له نن ۳۹ کاله وړاندي په (۱۹۷۹) کال کې د کمونیزم لمن افغاني خاورې ته وغځیدله او جګړه پیل شوه.
دې جګړۍ په افغانستان کې لس کاله دوام وکړ، چې وروسته د امریکا په مدیریت له افغانانو څخه د جګړۍ د ابزار په توګه کار واخیستل شو ، شوروي ماتي وخوړله او له افغانستانه ووت.
شوروي اتحاد، چې له غرب سره د ډغرو وهلو او په نړۍ کې د یو ستر قدرت پاتي کیدلو په نیت غوښتل، چې د افغانستان له لارې تودو اوبو ته ځان ورسوي، نو دا له یو خوا امریکایانو ته د زغملو وړ نه و او له بلي خوا ورته د ویتنام د جګړې د بدل اخیستلو ښه فرصت په لاس ورغلی و، چې د افغانانو له ناپوهي نه په استفادې شوروي اتحاد ته ماتي ورکړي.
دا جګړه، چې په اصل کې امریکایانو مخ ته وړه، هدف يې له شوروي اتحاد څخه د ویتنام د جګړۍ بدل اخیستل او خپله د یو ستر قدرت پاتي کیدلو هیله وه، چې همداسي وشول او په منځ کې يې افغانان د دوه سترو قدرتونو د سیالۍ قرباني شول.
دا جګړه د افغانانو لپاره د بدبختیو او افغانستان ورانولو یو پیل و، د همدې پردۍ جګړې له لاسه نن هم افغانان د پردیو د ګټو قرباني دي، تر اوسه لا هم هره ورځ د غم په ټغر ناست وي او د همدې جګړې برکت و چې امریکا يې په یو نړیوال قوت بدله کړه.
د دې جګړې له لاسه په میلیونونو افغانان ووژل شول، په لسګونو میلیونه ټپیان او بې کوره شول، په علمي او فکري لحاظ سلګونه کاله وروسته پاتي شو، اقتصاد مو دړې وړې شو، سیاست او عزت مو په ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول په ایران او پاکستان کې لیلام شو، پنځه سوه زره کسیزه په ټانګ، توپ او طیاره سمبال سل کلنه اردو مو دړې وړې شوه لنډه دا چې خپل جنت وطن مو په دوزخ او د افراطیت په مرکز بدل شو.
د دې جګړې او د هغه نامه له برکته، چې افغانان غیرتي خلګ دي، نن د یوې پشۍ چاپ ګولۍ جوړولو ظرفیت هم نه لرو او مجبور یو، چې د پاکستان نه يې واخلو او علاج ورباندي وکړو.
لا تر اوس هم د تاریخي حماقت دغه دور بدل شوی نه دی، تر اوس هم موږ سړي شوي نه یو، اوس هم لا د نورو لپاره قرباني ورکو، تر اوس مو هم لا ځان نه دي پیژندلی او په پردي خیرات کې سپي په ډبرو ولو.
نن هم لا ډېر افغانان دغه ورځ په ډېر ویاړ یادوي، اوس هم لا د جهاد او بریا خبري کوي، د دې پر ځای، چې خفه شي او په تېرو کړنو خواشني څرګنده کړي، د بریا نارې وهي او تېري کارنامې یادوي.
دا ورځ افغانانو ته د فکر او خفګان ورځ ده، ډېر بې فکره انسانان به وي، چې د نورو د ګټو لپاره په قرباني او تباهي به خوشحاله کیږي.
تر اوس مو خلګ په انسانانو کې نه شمیري، د نړۍ تر ټولو لوی خیرات خواره موږ یو، له ډوډۍ نیولي تر د ژیري جوړولو بار مصرف ماشین پوري مو له نوري نړۍ څخه دي، خو بیا يې هم په ځان نه راوړو او فکر نه کوو، همدې نړۍ موږ دې حال ته ورسولو او اوس مو د ترهګرو په نوم یادوي.
لنډه دا، چې که هر څومره خبري پرې وشي بیا هم کمي دي، اوس تاسو وویاست، چې دا ورځ د نمانځلو ده اوکه د شرم.
د هرې بلې لیکنې په شان به لوستونکې د دې لیکنې له ځینو یا ټولو برخو سره د نظر یووالی ونه لري خو په لوستلو ارزي. د شوروي اتحاد د پوځیانو په وتلو د افغانانو لوی اکثریت خوښ دی خو په دې کې شک نشته چې د جګړې د عواقبو په اړه ډېر خلک ملاحظه لري.
تاند
له بارانه جګ شولو او له ناوې لاندې کښیناستلو.
د یوې ټولنې لویه سرمایه اوهستي انسانان دی چې په خواشينۍ سره هره ورځ په دواړو خواوو کې په سلګونو پښتانه بیګناه وژل کیږی. ځوانان یا له هیواده د باندې مهاجر کېږی، یوه برخه یې د پوډرو ښکار ګرځي او یا هم د مغز مینځلو نه وروسته ځانمرګي روزل کيږي . پړ هم زه او مړ هم زه .