لیکنه: دکتور یوسف قرضاوي

تلخیص او ترتیب: م.خ. ملکزی

سرچینه: د (کیف نتعاملُ مع القرآن) له کتاب څخه (1)

اسلام دښمنه ځواکونه او مُستشرقین تل دا هڅه کوي؛ تر څو اوبه خړي کړي؛ او د قرآن پر ضد د مسلمانانو په زړونو کې شبهات او شکوک رامنځ ته کړي؛ دلته په لاندې څو کرښو کې به د اسلامي شریعت په اړه د دوی د شبهاتو څخه د یوې شبهه یادونه وکړو. له دوی څخه ځینې داسې وايي: د اسلامي شریعت کلمه ولې په ټول قرآن کریم کې یوازې او یوازې یو ځل ذکر شوې ده؛  آیا دا د دې معنا نلري چې قُرآن کریم اسلامي شریعت ته هېڅ توجه نه ده کړی؟

د پورتنۍ شبهې ځواب: 

استاد  یوسف قرضاوي صاحب په دې اړه وايي: په قرآن کریم کې د شریعت کلمه یواځې یو ځل ذکر شوې ده؛ لکه چې لوی څښتن تعالی فرمائي: [ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ] (د جاثیې سورت 18  آیت).

ژباړه: او (اۍ محمده ــ ــ) ته مونږ داسې وګرځولی، چې د دین لاره مو (در ته خورا) څرګنده کړې ده؛ نو ته د همدې شریعت پیروي کوه؛ او د هغو جاهلانو چې دوی (په اسلامي شریعت) نه پوهېږي (او حق نه پېژني) پیروي مه کوه. 

خو په ټول قرآن کریم کې د شریعت د کلمې د یو ځل یادولو څخه هېڅکله هم مقصد او مُراد دا نشي کېدلی چې: قُرآن کریم اسلامي شریعت ته هېڅ توجه نه ده کړی؛ که  حقیقت داسې وي؛ لکه څرنګه چې دغه مُستشرقین یې په اړه دعوا کوي؛ نو بیا خو مونږ باید دا هم ومنو چې: قُرآن کریم اسلامي عقیدې ته هم هېڅ توجه نه ده کړی؛ ځکه چې د عقیدې کلمه هم د قرآن کریم په هېڅ سورت او هېڅ یو آیت کې نه ده ذکر شوی. که داسې وي؛ نو مونږ باید دا هم ومنو چې: قُرآن کریم اخلاقو ته هم هېڅ توجه نه ده کړی؛ ځکه چې: د اخلاقو کلمه هم په ټول قرآن کریم کې یوازې او یوازې یو ځل ذکر  شوې ده؛ لکه:[وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ] (د قلم سورت 4  آیت). 

ژباړه: او ته (اۍ پیغمبره !) د لوړو اخلاقو څښتن یې. (په هغه څه باندې امر کوی چې قرآن یې درته امر کوي؛ او له هغه څه څخه ځان ساتې چې قرآن کریم ترېنه تا منع کوي). اصلي خبره داده چې: د شریعت کلمه په اصل کې د پوهنتون د یو مضمون حیثیت لری؛ او طبیعي خبره ده چې: د پوهنتون هر مضمون مختلف موضوعات او درسي مُفردات لري؛ نو شریعت هم د یو مضمون په څېر حېثیت لري چې یو مشخص نوم لري؛  مګر همدا مضمون بیا ډېر موضوعات او عناوین لري چې د هغه د موضوعاتو څخه څو څو ځلې په صنف او درسي ساعتونو کې یادونه کېږي ؛ نو په قرآن کریم کې د شریعت کلمه هم همداسې یو مثال لري؛ مثلاً: که ځیر شوي یاست؛ نو تاسې ته به هم جوته شوي وي  چې په قُرآن کریم کې د ایمان خبره په لسګونو ځل تکراره شوې ده؛ لکه: د [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواآیت ؛ او دا ځکه چې د شریعت د مهمو موضوعاتو څخه یو هم د ایمان موضوع ده؛ او د زیات اهمیت له کبله په قرآن کریم کې د ایمان کلمه 254 ځلې او د (یا أیها الذین آمنوا) جمله له 90 )نوي ځلې) نه زیاته ذکر شوې ده. حضرت عبدالله بن مسعود ــ رضي الله عنه ــ به ویل: کله چې ته د الله تعالی دې وینا ته غوږ نیسې چې درته وايي : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوانو ښه غوږ ورته ونیسه، ځکه چې یا خو به په دې خبره کې خیر پروت وي؛ چې الله تعالی ــ ــ به پرې تاته امر کوي؛ او یا خو به په دې خبره کې شر وي؛ چې تاته به وايي: (اۍ مؤمنه) ځان ترېنه وساته.  

که څه هم چې له یو لوري څخه په قرآن کریم کې د اخلاقو کلمه یوازې یو ځل ذکر شوې ده؛ خو بل لوري ته بیا اخلاقي موضوعات په ټول قرآن کریم کې خورا زیات موندل کېږي؛ د بېلګې په ډول: تقوی، حیاء، د الله تعالی په نعمتونو باندې شکر، د الهي آزمېښتونو پر وړاندې صبر، صدق او رښتینولي، عدل، تواضع، عدل او د مور او پلار سره نیکي،  د ګاونډیانو سره ښه چلند، د مشرانو درناوې، یتیم پالنه، د الله تعالی په کتاب او دین باندې غیرت کول؛ په ټولنیز ژوند کې له خلکو سره په ترسره شوو ژمنو باندې وفاء کول، له تواضع اوزغم څخه کار اخستل… دا ټول هغه اخلاقي موضوعات دي چې د قرآن کريم په لسګونو آیتونو کې ورته اشاره شوې ده.

 د اوسني عصر پېښو حتی غربیانو ته هم دا ثابته  کړې ده چې: په ټولو قرآني حکمونو کې د بندګانو لپاره خېر او بې شمېره ښېګڼې پرتې دي؛ او قرآن کریم په حقیقت کې غواړي چې: مسلمانان له شر او مفاسدو څخه خوندي وساتي؛ د مثال په توګه: اسلام د مېرمنې او د خاوند په اړه چې کله یې تر منځ اړېکې خورا ترېنګلې او خرابې شي؛ او وِفاق (پخلاینه) او مُصالحه یې تر منځ نوره امکان ونلري؛ نو طلاق یې د دوی لپاره د حل د وروستۍ او آخرینۍ لارې په توګه  تجویز کړی دی. 

 خو په غرب کې د طلاق سیستم او نظام اصلاً شتون نلري؛ ځکه چې د مسیحیت دین په خپلو پیروانو باندې طلاق حرام ګرځولی دی؛ نو له همدې کبله مسیحیان دې ته اړ شول تر څو له خپل دین څخه ووځي؛ او طلاق ځان ته روا وګرځوي. اوس تاسې ووایاست: که اسلام هم د مسیحیت په څېر په مسلمانانو باندې طلاق  مُطلقاً حرام ګرځولی وای؛ نو آیا مسلمانانو ته به طلاق زیات تاوان درلودلی؛ او که له دین څخه د دوی مرتد کېدل؟ 

همداراز تعدد زوجات (له څو مېرمنو سره ودونه) بل هغه حقیقت دی چې په غربي قانون کې  مُطلقاً ناروا ګرځول شوی دی؛ خو په عملي ډګر کې بیا وینو چې: په غرب کې یو نارینه له څو مېرمنو سره پټې یارانې پالي؛ او نامشروعې اړیکې ورسره تر سره کوي؛ دومره زیاتې ناوړه اړیکي چې نه پکې اخلاقي معیارونه په پام کې نیول کېږي؛ نه یې هم د مېرمنو شمېر معلوم وي؛  او نه یې هم خاوند په راتلونکي کې د مُقاربت په نیتجه کې د اولاد او د مېرمنې د نفقې او پالنې مسؤلیت په خپله غاړه اخلي.  

اسلام زنا حرامه ګرځولی ده؛  تر څو مسلمانان د ایډز په مُهلک رنځ ککړ نشي؛ او تر څو ښځې او خاوند ته په ټولنه کې د زناکار په ځای د توقیر او درناوي القاب وکارول شي؛ خو  بل لوري ته یې مسلمانانو ته له یوې او حتې له څلورو مېرمنو سره په قانوني ډول واده کول، روا ګرځولی دی؛ تر څو خاوند او مېرمن دواړه په عفت کې ژوند سره تېر کړي؛ خو په غرب کې په دې اړه د بې بندوبارۍ له کبله غربیان د ایډز په مهلک رنځ اخته شوي دي؛ او دا د غربي تمدن لپاره هغه ستر خطر دی چې کولی  شي ډېر ژر دا وحشي ټولنه له هلاکت او ویجاړۍ سره مخامخ کړي. 

همداراز اسلام رِبا (سُود) حرام ګرځولی دی؛ او په اقتصادي ډګر کې پخپله غربیانو هم دا حقیقت درک کړی دی چې: سود د غربي ټولنې لپاره یو ستر خطر او حتی په نړیواله کچه د زیاتو ټولنیزو ناخوالو د رامنځ ته کېدلو بنسټيز لامل دی. 

سربېره پر دې اسلام شراب حرام ګرځولي دي؛ او دا کار یې د شیطاني لومو څخه ګڼلې دی چې شیطان یې د ځینو لپاره ښائسته ښکاره کوي؛ او قرآن کریم یې په اړه داسې ویلي دي: (رِجْسٌ مِنْ عَملِ الشَّیطانِ)؛ خو په غرب کې د همدې شیطاني چټلۍ له کبله چې هلته یې ترویج موندلی دی؛ او خلک یې په څکلو باندې روږدي شوي دي؛ مونږ وینو چې: څومره اخلاقي مفاسد، بدني خسارات ، اخلاقي، ټولنیز؛ او اقتصادي خسارات رامنځ ته کړاي شوي دي، چې یوازې  له یو الله تعالی څخه پرته یې بل څوک په اړه کره او دقیق معلومات هم نه لري.   

پای

1398 __ 08 __ 14 هـ ش

کابل ــ افغانستان

_________________________________

(1):  سرچینه: د (کیف نتعاملُ مع القرآن) له کتاب څخه  / له 53  مخ څخه تر 57 پورې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *