تاند- په امریکا کې چارواکي وايي چې د شربت ګلې د مشهور عکس په شمول د فلادیلفیا د هنر له ګالرۍ څخه په لسګونو هنري اثار غلا شوي دي.

په ایکسټن ښار کې د سټیف مک کوري له نندارتونه (ستودیو) د څه باندې ۶ نیم لکه ډالرو په ارزښت عکسونه، انځورونه او کتابونه علا شوي دي.

څارنوالانو د ګالرۍ د خرڅلاو منېجره یا مدیره په غلا تورنه کړې ده.

امریکايي رسنیو د دغو اثارو په سر کې د شربت ګلې عکس یاد کړی چې نړیوال شهرت لري او په اتیامیه لسیزه کې د نشنل جیوګرافي په پښتۍ چاپ شوی و.

څارنوالان وايي چې د ګالرۍ ۳۲ کلنه مدیره (بریو دي سټیفانو)، چې د یورک اوسېدونکې ده د غلا پلان جوړوونکې ده.

دوی دا هم وايي چې سټیفانو د مک کوري په لسګونو کتابونه انلاین پلورلي دي.

نوموړې د سې شنبې په ورځ /نن/ په ضمانت خوشي شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *