لیکوال : محمدالله تبسم
کابل کې د ځاځیو ځوانانو د مدني ټولنې او میدیوتیک مرکز لخوا د شعرستان چې د ملګري ډاکټر احسان الله درمل لیکلي اثر دی. او د شعر لپاره په قواعدو او چوکاټونو او نورو اړینو موضوعاتو باندې یې لیکل کړي دي د دې کتاب د مخکتنې غونډه جوړه شوې وه. چې د خوش قسمتۍ له وجې ما هم هلته ګډون وکړ. او د ډیرو نوو خبرو د اوریدو زمینه راته برابره شوه. زه به اول خپل نظر وړاندې کړم او بیا به هلته د ویناوالو خبرې راواخلم او خپل نظر به پرې ولیکم.
یوه یادونه باید وکړم چې له ما نه هم غوښتنه وشوه چې خبرې وکړم خو د نورو ملګرو خبرې مې چې واوریدې له ما خپلې خبرې ورکې شوې .
یو مسلمه خبره ده چې کورونه کلي شي، کلي ولسوالۍ شي. ولسوالۍ ولایت شي. ولایتونه هیواد شي. او بالاخره هیوادونه نړۍ شي. همداسې انسان هم دی. یو وخت وي چې د کور تر حده محدود وي. بیا یو وخت شي چې د کلي تر حده. بیا تر ولسوالۍ بیا تر ولایته بیا تر هیواده او ان تر دې چې یو وخت نړیوال شي. په دغو ټولو مراتبو او حالاتو کې انسان د یوه سفیر دنده مخته وړي. یو وخت د کور او د کلي تر منځ سفیر وي. بیا د کلي او ولسوالۍ. بیا د ولسوالۍ او د ولایت او همداسې د ولایت او هیواد او بیا د هیواد او نړۍ تر منځ د سفارت دنده پر مخ وړي. خو دا سفارت په دغو ټولو حالاتو کې هغه دده د ټاکلي کاري دایرې سفارت وي. زه ډاکټر صیب درمل سره ډیر ځله ناست یم. او تر منځ مو په ډیرو موضوعاتو خبرې شوي. او دا په زغرده ویلای شم چې ډاکټر اوس د نړیوال فکر انسان دی. له هغو ابتدایي حدوداتو نه راوتی دی. او د هیواد او نړۍ د سفارت فکر ورسره دی او په دې مرحله کې کار کوي او طمعه ترې هم همدا شي. ډاکټر صیب د طب تر څنګ ادیب هم دی. او په پښتو ادب کې یې هم ډیر کار دی. او زه یې ددې ډیر کار وجه همدا بولم چې ډاکټر صیب ادب د مسلک نه بلکې د یو شوق په توګه چې خپله یې هم د شعرستان په اولو صفحو کې په دې اړه لیکل کړي دي کاروي. او په شوق کې طبعي خبره ده چې له مسلکه زیات کار کیږي. ځکه شوق سره د جذبې په مټ پالل کیږي او مسلک د عقل له مخې. د ډاکټر صیب شعرستان چې چاپ شو نو د ډاکټر صیب دفتر ته ورغلی وم چې هلته یې راته ډالۍ کړ. رښتیا هم ورته خوشحاله شوم. ځکه د پښتو تر حده لوی کتاب وو. او ډیر څه مې په کې چې د ډاکټر صیب خپل نظر وو. ولوستل او د منلو وړ او خوندور نظریات وو.
اوس د مخکتنې د غونډې د ویناوالو اغه ماته مهمې خبرې راخلم او ورباندې خپل نظر لیکم.
۱: استاد اجمل ښکلی. استاد اجمل ښکلی د شعرستان په مخکتنه کې لومړې ویناوال وو. او په عمومي ډول یې د بدیع د علم له زړو قواعدو نه د راوتلو لپاره یوه نوې لارې او نظر ته اړتیا باندې خبرې وکړې او بیا یې وویل چې شعرستان تقریبا دغسې یو څه نوښت دی چې نوې لارې راته په ګوته کوي. خو په عمومي ډول یې خبرې ډیرې خوندورې او پر ځای او د شعرستان په هکله یې د حق تر حده محدودې خبرې وکړې. او درمل یې وستایه چې داسې کتاب یې پښتو ته ورکړ. او زه هم په ټوله کې در استاد ښکلي له خبرو سره موافق یم.
۲: محمد یار یار.
محمد یار یار صیب د غونډې دوهم ویناوال وو. لکه څنګه چې یار صیب د ډاکټر صیب درمل سره د محصلۍ په وخت کې یو ځای د پاته کیدو یادونه او درمل یې کشف او ځان یې کاشف وباله. زه ورسره دا خبره نه منم. د دلیل ویلو داسې هڅه کوم چې دغه کومه انرژي چې د درمل په وجود کې وه دا به حتما بې له کوم کاشف نه هم اخراجیدله. او دادی اخراج شوه. په دې کې دا نه منم چې یار د کاشف کریډټ واخلي. دا منو چې یار به درمل هڅولی وي درمل ته به یې ډاډ ورکړی وي. خو که د یار پر ځای بل څوک وای هم یې درمل هڅوه ځکه هلته د درمل په وجود کې داسې یو څه لیدل کیدل چې لاشعوري هم د ملګرو له خوا هڅول کیده.
زه له نن نه تقریبل شپږ کاله د وړاندې افغان ادبي بهیر ته لاړم هلته مې په لومړي ځل درمل ولید. له دریو خبرو وروسته راته اندازه وشوه چې دې انسان د ادب او د فکر جوهر شته. بې له دې چې زما او د درمل تر منځ دې د درمل کوم کاشف موجود واوسي. ډیرې د زړه خبرې مې چې نور چا ته مې نه شوې کولای درمل ته مې وکړې. او ماته د درمل د کاشف ضرورت بیخي پيښ نه شو. بله دا چې درمل ته هم د کشف نوم ورکول یوه مبالغوي اصطلاح بولم. ډیر استعدادونه چې په نړیواله کچه ددې وړ وو چې باید نړیوال شي نړیوال شول. او دا یوه طبیعي او د انساني ژوند پدیده ده چې نړیوال انسان یا د هیواد په سطحه انسان د هغې نه په وړې محدودې کې نه شي حصاریږي. جبران خلیل د لبنان خو تر فرانسې یې ځان ورسوه. کارل مارکس تر روس محدود پاتې نه شو. امام غزالي تر غزالې محدود پاتې نه شو. او تر اوسه مو ددوی کاشف ونه موند.
د یار دوهمه خبره داوه چې مونږ ته د ادبیاتو په پوهنځي کې تل غلط درس راکول شوی. او ان تر دې حده لاړ چې له شعرستانه مخکې یې د ادبیاتو ټولې هڅې بې ځایه او غلطې وبللی. زه یې دا خبره هم ورسره نه منم. دا ځکه چې مونږ په فلکلور کې تر دې غښتلي او ښه ادبي ابتکارات او ادیبان لرو. داسې نه وه چې هغوی غلط وو. د هغوی لارښوونې او تاثرات دي چې مونږ نوي تصورات کولای شو. که د یار دا مطلب وو چې د شعر د لیکلو لپاره کوم قواعد چې مونږ ته په پوهنځیو کې راښودل کیدل هغه اضافي او بې ځایه وو. نو زه وایم چې که شعرستان ولولو او ځان پرې وپو هوو. خپله هر باب او هره موضوع یې د شعر لپاره یو چوکاټ دی. او داسې نه ده شوې چې په ډیر سخت نوښت سره مونږ ته د شعر د لیکلو یوه داسې ازادي کړي وي چې هیڅ قاعده او قانون باید مراعت نه شي. بله دا چې شعرستان که له شعرستانه په نقد کې کار اخلو نو دا خپله ددې دلیل دی چې شعرستان د نقد تله شوه او د نقد لپاره یو چارچوب شو.
هغو زړو ادیبانو چې مونږ ته څه راښودلي وو او څه یې راته اسانه کړي وو له هغو همدومره طمعه کیدلای شي. زه دا نه شم ویلای چې در یار بابا دا غلطه فیصله کړې وه چې په کندهار کې یې ژوند اختیار کړی وو. باید تللی وای اروپا ته. او یا هم عربي ممالکو. خو هغه وخت او زمان ته هم باید نظر وکړم. او بیا شاید په کندهار کې د هستوګنۍ لپاره د یار صیب بابا ډیر قانع کننده دلایل لرل چې زه باید دا ومنم چې هغه چې هلته هست وو ښه وو. او ښه یې کړي دي. همداسې پخواني ادیبان هم. هغوی هغه وخت او زمان ته په کتو هم هغه څه راته ویل چې له هماغه زمان سره موزون وو. په خو پوهیږو چې له ابتدا نه شعر پر ځای ولاړ او مطلق شی نه دی پاتې شوی تل یې ځان سره نوي بدلونونه منلي دي. نو همدارنګه ورته تل د ښو او پر ځای اصولو او حدودو د ټاکلو هڅه شوی ده. چې د هرې دورې ادیبانو د خپل وخت او زمان په فکر هر څه په ښه انداز د خپل دور خلکو ته د رسولو هڅه کړې. چې د درمل صیب دا هڅه هم د دې نمونه او دلیل دی.
۳: غفور لیوال
غفور لیوال صیب هم غونډې ته راغلی وو. او په شعرستان یې تقریبا علمي او تر اړخیزې خبرې وکړې. چې ځینې یې داسې واقعیتونو ته اشاره وکړه چې له هغې نه انکار نه شي کیدلای. لکه هغه د شعرستان په سټرکچر باندې چې کومې خبرې وکړې او دا یې د لیکوال مهارت وګاڼه چې عمومیات یې په ډیر مهارت سره اجزا کړي دي او بیا یې اجزا په ډیر مهارت سره د خپل لیدلوري له مخې ډیر ښه تشریح کړي دي. زه سل په سلو کې ددې خبرې سره موافق یم او دا مې په شعرستان کې حس کړې. او د لیکوالۍ افاقي کمال مې محسوس کړی. لیوال صیب د مثالونو په تنوع هم خبره وکړه او داسې یو څه یې وویل چې په شعرستان کې چې کوم شعرونه راخیستل شوي زه یې ښه مثالونه نه بولم. زه لیوال د لیوال صیب ددې خبرې سره تر یوه حده موافق یم. ټول نه. د هغې دلیل به انشاءالله په شعرستان زما په لیکلو کې ولولئ. او دلته درنه معذرت غواړم.
بله خبره چې لیوال صیب وکړه هغه دا وه چې شعرستان یې د پښتو پویټکس یا بوطیقا وباله. زه نه پوهیږم چې لیوال صیب په کوم احساس دا خبره وکړه. که یې د درمل صیب د حوصله افزایۍ په خاطر هم کړي نو مبالغه شوې. او که یې رښتیا هم همداسې نظر وو نو بیا هم ترې ځینې حقایق هیر شوي.
اول خو بوطیقا د ارسطو له اړخه په نړیواله کچه مقبول اثر دی. او شعرستان لا تر اوسه له پښتانه حده د باندې نه دی وتلی. نو دا به زه وایم له وخته مخکې خبره وي. او له وخته مخکې فیصلې فرضیې وي.
دویمه خبره دا ده چې بوطیقا صرف د ارسطو خپل نظر وو. او له هغې مخکې چا په دې عرصه کې څه نه وو کړي. او درمل صیب د ډیرو نظرونه راخیستي او مطالعه کړي دي. او تقریبا د دې لارې ډیرې تاریکۍ ورته روښانه وې. په بوطیقا کې بع شاید حوالیي مراجع نه وي خو درمل صیب په شعرستان کې بیا د ماخذونو او حوالو لست لري. دا هم راته یو پیغام راکوي چې شعرستان حتماً په قطعي ډول د درمل خبرې نه دي. بلکې د ډیرو مخکینیو پوهانو د ښو نظرونو نه استفاده هم ترې شوې ده.
دریمه خبره چې لیوال صیب وکړه هغه دا چې درمل صیب یې یو ښه سیاست مدار وباله. زه چې د درمل سره ناست ولاړ یم او هغه راته ویلي دي نو درمل د ودان افغانستان ګوند غړیتوب لري چې لیوال یې په راءس کې قرار لري. دا یوه اضافي خبره وه. دغونډې موخه د درملصیب په ادبي او علمي چارو ستاینه او د شعرستان مخکتنه وه. نه د درمل نور ژوند. خو چونکې سیاست مداران د خپلې درونۍ مجبورۍ له مخې مجبور دي چې د ادب په محفل کې هم سیاست وکړي. د شعرستان په کره کتنه کې هم ترې سیاست کیږي. نو له لیوال صیب نه هم وشو. شاید دغه محفل ته د راغلو خلکو سیاستمدار درمل نه وو خوښ خو ادیب درمل یې خوښ وو. نو په کار نه وه چې سیاستمدار درمل دې هم یاد شوی وای.
زه دا منم چې شعرستان ډیر لوی او پر ځای کار شوی. خو تر دې حده چې درمل خپله د سفارت وظیفه ډیره ښه تر سره کړې ده. او باید تر سره کړې یې وای. که درمل اوس هم د ځاځي اریوب د یوه کلي تر حده محدود انسان وای. د ټولنې د توقع ګراف به په دې کچه نه وو چې له هغه یې د شعرستان غوښتنه کړې وای. البته یو کمال دی چې نړیوال کیدل او ځان د انسانیت افاقي درجو ته رسول کار غواړي. او ددغه کار توانایي په ټولو انسانانو کې نه وي. او یا د لټۍ له وجې په ځان دغه کار نه کوي.

د غونډې په هکله زما عمومي تاثرات:

نور بیا …………

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *