د پکتیکا ولایت د شرنې – انګورادې سړک چې ۷ متره عرض او ۵۰ کیلومتره طول لري د پکتیکا ولایت له مرکز شرنې نه پيل بیا تر انګوراده د پاکستان تر پولې رسېږي.

دغه سړک له دوه لایه اسفالت سره دی چې په ټوله کې ۱۰ متره دي خو دوه، یونیم متري اړخونو هم لري د دغې پروژې لګښت چې ۲۵ میلیونه ډالره دی د آسیا پراختیايي بانک له لوري ور کول کېږي .

د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ د دغه سړک رغول یو مهم ګام وباله او زیاته ئې کړه ګټونکی شرکت اړ دی چې دغه پروژه په ستندرد ډول او پرته له کومې نیمګړتیا نه د دوو کلو په اوږدو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته ئې و سپاري.

د فواید عامې وزیر د دغه ولایت له اوسېدونکو او امنیتي چارواکو نه وغوښتل چې د یادې پروژې د پشپړولو په برخه کې دې پوره همکاري وکړي.

نوموړي له ګټونکي شرکت نه وغوښتل چې د یاد سړک په رغولو کې دې ناغېړي نه کوي او دوي ته به هیڅ ډول عضر د منلو وړ نه وي.

ورته مهال د پکتیکا والي د دغه سړک د لوړ کیفیت او د نظارت په برخه کې ورته د جدي پاملرنې ژمنه وکړه او زیاته ئې کړه چې په دغه برخه کې به د هر ډول فساد مخه نیسي.

د دغه سړک د رغولو چارې د افغان – ترک ګډ شرکت په غاړه دي او کوریايي دانګ ایل شرکت به د یادې پروژې نظارت په غاړه ولري.

One thought on “د شرنې – انګوراده سړک ۲۵ ملیون ډالرو په لګښت جوړېږي”
  1. ښاغلوماخو دتلویزیون په خبرونوکی د ۵۲ ملیونو ډالرو خبره واوریده، نه پوهیږم چه تاسی تیروتنه کړیده اوکه تلویزیون، دمهربانی له مخی په خپلو لیکنو کی دقیق اوسی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *