خيال (تخيل)
د شعر تر ټولو مهم او اساسي توک تخيل دى، ځينې ادب پوهان د تخيل پر ځاى (تخييل) کلمه غوره ګڼي، خو دلته موږ د تخيل له کلمې څخه کار اخلو.
(خواجه نصير طوسي) په (معيار الاشعار) کې ويلي دي چې د شعر غرض تخيل دى.
تخيل يو داسې قوت دى چې د انسان په ذهن کې د معلوماتو کومه ذخيره د تجرباتو، مشاهداتو او مطالعې په لامل جمع شوى وي، دا قوت ورته داسې ښکلى ترتيب ورکړي، چې يو نوى شکل ورته وبخښي او بيا يې د الفاظو په داسې زړه راښکونکي پيرايه کې بيان کړي چې د معمولي پيرايي نه بېخي يا ترڅه حده پورې بل شان وي، سيد رسول رسا صاحب په دې هکله وايي (د انسان دماغ هېڅکله داسې خيال نه شي پيدا کولاى چې د هغه خيال عناصر يا اجزاويي په يو نه يو ډول په خارجي يا حقيقي دنيا کې موجود نه وي.)
تخيل چې د شاعرانه خيال کوم شکل تياروي، د دې شکل د عناصرو او اجزاوو ترکيب او ترتيب يا نوى شکل، تصوري او خيالي وي. خو له دې خيالي شکل يا خيالي خبرو اجزاويي په يو نه يو ډول په خارجي يا واقعيي جهان کې د وړاندې نه موجود وي. مثلاً که يو سړى د اس تشبه د اور له درياب سره ورکړي يا چاته د سرو مرغۍ ووايي. نو په حقيقت کې دا فرضيې او خيالي تشبهيات دي چې د حقيقت سره هېڅ اړه نه لري او په خارجي جهان کې يې هېڅ وجود نشته خو که چېرې موږ وګورو، نو اس، اور، درياب، سره او مرغۍ په حقيقت او خارجي جهان کې شته او دا چې يو ځاى کړو نو خيالي جهان ترې نه جوړ شي.
د هر شاعر په ذات کې د تخيل قوت ډېر ضروري دى او بغير له دې نه هېڅوک شاعر نه شي جوړېداى. تخيل د انسان لپاره خيالي ورکړه ده. د تخيل قوت د شاعر په کلام کې يو شان او يو اندازه نه وي کله دا عمل په پوره جوش او زور کې ښکاره شي اوکله د دې عمل اثرات کمزوري وي.
د تخيل قوت په فلسفې، ساينس او شاعرۍ کې يو شان په کار وي. دا د تخيل برکت دى چې يو خوا په فلسفه او ساينس کې د ايجاد او مسئلو د حل کولو او لټون انکشاف وکړ او بل خوا شاعران مضامين پيدا کوي دا چې ساينسپوهان او فلسفيان شاعرانه مزاج نه لري، نو ځکه ځينې کسان وايي: ( د تخيل قوت د ساينس او فلسفي سره څه اړه نه لري.)) د لويو- لويو ساينسپوهانو او فلسفيانو د تخيل قوت دومره تيز وي لکه څومره چې د يو لوى شاعر د تخيل قوت تيز وي. د (نيوټن) او (ارسطو) د تخيل قوت دومره قوي وو لکه څومره چې د (هومو) او (فردوسي) وو خو د دواړو په استعمال کې فرق دى.
د تخيل اصطلاح ډېره اوږده تاريخچه لري. د لرغوني يونان د زمانې نه تر اوسه پورې په دې باره کې ډېر بحثونه شوي دي.
(تخيل هغه استعداد يا قابليت دى چې د واقيعت نه د لاس ته راغلو انطباعاتو پر اساس په بشري شعور کې نوي حسي يا فکري انځورونه تخليق کړي هغه چې په تاکلي شېبه کې واقعي موجوديت نه لري.)
شاعرانه تخيل ته جامع، مانع او کامل تعريف نه شو ټاکلى، همدغه وجه ده چې د تخيل څومره تعريفونه شوي دي اختلاف په کې موجود دى، خو غلط ورته نه شو ويلاى. د ډېرو زياتو تعريفونو نه وروسته ډېر کره کتونکي او ليکوالان په يو اتفاق لاندې تعريف ته هم نظري او هم فکره دي.
(تخيل د فطرت د موجوده اجزاوو د سر دوباره ترتيب او تنظيم نه د يو نوي تصوير سازولو ته وايي او بيا په خصوصي توګه د پرځونکي( فنکار) احساسات هم پکې شامل وي.
تخيل د خيال نه جوړه شوې کلمه ده او دوه مفهومه لوى، خيال کول او خيال سازول يا جوړول. د لومړني مفهوم تر مخه د يو شي په هکله معلومات حاصلول او په شعور کې د هغې ساتل او د دويم مفهوم ترمخه د خيال ايجاد کول دي چې بيا په دوو څانګو ويشل کېږي، لومړى دا چې د شيانو په تصوراتو کې تنظيم او ترتيب د اختراعي قوت کار دى.
په دنيا کې چې څومره لوى او نامتو شاعران تېر شوي دي، هغوى د کايناتو د لايتناهي فطرت په مطالعه کې ضرور غرق وو. هر کله چې ورو-ورو د دې مطالعې عادت پيدا شي؛ نو هر يو شي ته په غور د کتو ملکه هم ومومي او د مشاهدې خزانه د خيال په کنجو کې په خپله په جمع کېدو شي.
د کايناتو د مطالعې د عادت پيدا کولو نه ووسته دويمه ډېره ضروري مطالعه يا لټون د هغه الفاظو دى، د کومو الفاظو په واسطه چې شاعر خپل خيالات مخاطب ته رسول غواړي. دا دويمه مطالعه هم ډېره ضروري ده يو څو نورې خبرې د شعر د فکر په وخت په خيال کې ساتل ضروري دي اول خيالاتو ته په ډېر صبر و تحمل د الفاظو جامه اغوستل بيا د هغوى سنجول او د مطلب او معنى د ادا کولو په وخت کې د هغې کمزوري لرې کول دي.
بيا الفاظو ته داسې ترتيب ورکول دي چې حقيقت ته پوره نږدې وي. (۲)
زيار صاحب وايي: نن سبا د ژبنې اړخ پر وړاندې چې د شعر بهرنۍ جوله (شکل) جوړوي، دغه څېزونه د شعر (دنننۍ) جوله بشپړوي، نو که دغه د نننۍ جوله نه وي، بيا ورته شعر نه، بلکې هسې پېيلې وينا (نظم) وايي.
شعر د هنر د خورا لوړ ډول په توګه واقعيت په هنري انځورونو يا خيالي ايماژونو څرګندوي، تر دې چې تر بل هر ژبني هنر، يا په بله وينا ادبي ژانر له هنري انځورولو سره سروکار لري. که موږ د ادبي اثر وييونه او توکو نه له مرغلرو سره ورته وښيو نو وبه وايو چې نثر د دغو مرغلرو د يو صندوق مثال لري، چې د هرې مرغلرې لپاره يې ځانګړى ځاى ټاکل اړين نه دى، خو شعر داسې مرغلين هار ته ورته دى چې ټولې مرغلرې يې په داسې مزي کې پېيل شوي چې د هرې دانې لپاره خپل انډول او تناسب ټاکل شوى دى، په دې توګه د شعر ژبه د نثر د ژبې په انډول ځانګړې ښکلا لري.
د انځور د جوړونې ځواک د تخيل د ځواک غور ترينه برخه ده، په بله وينا بشپړ شور او هيجان چې د دې لپاره په کار اچول کېږي، بېلابېل احساسات، څېزونه او ازمېښتونه چې په بېلابېلو مهالونو او ځايونو پورې اړه ولري، په يو ځانګړې شېبه کې سره غاړه غړۍ کړي او يا ورته يو له بله سمون ورکړي له دې کبله د انځور د جوړونې ځواک تر يوې کچې پورې هماغه د تخيل ځواک دى. (۴)
((رشيدي)) خيال د انساني ذهن د هغه فعاليت نوم ته وايي چې له موجوده واقعيتونو څخه داسې څه ترسيم او تصوير کړي، چې له همدې ذهني چاپېريال پرته په حسي محيط کې وجود ونه لري، له هغه ځايه، چې د تخيل جوړونکي عناصر حقيقي او حسي څيزونه دي، ځکه خو ويل کېږي چې هر تخيل په يوه نه په يوه بڼه په حقيقت کې ريښه لري، د خيال او خوب ليدلو ترمنځ توپير همدومره دى چې تخيل ارادي دى او د عقل له خوا رهبري کېږي، خو خوبونه غير ارادي او د ناشعور په ساحه کې پېښدونکي دي.
شاعران شعر د خيال بچى بولي، حال دا چې خيال د شعر سينګار کوونکى او د ښکلاييز ارزښت پنځوونکى دى، د شعر اصلي اډانه فکر جوړوي د شعر محتوا، مفهوم او مانا د فکر له لوري رامنځته کېږي، يعنې فکر غواړي يو څه ووايي يوه خبره وکړي، خو دا خبره وچه او يوازې خبره وي تخيل چې ورته راشي دا خبره شاعرانه کړي، سينګار يې کړي او ښکلي يې کړي تخيل او خيال د نظم او نثر لپاره يو اړين توک دى، چې د نظم نه (شعر) جوړولاى شي او د نثر نه (منثورشعر) جوړولاى شي.
الفت صاحب وايي: خيال په ادب او شاعرۍ کې خاص مقام لري او په عواطفو کې ډېر تاثير پيدا کوي که فرضاً کله موږ خبر واورو، چې په کوم ځاى کې څه توپان پېښ شوى، چې دومره خلک مړه او دومره خلکو کورونه وران شوي دي.
دا خبره راباندې دومره تاثير نه کوي لکه چې دغه حادثه د کوم اديب او شاعر له قلمه چې تخيلي ځواک يې پياوړى وي واورم.
په تخيل کې انځورګيرنه ضروري ده، مولينا الطاف حسين حالي وايي:
ژباړه:
زه د ښکلا په لټه وتى يمه
چې مې نظر پر کوم يو ښکلي لګي
دا خيالي انځور چې د رنګ و سندرې په بڼه راوځي، نو هنر شي او دومره ښکلى شي چې انډول يې په عام ژوند کې مونده نه شي، ځينې وخت انځورګيرنه او تخيل چې سره يو ځاى شي داسې يو شکل اختيار کړي چې په رښتياني ژوند کې پيدا کېداى نه شي.
لنډۍ ده، چې:
نجلۍ ګودر نه لمده راغله
لکه کوتره چې باران وهلي وينه
دغسې نور ډېر شعرونه شته دي چې خيالي انځورونه يې دومره ښکلي وي، چې په رښتياني ژوند کې پيدا کېداى نه شي.
ګړنې (فلوريک) عشقي کيسې دا راز خيالي انځورونه ډېر لري، چې د اتل چنغله تر ريښتينې انجلۍ څو وارې ښکلې وي. بادامي سترګې، ماران زلفې، نرۍ ګلابي شونډې، مڼه زنه، چينار پوزه، دنګه غاړه او د مېږې تر ملا نرۍ ملا، خيالي ښکلا ده، چې همغه د شعر تر نړۍ محدوده ده، د حميد بابا دا دومره ښکلى محبوب تاسې په رښتياني ژوند کې موندلاى شئ؟
خط پر مخ د صنم راغى، که سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا يې غاښ په خوله کې زيب کا، که ژاله شوه په لاله کې
حميد بابا يه خيالي نړۍ کې الوتى دى او همدغه خيال دى چې د دې شعرونو ته يې ښکلا وربخښلې ده. (۶)
په پورتني بيت کې حميد ماشوخيل د تخيل څخه کار اخيستى چې ورته مبتکر خيال ويل کېږي. بل هم مصور خيال دى: څه شى چې يو اديب يا شاعر په سترګو ويني او ورڅخه الهام اخلي د خپل فکر او تخيل په مرسته هغه الفاظو کې د يو انځور په ډول لوستونکيو ته وړاندې کوي. ورته مصور خيال ويل کېږي.
په لنډ ډول سره ويلى شو چې (خيال) يا تخيل دشعر يو له اساسي توکو څخه ګڼل کېږي، شعر بې له تخيل څخه نه وي، که چېرې وي هم هغه به يوازې د الفاظو او رنګينو کلماتو يو ليست بې خونده او بې کيفيته وينا وي. (۳)
اند (فکر، مفکوره) (Thought Idea):
د مفکوري تر ويي لاندې ټول هغه څه راځي چې د منځپانګې (محتوا) مضمون، غوښتنې او پېغام په نومونو يادېږي. يانې هغه څه چې شاعر ويلو او څرګندولو ته ورهڅوي. له دې کبله دغې برخې ته (فکري محتوا) هم وايي.
روهي وايي: په دې تړاو کې اند، فکر او مفکوره د شعر له څلورګونو رغنده توکونو څخه ګڼل کېږي.
په هر شعر کې بايد يوه مفکوره نغښتې وي، که د (بايد) کلمه حذف کړو نو داسې به ووايو چې هر شعر له ځانه سره يوه مفکوره لري.
(کارلايل) وايي چې شعر موزيکال فکر دى، خو ځينې ادبپوهان مفکوره د شعر اصلي توک نه ګني دا خبره بېدل ته منسوبه ده چې وايي:
(شعر خوب معنى ندارد)
وايي چې نامتو اديب (اډين) ته يو ځوان مراجعه وکړه او ورته ويې ويل: (زه غواړم چې شعر ووايم، لطفاُ ماته لارښوونه وکړه) (اډين) ورڅخه وپوښتل: (ايا د شعر ويلو لپاره کومه مهمه مفکوره له ځانه سره لرې؟)) هغه په ځواب کې ورته وويل: هو! غواړم يوه مهمه مفکوره پر نظم راوړم)) (اډين) ورته وويل: ځه بچيه! له تا څخه شاعر نه جوړېږي.
دا د هغه ځوانانو شاعرانو لپاره درس دى چې فکر کوي، ښه شعر يوازې هغه شعر دى چې مهمه مفکوره په کې نغښتل شوې وي او يا شعار په کې راغلي وي.
په هره توګه په پاسنيو پوهانو کې سارتر، کارلايل او نورو پر خلاف اند يا مفکوره د شعر د رغنده توکونو څخه نه شمېرې او له دې پلوه يې د موسيقۍ غوندې له نورو هنري او بيا ادبي ځيلونو را جلا کوي. په بله وينا، د يوه نږه هنر په سترګه ورته نه ګوري.
بيا يې هم په خپله را لېږدوونکى (روهي) دا خبره داسې راتعبيروي.
له پورتنيو يادونو څخه بايد دا نتيجه وانه خيستل شي چې ګويا په شعر کې مفکوره نشته او يا مفکوره څه ارزښت نه لري. اصلي مطلب دا دى چې مفکوره په شعر کې هغومره ټاکنده نقش نه لري، لکه څومره چې په هنري او بديعي توګه د يوې مفکورې څرګندونه يې لري.
(ګل پاچا الفت) وايي: (تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، شعر هدف حقيقت نه دى جمال دى.)
لنډه دا چې په هر شعر کې يو ډول مفکوره شته، خو تش د مفکورې شته والى د شعريت دليل نه ګڼل کېږي، بلکې مفکوره بايد په شاعرانه صورت تجلى وکړي. (۴)
د ((طلا در مس)) په کتاب کې د تصوير په اړوند داسې ليکل شوي: د تصوير څخه دوه ماناوې استنباط کولاى شو يو دا چې د انسان په ذهن کې د لومړي ځل لپاره يو انځوريز شى د حوداثو له لارې ځاى ونيسي، چې په دې صورت کې تقريباً په عام ډول ټول شيان په دې برخه کې شامل کېداى شي او دويمه مانا يې هر هغه شى چې د هنرمند، ليکوال او يا شاعر په ذهن کې د يو اثر د پنځونه په وخت کې ايجادېږي چې دا دويمه مانا هنري او شعري بڼه لري.
تصوير په ساده ژبه کې راټولولو ته وايي او شعر په ژبه کې د ذهني ترسيمونو او صورتونو د ترتيبولو څخه عبارت دي د تصوير او تصور (فکر) په منځ کې کوم توپير نشته، تصوير هم په فکر او ذهن کې د يو شي او يا يوې پېښې ساتلو ته وايي.
د تصوير او تصور صرف عيني او ذهني بڼه يې بدله ده، تصوير، صورت، شکل يا د څېرې نوم يا شکل دى. ( ۲)
(وايلون او پيکي) د انګريزې ژبې شاعر دى، وايي:
وهلى پورته- پورته خېز کې
غوا د مياشتې د پاسه توپ وواهه
وړوکي سپي وخندل
چې دغه چلونه يې وليدل
پشقاب له خپلې کاشوغې سره منډې ووهلې
(د يو انګريزي شعر ژباړه)
ښاغلى (ګراډګرانيډ) وايي چې دغه شعر نامعقول دى، هو نامعقول دى، مګر په زړه پورې شعر دى، کله چې ماشومان دغه شعر واوري له خندا او خوشحالۍ نه لاسونه پړکوي او ټوپونه وهي.
دا شعر نه دى لوبه ده خو څوک ثابتولى شي چې د شعر ويلو انګيزه د لوبې د انګيزې سره توپېر لري.
هو! نامعقول دى او ښايي همدا سبب وي چې شعر دى.
د افتاب په کمند نه خېژم اسمان ته
نه ږدم بار لکه شبنم په دوش د کلو
(کاظم خان شيدا)
لنډه دا چې په هر شعر کې يو ډول مفکوره شته، بلکې مفکوره بايد په شاعرانه صورت کې تجلى وکړي.
(محمود دروېش) وايي: شعر مې په حدس پيلېږي، بيا ترې انځور جوړېږي خو لا هم شعر نه دى، بايد موسيقيت په کې پيدا شي، څو شعر شي که افکار او انځورونه راسره وي او د موسيقي ترنګ په کې نه وي ځاى شوى، شعر نه شم ليکلى.
همدا علت دى چې شعر خپله له موسيقي پيلوم خو بايد ليکنه له فکره خالي نه وي؛ نو ايا (دروېش) د عربي ژبې نامتو شاعر شعر په الهام نه ليکي؟! دى وايي، د الهام لټه مې کړې چې ځان پرې پوه کړم، کله الهام د خارجي او داخلي عناصرو توافق راته ښکاري، داسې چې ذهن پرانېستل کېږي، کله ناکله ميز ته کينم هېڅ نه ليکل کېږي،کله بيا زړه نازړه د ميز په لوري ورشم څه وليکل شي، نو که الهام وي بايد ځان پرې پوه کړو، هغه په خپله نه راځي، الهام د يوه مجهول څه په څېر دى، که فکر پرې ونه کړو نه يې شو ترلاسه کولى.
ولوله (احساس يا عاطفه):
روهي احساس يا عاطفه د شعر د يو بل اړين رغنده توک په توګه تر څېړنې لاندې نيسي:
په شعر کې احساس يا عاطفه ضروري شرط دى. که شاعر درد، ارزو، اندېښنه، قهر او تاثير ونه لري؛ نو لوستونکي يا اورېدونکي له داسې شعر څخه خوند نه شي اخيستى.
(ليف تولستوى) په خپل اثر (هنر څه شى دى؟) کې په دې ټکي ټينګار کوي چې د شعر اصلي وظيفه داده چې مقابل لوري ته احساس ورنقل کړي.
(ساوستيانوف) ليکي چې: په هنر کې قضاوت، مفکوره او حقيقت په عاطفې بڼه تبارزوي. او ( د هنر وظيفه يوازې معرفي نه ده، بلکې هغه د انسان پر وړاندې مسالې طرح کوي، ژوند ته خوند وربښي او د نړۍ په ارتباط د ده عاطفي برخورد پياوړى کوي.)
(موري) وايي: (ستر شاعر د ژوند په باره کې د نتايجو د لاس ته راوړلو لپاره هڅه نه کوي، بلکې په هغه کې يو کيفيت تشخيصوي د ده عواطف چې په يو بل کې يې تداخل کړى دى، ورو- ورو په ده کې يو عادت رامنځته کوي. زما په نظر د شاعر د تجربې اسلوب عاطفي نسبت دى.
شعر، که ښکلى وي يا هيجان پارونکى يا تصوير درلودونکى، په هر صورت له احساساتو او عواطفو سره اړه لري. ( ۴)
عاطفه د انسان په نفس کې هغه داخلي ځواک يا قوه ده چې د انسانانو نفسونه، ذهن اغېزمن کوي.مګر دا هم بايد ووايو چې ټول هغه څېزونه چې په نفس اغېزه کوي حقيقي نه شو ګڼلاى.
ځينې شاعران او خطيبان چې عمومي هيلې او غوښتنې ور معلومې وي د عوامو په شعور لوبې کوي. داسې کلمات راوړي چې احساسات د موقت وخت لپاره اغېزمن کوي. که چېرې د وخت هيلې بدلې شي بيا هغه کلام يا وينا بيا هېڅ ارزښت نه لري. اغېزمن والى او باور له لاسه ورکوي. دغه عواطف چې پياوړى بنسټ ونه لري. د بليغ شعري کلام ځانګړنې به ونه لري.
په ادب او شعر کې د الفت صاحب په قول د عاطفي صدق بايد يو عاطفي حقيقي بنسټ ولري د تخليق کوونکي او شاعر د زړه غږ وي. که چېرې په يو شعر کې صدق نه وي، ساړه تشبيهات، پيکه ستانيې، تکلفي مبالغې څه اغېزې نه لري او ذوق ورځنې کرکه کوي.
بليغ او اوچت ادب يوازې په مبالغې نه وي بنا او ايجاد شوى بلکې د عواطفو په صدق او ريښتينوالى پورې اړه لري. هغه شاعر کې چې د عاطفې صدقت نه وي، که هر څومره لفظي تکلف، مبالغې او بديعي صفتونه په کې ځاى شي اغېزمنتيا به يې له هغه ولسي عاطفي سندرو او شعرونو څخه لږ وي ځکه چې د عاطفي صدق په کې وي.
مهم توکي په شعري عاطفي کې صداقت دى، پاملرنه وکړي لاندې شعري بېلګو ته او په خپله قضاوت پرې وکړئ.
يا ټيک ستا په جبين دى، يا سترګه د سبا ده
يا جام د چين ماچين دى، يا سپينه خوله زيبا ده
يا عطر د ګلابو، يا ستا د مخ خولې دي
يا تورې د فولادو، يا سترګې د ليلى دي.
يا کيف دى د شرابو، يا بنګ د بنګالي دى
يا هجر سخترين دى، يا تبه يا وبا ده
يا باغ د ښکلو ګلو، يا ستا ښکلى کاکل دى
اواز دى د بلبلو، يا زړه د حميد ګل دى
يا تيغ د غوڅولو، يا ستا خوني چارګل دى
يا دا مرغ زرين دى، يا ستا خوني چارګل دى
په ځينو شعرونو کې ښه صنعتګري شوي وي، په ډېر ژور فکر او تکليف سره رغول شوى کلام وي خو روح، جمال او هغه احساسات او عواطف په کې نه وي چې اورېدونکي او لوستونکي اغېزمن کړي. په عواطفو کې لاندې څېزونه ضروري دي. ( ۳)
تول، وزن، بهر او اهنګ (Rhythem):
د وزن کلمه چې غاړې (لحن) او اواز ته ويل کېږي، چې دلته د (ريتم) يعنې د اواز د موزون والي په مانا استعمال شوې ده، په پارسي کې د (ريتم) د پاره د (اهنګ) له کلمې څخه کار اخيستل کېږي. موږ کولاى شو چې (وزن) د (ريتم) په مانا استعمال کړو، په شعر کې د منظمو او يا تقريباً برابرو زمانې وقفو ترمنځ د هماغه مشابې اوازونو تلکرار ته ريتم ويل کېږي.
موږ دلته هغو تجربو ته رجوع نه کوو چې ارواپوهانو د وزن (ريتم) په باره کې کړي دي، خو دا خبره څرګنده ده چې (که په خپله اواز مکروه نه وي) وزن د انسان پر سايکلوجي باندې لذت بخښونکى اغېز کوي.
دا بايد ووايو چې هر شعر (د ازاد شعر په ګډون) هرومرو يو ډول وزن لري. حتى ښکلى او خوندور هنري نثر هم يو ډول وزن لري، خو د ازاد شعر او هنري نثر وزن باقاعده او منظمه متريک بېلګه نه تعقيبوي.
ځينې ادبپوهان ازاد شعر د منظم وزن د نه درلودلو په سبب اصلاً شعر نه ګڼي، که خبره همداسې وي نو وزن د شعر ارګانيک توک دى ازاد شعر يو ډول وزن لري چې البته د نظم په اندازه باقاعده نه دى. (۱)
وزن عربي کلمه ده په لغت کې تللو ته وايي او د تول په مانا هم کارول کېږي. د ترنمي ګړنې له مخې په شمېر، اوډنې (ترتيب) او ځينو صفتونو کې له څو پرله پسې غږونو د څو نورو پرله پسې غږونو برابرولو او د غږونو ترمنځ د برابرو (مساوي) فاصلو ساتلو ته (وزن) کول وايي.
هغه متحد شکل چې د هرې برخې د پرله پسې غږونو له مخې (ټولنيز) تلفظ څخه لاسته راځي وزن دى.
په شعر کې د کلمو د هجاوو او خجونو (اکسنټ) ترمنځ نسبت او تناسب ته د غرب په ادب تيورۍ کې د زوړ يونان (ريتم/Rhytmos) وايي په عربي کې ورته د (بحر) کلمه کارول کېږي، په پښتو ژبه کې ورته د (تول) کلمه مناسبه برېښي. ريتم، بحر او تول په بديعي ښکلاېيز کلام کې يو سيستماتيک متوازن او د کلام د ټاکليو او د سره ورته، مشابه واحدونو له ځانګړو تکرارېدلو څخه عبارت دى، چې هغه په بېلابېلو ډول شعرونو سره چې (تونيک، سېلابېک او سېلابوتونيک) سره ويشلي او توپير کولاى شو.
همدغه پورته ځانګړنې کولاى شي چې منظوم کلام له منثور څخه جلا کړي، په ساده ډول، ريتم، بحر او شعري تول وينا د يو ډول سيستماتيکو تکرارونو څخه عبارت دى، چې بديعي نوى مفهوم يا پېغام افاده کړاى شي، په بديعي افادو کې د ريتم، وزن او تول مراعات ډېر لرغونى دى، بشريت ته خپله طبيعت په خبرو کې د وزن او تول الهام ورکړى دى.
د کال د موسمونو موزون او هم اهنګ بدلون، د لمر منظم او پرله پسې راختل او پرېوتل، د شپو او ورځو منظم اوښتل، د انسان د زړه منظم ضربات او بالاخره د پنځ (طبيعت) په نورو اړخونو کې تغير او تبديل، ټول د انساني خواږه او منظم کلام پيدايښت لپاره سرچينه وه او د طبيعت په دغه موزون نظام کې د لرغوني بشريت سره دا مفکوره پيدا شوې وه، چې د ژوند د کار او عمل په ډېرو اړخونو له ريتم او تول څخه کار واخلي، پنځ انسان ته په مرموز ډول او ګونګه ژبه دا ښودله چې د ژوند په چارو کې له نظم، ريتم او اهنګ څخه کار اخيستل، چارې اسانوي، په همدې ډول د انسان په چارو کې نظم او تول په ورو- ورو پراختيا او پياوړتيا موندله. د ګډ ژوند د نورو منظمو چارو په لړ کې انسانان په ډله ايزه جګړو او ښکار کولو بوخت شول، ورسره د جګړو او ښکار په بهېر کې له خوشحالي، نڅا څخه په زړه پورې حرکات، موذونې په تول برابرې سندرې او قصې راوزېږېدې.
له منظوم کلام د دې لپاره ګټه اخيستل کېدله، چې خپل زورور احساس او لوړ فکر د (تول) شوو او موزونو الفاظو او عبارتونو په وسيله د اورېدونکيو، فکر او ذهن اغېزمن کړي او تر خپلې اغېزې لاندې يې راولي.
که څه هم شعر او نظم هغه لرغونى باور او ځواک له لاسه ورکړى دى، اوس بديعي ادب په څرګند ډول په بشپړه توګه د ژوند ژور او پراخ اړخونه انځورولاى شي. د انسان د ذهن او رواني حالاتو تمثيل کولاى شي. تر نثري کلام شعر او نظم اغېزمن جادويي اغېزې لري. د شعر وزن او فوم ډېر ډولونه لري. (۳)
په انګريزي کې وزن د خج پر بنسټ ټيکاو لري، يانې يو خج يو وزن دى، په داسې ترڅ کې چې پارسي وزن پر څپه باندې ټيکاو لري، يانې يوه څپه يا هيجا يو وزن دى، په بله وينا، کوم چې په انګريزي کې د يوې غونډلې د اداينې لپاره پر کار لوېږي، د خجونو پر شمېر پورې اړه پيدا کوي، په داسې حال کې چې په پارسي کې دغه زمانې کچه د هغې د څپو په شمېر پورې اړه لري.
که چېرې موږ د پښتو ولسي ادب لنډۍ په پام کې ونيسو، مجموعاً په (٢٢)څپو يا دوو مسرو کې دروند مانيز بار او ښکلا لېږدوي. د لنډۍ لومړۍ مسره (٩) او دويمه (١٣) څپې لري، پر ټولو لنډيو باندې يو قانون د تطبيق وړ دى، د هرې لنډۍ د لومړۍ مسرې څلورمه او اتمه څپه او د دويمې مسرې، څلورمه اتمه او دولسمه څپه، خجنه وي. لکه:
امانتي مې ګور کې کېږدئ
که يار خبر شي ما به خپل وطن ته وړينه
***
يوه وعده راسره وکه
چې د صراط په پله به يو ځاى سره ځونه
***
ستا به واده زما به مرګ وي
ستا به ډولۍ زما به کټ خاورو ته ځينه
***
ولې دې بد راسره وکړه
زما همدغه يله وه چې يار لرمه
د پورتينو ټولو لنډيو لومړى نيم بيتې ٩ سيلابه دويم نيم بيتى ١٣ سيلابه وي او د هر لومړي نيم بيتي په ٤ او ٨ مې څپې باندې خج وجود لري او د دويم نيم بيتي په ٤، ٨ او ١٢ مې څپې باندې خج شتون لري. (۵)
ماخذونه
۱. روهي، څېړندوى محمد صديق، شعر پېژندنه، ميهن خپرندويه ټولنه، پېښور.
۲. رشيدي، پوهنوال جمشيد، ادب تيوري، ١٣٩١ لمريز کال.
۳. رفيق، پوهنوال محمد رفيق، ادبپوهنې بنسټونه، د لوړو زده کړو مطبعه، کابل ١٣٩٠لمريز
۴. زيار، دوکتور مجاور احمد، پښتو بدلميچ، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨٦لمريز کال..
۵. يون، پوهندوى محمد اسماعيل، پښتو شعر هندسي جوړښت، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٣٨٨لمريز.
۶. ژباړن اجمل ښکلى، کره کتنې مکتبونه، مومند خپرندويه ټولنه، جلال آباد، ١٣٩١لمريز کال.
۷.بيتاب، ګل محمد، تنقدي ادب، يونيورسټي بُک ايجنسي، پېښور، ١٩٩٤م.