۰۱۱ کال د دوشنبې په سهار پس له ۵ میاشتو څخه تر مځکي لاندي د محبس تر یوې کوټې پوري تونل سوری کړ او تقریبا (۴۵۷ ؟ ۴۸۰) کسه طالب زندانیان په تېښته بریالي سول پوره درې کا له وروسته ۱۲ تنه طالبان د همدې لوی محبس څخه د دوه زره څورلسم کال د مارچ پر دوهم تاریخ باندي د یوه جعلي جوړ سوی ليست په واسطه وتښتېدله دا ټول ماسټر ماینډ کارونه ئې د یو امریکايي سریال (فرار از زندان prison break) څخه زده کړی وه دا سریال د لومړی ځل لپاره په امریکا کي د ۲۰۰۵ کا ل نه تر ۲۰۰۹ کال پوري د Fox چينل څخه خپرېدى او په افغانستان کي د خصوصي ټلوېزنو له لاری د ژباړي په بڼه نشرېدى.

ښاغلی هینکلي هم د Taxi Driver د فلم د کيسې څخه چي دا فلم په کال ۱۹۷۶ کي Relase سو د کيسې څخه په تقليد لومړى کوشش کړی و چي جیمی کارتر[1] ووژني خو هیڅ کله هم بریالی نه سو، په دغه وخت کي نوموړی نولس کلن و او په پوهنتون کي و، نوموړى پر يوې انجلی مین وو هغې د نوموړي غوښتنو ته مثبت جواب ور نه کړ ځکه نو نوموړي وغوښتل چي داسي څه وکړي چي په Media کي مطرح سي. داسي انګیزې تنها په ریګن پوري نه محدودېږي بلکي ډېر داسي نور واقعات سوي د یوې بلی بېلګي په توګه ښاغلی جان اسچرانک په کا ل ۱۹۱۲ کي پر روزولت باندي حمله وکړل او هغه ئې زخمی کړي همدارنګه زانګارا دفرانکلین روزولټ دقتل هوډ کړی و، په صراحت سره ویلای سوچي موږ داسي حملو ته تروريستي حملې نه سو ویلاي بلکي دا یو شخصي هڅي وي.

[1] : د امریکا پخوانی  جهموررئيس و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *