ارسطو په هنرونو کې شعر ته په زيات ارزښت قايل و، دی د شعر د ځانګړنو په باره کې وايي چې شعر بايد له عاميانه او رواجي خبرو سره توپير ولري. دا خبره په يو څه توپير سره عبدالقاهر جرجاني هم کوي او وايي چې په جملو او عبارتونو کې کله، کله داسې ډېر دقيق او ژور توپيرونه وي چې نه يوازې عوامو ته بلکې خواصو ته هم نه تر سترګو کېږي. بل لور چې موږ په اوسني ادب کې د« څه او څنګه» ذکر کوو او (څنګه؟!) ته په څه ترجيح ورکوو، يو علت خو يې دا دی چې (څه) تر ډېره پورې تکرار شوي او بل دا چې په څنګه کې د خبرې کولو د هنر توانايي معلومېږي. مثلا دوه کسه د مرګ صحنه انځوروي؛ دواړه يوه خبره کوي خو د يو انځور به له بل سره خامخا يو څه توپير لري او موږ به يوه ته ترجيح ورکوو. دلته چې د يوه کس د مرګ ترخه منظر ته زياته توجه او د بل انځور ته کمه کېږي او يوه ته يې زياته ترجيح ورکول کېږي بل ته کمه. اصلي خبره يې په څنګه انځورونه کې ده. په پښتو کې تر اوسه پر شعر ډېر څه ليکل شوي خو تمرکز تر ډېره پر دې شوی چې پيغام د شعر څه دی؟! څه يې ويلي او له څنګه ويلو زياتره کره کتونکي په څنګ تېر شويدي. څنګه؟! د شعر هم بيان شوي خو داسې لکه د رياضي کتابونه چې لولو. هيڅ داسې فکر به نه کوې چې د ذوق د خړوبولو په لټه راوتلی يې يا د هنر په باره کې معلومات لولې بلکې دا به وايې چې د محمد بن موسی او اقليدس هندسي او رياضيکي فورمولونه لولم. ارسطو چې د شعر په ذوقي اړخ ټينګار کاوه؛ موږ اوس پرې پوهېږو چې په شعر کې خو اصلي شی دا دی. د شعر ارکان ارواښاد محمد صديق روهي هم په (شعر پېژندنه) کتاب کې يو څه واضح کړيدي او همدارنګه له دې وړاندې د بيان او معاني په يو شمېر کتابونو کې پرې بحثونه شويدي. استاد اسدالله غضنفر پخپل ګټور کتاب (جادوګر هنر) کې هم خوندور او خورا ګټور بحثونه پرې کړي؛ همدارنګه په دې وروستيو کې مشر استاد پوهنوال فضل ولي ناګار هم د (بيان علم)اثر کې پر تشبيهه، کنايه، استعاره… مفصل بحثونه کړي چې ټول يې ګټور دي خو د ډاکتر صاحب احسان الله درمل وروستۍ هڅه (د شعرِستان فتحه) داسې پېښه ده لکه يو جاپانی مورخ چې د هايکو ليکوونکي باشو پيدا کېدل پخپل تاريخ کې تر ګردو ستره پېښه بولي. په پښتو ادب کې د شعر د تخنيک او جوړښت په باره کې دا يو داسې ارزښتمن اثر دی چې فکر کوم؛ په راتلونکو زمانو کې به هم ونه ليکل شي.
داکتر عبدالسحين زرين کوب د ارسطو په باره کې وايي چې د شعر پېژندنه يې له کلياتو جزياتو لوري ته کړې؛ لومړی د شعر پر ماهيت غږېږي او وروسته يې جزيي مسايل څېړي. ډاکټر درمل هم د شعر پر ماهيت ژورې خبرې کوي او بيا يې هغه ارکان بيانوي چې د يو ښه شعر خصوصيات تشکيلوي؛ له کله تر جزه دا سفر خورا خوندور دی او پای بيا په کل کېږي. بيا هم د ارسطو خبره را اخلو: ښکلا ميانه توب، تول، نزاکت، پيوستون او د کل و جز فطري ترتيب ته وايي. دا خبره راته د شعرستان په باره کې هم ښه وايسېده ځکه د شعر پېژندنې بحث په داسې شان شوی چې د کل او جز تر منځ ترتيب هم مناسب ساتل شوی ته به وايې چې فطري ترتيب لري او د کره کتنې اصولو ته په کتو پکې داسې بحثونه شوي چې په تول او ترازو کې يې ډېر د ګوتو وهلو ځای نه ليدل کېږي. د شعر ټول هغه اړخونه چې شعر ته شعريت، ښکلا، خوند او د ذوق تومنه ورکوي په دې کتاب کې په ډېر خوندور انداز بيان شويدي.
ملک الشعرای بهار د پروين اعتصامي د دېوان په سريزه کې يو ځای وايي چې په ايران کې د خبرو او فرهنګ خزانه ده؛ د درمل يو لوی توپير له نورو کره کتونکو سره ما ته همدا ښکاري چې دی د خبرو او معلوماتو په يوه ستره زېرمه بدل شوی؛ هغه معلومات چې نوموړی د شعر پېژندنې د دلايلو په توګه وړاندې کوي خورا ګټور او له موضوع سره په څو اړخونو تړاو لرونکي دي. زه يې دلته يوه بېلګه راوړم چې د لوی عارف او صوفي شيخ فريدالدين عطار د مشهور اثر (منطق الطير) سېمبوليک شکل په يو مثال کې توضيح کوي:«… موږ د سېمرغ پر وزرونو کېنو او د عطار د تجربو او افکارو نړۍ ته سفر کوو؛ که له منطق الطير نه د سېمرغ سمبول ايسته کړو، نو د عطار وجودي نظريه نه شو درک کولای.»
درمل د شعرِستان لپاره ګڼ شمېر فارسي معتبر کتابونه لوستلي دي او د هرې موضوع لپاره له څو ماخذونو استفاده کوي. همدارنګه يې د اردو او انګليسي هم ځينې مثالونه راوړي او له فارسي کتابونو يې د عربي کره کتونکو او شعر پېژندونکو نظريات هم تر موږ رارسولي چې د پښتو او فارسي ادب اکثريت شعري قالبونه او فورمونه له همدې ژبې را انتقال شويدي نو د زياتو کتابونو د مطالعې او کتنې پر اساس هم درمل صاحب تر نورو کره کتونکو يو امتياز لري. دی چې له نورو کتابونو او يا معلوماتو استفاده کوي نو په ډېر ښکلي انداز مفاهيم پښتو کوي او که د بيتونو ترجمه هم کوي په ښکلي انداز يې کوي چې آن ځينې وخت له اصلي بيته د درمل ژباړه خوږه وي. د تشبيهه دوه اړخيز مشترک وصف په باره کې د پښتو مثالونو تر څنګ د مولانا بلخي يوه مصرعه داسې ترجمه کوي: ټول چمن د زاهدانو په څېر وچ و.
دا مصرعه له درمله وړاندې ډاکتر سيروس شميسا په(بيان و معاني) ارزښتمن اثر کې د همدې موضوع د مثال په توګه راوړې چې اصلي مصرعه داسې ده: بر مثل زاهدان جمله چمن خشک بود!
يا د سعدي صاحب يو بيت په ډېر ښکلي انداز ترجمه شوی:
آی صبح نشينان جانم به طاقت آمد
از بسکه دېر ماندی چون شام روزه داران
ژباړه:
پای ته مو زغم ورسېد اې د غم ځپليو سبا!
څومره شوې ځنډ د روژه دارو د ماښام په شانې؟!
د شعر ځينې تخنيکونه او اړخونه چې په پښتو کې تر اوسه هيڅ بحث پرې نه و شوی؛ په شعرستان کې پرې مفصل بحثونه شويدي او دا بحثونه زموږ په ګاونډۍ ژبه فارسي کې ډېر پخوا شوي وو. ډاکتر سيروس شميسا په بيان و معاني کي کنايه، سيمبول، استعاره او نورو ګڼو تخنيکونو باندې بحثونه کړيدي؛ همدارنګه د محمد شفيعي کدکني په اثارو کې هم په دې موضوعاتو مفصل بحثونه شويدي خو په پښتو کتابونو کې دا بحثونه نه وو او يا خورا نيمګړي وو. په شعرستان کې دا بحثونه په ډېر مفصل شکل شويدي او له فارسي کتابونو سره يې هم يو امتيازي توپير راته دا ښکاري چې په شعرستان کې په ځينو موضوعاتو لنډې تبصرې هم شوېدي او پايله هم لري خو په فارسي کتابونو کې دا نشته. مثلا د تشبيهه په باره کې د شعرستان بحث ما ته تر فارسي کتابونو غني او مفصل ښکاره شو.
شعرستان د پښتو له نورو ورته کتابونو سره يو بل توپير دا لري چې درمل خپله شاعر دی او د شعر تفسير په ډېر ښه شکل کوي؛ د بېلګې په توګه د استاد محمد صديق پسرلي يو شهکار نظم(د رازونو دنيا) چې تفسيروي نو د شعر ډېرو مينه والو ته کِلي په لاس ورکوي. دی د مارغانو د احمقتوب جرړه په نورو ادبياتو کې را سپړي او وايي هالنډيان چې چا ته د بې عقل خطاب کوي نو په کنايي ډول دا متل کاروي: چې په سر کې يې مرغۍ ناسته ده. بګۍ وان نظم او د شعرستان ټول مثالونه داسې تشريح شوي که څوک يې دقيق ولولي؛ د شعر پېژندنې په باره کې به بشپړ معلومات خپل کړي؛ درمل يوازې دا نه چې شاعر دی او شاعري دا قدرت ورکړی چې په شعر له نورو ښه وپوهېږي بلکې د لويو شاعرانو پراخه مطالعې هم ورسره زياته مرسته کړې. مرزا عبدالقادر بېدل دهلوی، مرزا اسدالله غالب، علامه اقبال، سعدي، حافظ، صائب، خوشال خان خټک، رحمان بابا، کاظم خان شيدا او نور هغه لوی شاعران دي چې درمل لوستي دي او بل دا چې درمل له لويو شاعرانو سره نژدې پاتې شوی. استاد پسرلی، کاروان صاحب، دروېش درانی، سايل صاحب، سالک صاحب او نور هغه شاعران دي چې درمل ورسره وخت تېر کړی او ډېر څه يې ترې زده کړيدي.
د بيان د علم په باره کې ويل کېږي؛ هغه قواعد او قوانين څېړي چې پر اساس يې وکولای شو؛ يو مفهوم په څو شکلونو وړاندې کړو او د ارايې دا هره شېوه له بلې هغې سره توپير ولري او د دې ارايو په برخه کې زياته استفاده له تخيله کېږي. تخيلي ځواک د تشبېهه، مجاز، کنايي، استعارې ژبه راکوي. د شعرستان يوه بله ښه ځانګړنه دا ده چې د تخيل تر څنګ يې هغه ټولې لارې روښانه کړېدي چې موږ يې پر اساس يوه خبره په څو شکلونو کولای شو. همدارنګه په تخيل او خيال بحث هم د دې لارې د پيل او غوراوي په برخه کې راسره بشپړه همکاري کوي. په پخوانو کتابونو کې د بيان علم تفسير شوی و خو د بيان د علم د روښانتيا لپاره تر ټولو دا مهم اړخ چې تخيل دی؛ هيڅ بحث پرې نه و شوی او که بحث پرې شوی هم و؛ داسې مفصل او پر تخيل د اسانه پوهېدو وړ نه و. د تخيل بحث اوږد دی، دلته يې يوازې يوه جمله رانقلوو: «تخيل د شاعر په حافظه کې د پرتو تصوراتو تر منځ د مشابهت يا حتی تضاد له مخې اړيکې کشفوي او بيا د همدې تصوراتو پر اساس مختلف تصورات سره يو ځای کوي او يو نوی تصوير ترې تراشي.»
د شعرستان يوه بله ځانګړنه د شعر پېژندنې له پخوانو کتابونو سره دا ده چې د معاصرو شاعرانو نمونې يې را اخيستې دي؛ پير محمد کاروان، استاد محمد صديق پسرلی، حمزه بابا، دروېش درانی، مصطفی سالک او رحمت شاه سايل هغه شاعران دي چې په شعرستان کې مېشت دي. يو خو ښه کار دا وشو چې په معاصرو کې موږ له لويو شاعرانو سره بلد شوو او بل دا چې د شعر د تشريح روايتي شاعري مو يو څه له نظره ګوښې ته شوه؛ له ليک لوست سره چې بلد شوي يو نو د خوشال خان خټک، رحمان بابا، کاظم خان شيدا، علي خان او ميرزا انصاري يو څو بيتونه په شعرپېژندنو کې لولو؛ ما يوازې د استاد اسدالله غضنفر، استاد فضل ولي ناګار، ارواښاد محمد صديق روهي او احسان الله درمل په اثارو کې يو څه متفاوت شعرونه ولوستل نور خو ټول د تکرار له درده مړه بيتونه راته وايي.
بله خبره د نمونو په انتخاب کې دا ده چې شعرستان راته د انساني پوهې، لوړ ذوق او لوړ مفهوم انتخاب لري؛ د بېلګې په توګه د استاد پسرلي د همت په باره کې دا بيت لوی پيغام لري:
ما ته تر پرتو کاڼو ولاړې دوړې ښې ښکاري
نه وينم د پورته الوتلو زور په تېږو کې
درمل په شعرستان کې داسې شاعرانه خبرې کوي؛ ته به وايې چې شعر وايي:«د قافيې بحث ته د لاندې غزل له دروازې ور داخلېږو.» د رديف په باره کې څه ښکلی تصوير او تشبيهه وړاندې کوي: «… څومره ډېر شعرونه شته چې رديفونه ورپورې لکه د زيارتونو رنګين دسمالونه زانګي، خو د شعر له له معنايي او موسيقايي برخې سره يې هيڅ مرسته نه کوي.»
شعرستان د شعر پېژندنې يو واقعي هيواد دی لکه مخکې مو چې ياده کړه درمل د شعر ترڅنګ د نورو علومو مطالعه او د طب په برخه کې تحصيلي زده کړې لري نو د دې تر څنګ چې د شعر ظاهري جوړښت او موسيقي تفسيروي؛ تر څنګ يې راته د شعر په اروايي اړخونو، اجتماعي اثراتو، هيوادنۍ مينې، د شاعر پر موقف، له شعر سره يې د مينه والو پر ټولو اړخونو مفصلې خبرې کوي؛ موږ ياده کړه چې په شعرستان کې له کله جز او له جزياتو کل ته سفر دی؛ د کتاب پيل د شعر پر ماهيت شوی خو د کتاب لويه برخه د شعر جزياتو نيولې او وروستۍ برخه هم د کتاب د يو داسې شعر (کلی) پر تشرېح بشپړه شوې چې د شعر نږدې ټول خصوصيات پکې بيان شويدي او که په بل ډول ووايو چې د کتاب جوړېښت د معاصر ژورناليزم د خبر د سټرکچر په شان دی چې پيل يې د خبر په باره کې لنډ معلومات وي، تنه يا باډي يې تفصيل ته ځانګړې وي او پای په بېګراونډ يا شاليد شوې وي چې د خبر پايله پکې واضح وي او يا د ورته نورو واقعاتو ذکر پکې شوی وي.
د شعرستان سفر به دټولو لپاره اسانه او اسوده وي ځکه چې داسې شاعرانه ژبه پکې کارېدلې چې د شعرونو د نمونو تر څنګ مو د نثر برخه هم د شعر په څېر تنده ماتوي. د درمل صاحب د نثر ځانګړنې هم له نورو ډېرو ليکوالو بېلې دي او دا هم شعرستان ته يو ډول امتياز ورکوي. په شعرستان کې مغلقې او پېچلې کليمې نه دي کارېدلې، بې مفهومه جملې مې پکې ونه موندې او او داسې جملې هم پکې نشته چې لوستونکی فکر وکړي؛ بې خونده دي.
استاد اسدالله غضنفر د ښه نثر په باره کې وايي:«د موټر د ښيښې نقش دا دی چې سړک ورنه وليدای شو که دا ښيښه له ډېر اخلاصه په ګلونو ښکلې کوو يا يې له ډېرې لټۍ په دوړو او خيرو کې پټه ساتو ، د ښيښې د خپل کار لپاره يې نتيجه يو شان ده. ښه ښيښه هغه ده چې سړک ورنه پوره ووينو او دومره پاکه، صافه وي چې دا مو هېر شي چې زموږ او سړک تر منځ ښيښه ولاړه ده؛ ښه نثر د ښې ښيښې غوندې دی، ښه نثر د روڼو اوبو غوندې دی چې د سين د تل کبان پکې داسې ښکاري ته به وايي چې زموږ او کبانو تر منځ هيڅ اوبه نشته.» د درمل شعر همداسې وګڼئ چې لاره به سمه درته ښيي؛ مطلب دا چې د شعرستان نثر مفاهيم په اسانۍ تر لوستونکي انتقالوي.
د فصاحت په باره کې ويل کېږي؛ د کلام هغې پوهې او مهارت ته ويل کېږي چې پر اساس يې کلام له عيبونو څخه پاک شي. د درمل متن تر ډېره پورې له عيوبو څخه پاک راته ښکاري او د فصيح کلام يوه نښه دا وي چې لوستونکی يا اورېدونکی ورسره د تکليف او ستړيا حس ونه کړي. زه خو دوه ځله له شعرستان همداسې بې ستړيا او تکليفه ووتم او يو بل خاصيت پکې دا وي چې مفاهيم پکې روښانه وي او لوستونکی يو څه ترې واخلي.
ځيني ليکوالان د پېچلو جملو، سختو لغاتونو او اصطلاحاتو کارولو کوښښ کوي چې ځان لوستونکي ته عالم وروښيي خو په شعرستان کې سليسه او روانه ژبه کارېدلې چې له خنډونو او مشکلاتو سره لوستونکی ډېر نه مخامخوي. د احسان الله درمل يوه ځانګړنه په بحثونو او خبرو کې هم دا ده چې غواړي خپل زده کړي څه تر اورېدونکو او مخاطبانو په ښه او بشپړ ډول انتقال کړي او دا هڅه کم کسان کوي. په شعرستان کې هم د دې هڅه شوې چې له مخاطب او لوستونکي سره د علمي معلوماتو د شريکولو په برخه کې هيڅ بخل نه دی شوی. دا کتاب مو يوازې د شعر په نزاکتونو او تخنيکونو نه پوهوي بلکې د نورو علومو ځينې مهم معلومات هم راسره شريکوي.
د شعرستان نثر طنزيه جملو او طنزونو لا خوندور کړی دی؛ مثلا د کتاب پای د (زرو هندارو کور) په يو طنزيه حکايت کېږي؛ شعرِستان راته په څو سببه خوندور، ګټور او د شعر له ښاپېرۍ سره د لا بلدتيا وطن واېسېد؛ دا بحث دلته په لنډيزونو پای ته رسوو:
۱ – په شعرِستان کې د شعر نوي اړخونه، ښکلاګانې، تخنيکونه، عناصر او ارکان بيان شويدي: حس آميزي، پراډوکس، تمثيل، د شعر داخلي آهنګ، کناري موسيقي، د شعر ذهني شکل او ګڼ نور مضامين.
۲ – په معاصره شاعري خبري شوېدي: استاد محمد صديق پسرلی، پيرمحمد کاروان، حمزه بابا، دروېش درانی او رحمت شاه سايل د عصر لوی شاعران دي چې په بيان کې تر اوسه د دوی شاعري په مثالونو کې نه وه راوړل شوې؛ پخوا يوازې په څو تکراري شاعرانو تکراري خبري او پر تکرار بيتونو يې شوې وې؛
۳ – د کلام ژبه يې شاعرانه ده: پخواني کتابونه ما ته د رياضي د کتابونو غوندې ښکارېدل چې د ادبياتو ظريف موضوعات به يې هم د محمد بن موسی په فورمول کې واضح کول خو دا کتاب يو خوږ داستان ته ورته دی؛ دا کتاب يوې خوږې سفرنامې ته ورته دی او باالاخره دا کتاب د ادبياتو يو ښکلي تخليقي اثر ته ورته دی چې ستړيا پکې کمه او سفر پکې اسانه دی؛
۴ – شعرِستان د هر عنوان مطابق باوري او ګڼ ماخذونه لري: د پښتو اکثريت اثار د ماخذونو له لوري خوار دي؛ لوستونکی باور نه شي کولای چې دا اثر به څومره د ارزښت وړ وي؟! دا مواد به يې له کومه کړي وي؟! د دې مضمون په باره کې به نوره پلټنه څنګه وکړم؟! دا هغه پوښتنې او واهمې دي چې لوستونکی تر ډېره په وېره کې ساتي او له اثر څخه د باوري منابعو د نه شتون په صورت کې واټن ورکوي نو د درملستان شعرِستان باوري منابع او ماخذونه لري؛
۵ – د شعر روح را پېژني: د وزن، قافيې او روايتي ادب له وېرې مو ډېر څه ناويلي پاتې دي او ډېر خوندور شيان را ته بې خونده ښکاري خو درمل د غالب د دې بيت مطابق شعر داسې را پېژني:
غالب نبود شېوه من قافيه بندی
ظلمی است که بر کلک و ورق می کنم امشب
ازاده ژباړه:
ترتيب د قافيو خو زما کار نه و غالبه!
ظلم دی چې نن شپه په دې چل باندې کړم تېره زه
نو درمل هم راته د قافيو او وزنونو نه ور ها، خوا شعر را پېژني او را ته وايي چې يو څه له دې محدودې را ووزئ؛ شعر فکر، خيال، عاطفه او نور ډېر څه هم لري؛
۶ – سيستماتيک او منظم بحث: د محمديار صاحب د خبرې په تائيد به ووايم چې د شعرِستان ټول بحثونه يو د بل بشپړونکي او د شعر ټول ولايات او کرامات يې په ډېر ښکلي انداز را پېژندلي دي؛
۷ – په پښتو ادبياتو کې هيڅ داسې کتاب نه و چې يوازې دې د شعر د تخنيکونو په باره کې داسې مفصل بحثونه ولري خو دا کتاب يوازې همدې موضوع ته ځانګړی او تر
پايه پکې يوازې همدا موضوع بيان شوې؛
۸ ـ په فارسي ادب کې د شعري تخنيکونو نږدې ټول مواد په همدې کتاب کې موندلای شو؛
۹ – د پښتو ادبياتو کم شمېر محصلان تر اوسه د شعر کم شمېر داسې مفصل او هر اړخيزو کتابونو ته لاس رسی لري نو له دې وروسته به دا لاره نوره هم هواره او پراخه شي چې محصلان به د شعر په باره کې داسې مفصل کتاب او له همدې هيواده د تېرېدو په صورت کې به د فارسي ادب دريابي کتابونو ته لار ومومي چې په شعرستان کې د ماخذونو په توګه ترې استفاده شوېده؛
۱۰ – شعرستان د دې تر څنګ چې د شعر تيوري لري د نورو اجتماعي، سياسي او ادبي موضوعاتو په باره کې مو معلومات غني کوي.
وړانديزونه:
۱ – دې نتيجې ته ورسېدو چې شعرستان يو خورا خوندور او ګټور اثر دی نو که چېرته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پښتو ادبياتو پوهنځي د بيان د علم په توګه په تحصيلي نصاب کې شامل شي ـ ښه به وي؛
۲ – د پوهنتونونو محصلان دې په دې ګټور اثر مونوګرافونه او سمينارونه واخلي او د تشريح کولو کوښښ دې وکړي؛
۳ – په ادبياتو پوهنځيو کې دې پرې بحثونه وشي؛
۴ – هغوی چې شعرونه خوښوي خو د ادبياتو له منظمو زده کړو او پوهنتونونو محروم دي؛ دا کتاب ورته خورا ګټور دی؛
۵ – د دې کتاب ځينې ماخذونه چې په فارسي ادب کې هم ارزښتمن بلل شوي که ترجمه شي؛ ښه به وي.
د درملستان په شعرستان کې به خامخا داسې څه وي چې ګوته ورته ونيول شي ځکه د انسان په قلم ليکل شوی اثر دی او د انسان هيڅ پنځونه بې نيمګړتيا نه شو بللای؛ ما ته چې څه پکې نيمګړي ښکاره شول هغه دا چې ځينې موضوعات بې اړتيا غځول شويدي د بېلګې په توګه د عرفان بحث ته هومره اړتيا نه وه لکه شعرستان کې د يو بشپړ ولايت په څېر ساحه ورکړل شوې؛ درمل د ځينو لويو معاصرو شاعرانو ارواښاد محمد صديق پسرلي، حمزه بابا، دروېش دراني، پير محمد کاروان او رحمت شاه سايل د کلام نمونې را اخيستل شوېدي خو په معاصره شاعري کې ترې ګڼ نور داسې کسان پاتې دي چې لوی شاعران دي خو هيڅ نمونه يې نه ده را اخيستل شوې؛ ارواښاد سعيد ګوهر، ارواښاد اجمل خټک، اباسين يوسفزی، سيال، خيبر افريدی… ښه دا وه چې د دې شاعرانو يو څه نمونې هم را اخيستل شوې وای ځينې نورې نيمګړتياوې به هم وي خو بيا هم په ټينګار وايو چې د شعرستان سفر د شعر د ماهيت، پوهې او تخنيکونو بلدتيا ده او بل داسې يو خوندور هيواد په پښتو ادب کې تر اوسه نه دی فتح شوی؛ مبارک دې وي د معيار غوښتونکو او د ذوق پالونکو ته!
ماخذونه:
۱ – آرين، نويد. د فلسفې لنډ تاريخ. ۵۵ مخ.صداقت خپرندويه ټولنه ـ کندهار. ۱۳۹۵ لمريز.
۲ ـ دېوان پروين اعتصامي. سريزه: ملک الشعرای بهار. چاپخانه مهارت ـ تهران. ۱۳۸۹ لمريز. څلورم چاپ.
۳ – زرين کوب، داکتر عبدالحسين. ارسطو و فن شعر. ۱۵۴ مخ. موسسه انتشارات امير کبير. ۱۳۸۷ لمريز.
۴ – شميسا، داکتر سيروس. بيان و معاني. ۴۲ مخ. چاپخانه رامين. ۱۳۸۳. اتم چاپ.
۵ – علوي، داکتر محمد، اشرف زاده، داکتر رضا. بيان و معاني. ۸۵ مخ. نګين خپرندويه ټولنه. ۱۳۹۲ لمريز.
۶ – غضنفر، اسدالله. د نثر ليکلو هنر. ۱۹۶ مخ. مومند خپرندويه ټولنه ـ جلال اباد. ۱۳۹۱ لمريز. دويم چاپ؛
۷ – ناګار، پوهنوال فضل ولي. د بيان علم. ۲ مخ. ناګار خپرندويه ټولنه. ۱۳۹۵ لمريز.
بدلون اوونيزه/ دريمکال/پنځمه و شپږمه/ پرلپسي ۱۰۸او ۱۰۹مهګڼه/ يکشنبه/ جدي/۵ او۱۲/ ۱۳۹۵