حبیب میرخېل

(شعر څه دی او ولې رامنځ ته شو؟)

په فلسفه کې او د ټولو فلسفي بحثونو ترمنځ «د کایناتو راز» او «د وجود معما» تر ټولو پېچلي بحثونه دي او د مختلفو هنرونو له منځه د شعر او شاعرۍ فلسفه عین مقام او مرتبه لري. خو بیا هم انسانانو کله هم د دې معما له سپړلو او حلولو لاس نه دی اخستی، ځکه د دې ډول پېچلو معما ګانو حل ځانګړی کشش او جذابیت لري. که څه هم قناعت بښوونکی او غوڅ ځواب ونه لري، خو بیا هم د دې ډول معماګانو په اړه فکر کول د انسان حتمي برخلیک دی. دا لیکنه هم د پورته معما یانې د شعر د څه والي غوټې پرانستلو ادعا نه لري خو هڅه یې دا ده چې د معما پر مختلفو اړخونو او پټو زاویو رڼا واچوي او له پاره یې شفافه طرحه وړاندې کړي. اوسنۍ فلسفه هم همدا وايي چې د مسئلې سمه طرحه، نیمايي حل لاره ده.

پيل له « شعر د څه له پاره» کوو او دا چې شعر څرنګه او ولې رامنځ ته شو، ورپسې به یې څه والی وڅېړو او په دې کې به وګورو چې د «شعر تعریف» څه دی او شعر څه ډول د شاعر له ذهنه وجود مومي. «د شعر د ادراک او ترلاسه کولو مېتودولوژي»، «د شعر مختلفې کړنې»، «د شعر او شاعرۍ مرض پېژندنه یا پتالوژي» به هغه بحثونه وي چې یو په بل پسې به راشي.

لومړی: شعر څنګه رامنځ ته شو؟ (د شعر وجودي فلسفه)

ولې شعر منځ ته راغی؟ د کومې روحي او رواني تشې ډکولو له پاره را پیدا شو؟ او که شعر نه وای، ولې به د ژوند له رنګونو یو څه کم وو؟ یانې هغه څه چې د شعر د غیابت په صورت کې له ژوند څخه منفي کېدل، څه دي؟ د شعر وجودي فلسفه څه ده او له شعر پرته به انسان څه له لاسه ورکول؟

شعر له هغه ځایه پیلیږي چې خبري او د راپور نثر پای ته رسیږي. انسانانو د ویلو او خبرو له پاره ډېر څه لرل خو عادي خبرو راو روانې ژبې یې د بیانولو توان نه درلود؛ ځکه یې اصلي لاره پرېښوده او د بیان له پاره یې نوې لارې، بڼې، شکلونه او قالبونه غوره کړل. خبري نثر د انسان د حسي حالاتو او عواطفو د بیان له پاره لوازم نه لرل؛ ځکه نو خندا او ژړا د مرستې لاس ورکړ، شعر او آواز هم د دغو خامو او لومړنیو احساساتو له پاره لطیف، موزون او خواږه کلامي وسایل وګرځېدل. کلام په دې حالت کې د اطلاع رسونې او خبرونې رول نه بلکې د احساس ورښودنې او عواطفو د بیان رول ولوباوه. نو که خبره همداسې وي، د شعر مخینه او تاریخچه باید د بشر له تاریخ سره سمه وګڼل شي؛ ځکه نو ویل کیږي چې لومړی شاعر حضرت انسان «آدم» و. ده هغه وخت خپل احساسات او د زړه آه د ویرنې په چوکاټ کې بیان کړل چې یو زوی یې د بل زوی په لاس ووژل شو:

تغیّرَت البلادُ و من علیها            فَوَجهُ الاَرضِ مُغَبِّرٌ قبیح
تغیّر کلُّ ذی طعمٍ و لونٍ             و قلَّ بِشاشَه الوجه الصبیح
فوا اَسَفا عَلی هابیلِ اِبنی             قتیل قَد تَضَمَّنَهُ الضَریح

خو ژبپوهان وايي د حضرت آدم ژبه سریاني وه، مګر دا چې آدم (ع) ته منسوب دغه شعر په عربي ته ژباړل شوی وي، خو دغه احتمال هم ډېر کمزور ښکاري. د لومړني انسان او حضرت آدم پیغمبر په اړه له علمي بحثونو او مناقشاتو پرته، ګڼ نظرونه داسې دي چې شعر او شاعري د لومړنیو انسانانو میراث دی. ځینې هم وايي چې شعر د پېریانو خلاقیت دی او جن وهلو یا پېریاني انسانانو ته ښودل شوی دی. له دې ټولو روایتونو ښکاري چې شعر د مینې، ویرنو، غربت او بېلتانه په څېر عواطفو او احساساتو د بیان ژبه ده او له دې امله چې دغه چاره د خبري نثر له وسه پوره نه وه، شعر، موسیقي، سندره او په ټولیزه توګه د دې برخې هنر ابداع شو تر څو هغه څه بیان کړي چې په عادي ژبه یې د بیانولو امکان نه و.

انسان د وجود دوه قلمروه لري: عقل او عاطفه. علم د لومړي قلمرو ویاند دی او د شعر په ګډون هنر، د دویم قلمرو ویاند. نو د دې پوښتنې لنډ ځواب چې شعر څه ډول منځ ته راغی دا دی چې شعر د دې له پاره راغی تر څو د وجود حسي قلمرو د تورو او کلماتو په چوکاټ کې د ذهن له زندان څخه خلاص شي او د خپل وجود د بیان له پاره ځانګړې ژبه ولري.

شعر څه دی؟ (د شعر جوړښت):

د شعر پر ماهیت د فیلسوفانو، روان پوهانو، ټولنپوهانو، ښکلا پوهانو  او شاعرانو په ګډون د علومو د بېلابېلو څانګو پوهانو بحثونه کړي او هرې ډلې د خپل تخصص میدان، موضوع او اهدافو ته په کتو تعریف کړی او تر ډېره یې د شعر د منشاء او هدف مسئله څېړلې ده.  پورته په ډېره ساده ګۍ او اسانۍ وویل شول چې شعر د روانې ژبې او خبري نثر ماتونه او د حساساتو، عواطفو او تمایلاتو د بیان له پاره د نوې ژبې را پیدا کولو محصول دی، خو دا چې شعر څه دی، دومره اسانه او ساده خبره نه ده. ټولې ستونزې، ننګونې، شخړې، معماوې او پېچلتیاوې د شعر په تعریف کې مخې ته راځي؛ ځکه نو باید تلمیحا ً ووایو چې د شعر تعریف په پیل کې اسانه خو په پای کې خورا ستونزمن کار دی. غواړم پوه شو چې د «شعر» ودانۍ له کومې مصالحې جوړه شوې، خو وړاندې له هغې باید په دې هم پوه شو چې ولې د شعر په تعریف کې شته اختلافونه له کومې سرچینه اخلي؟

د شعر په تعریف کې اختلافونه:

لکه څرنګه مو چې وویل د ټولو هنرونو له منځه د شعر د تعریف په اړه د نظر یوالی تر ټولو ټیټه کچه لري. پوښتنه دا ده چې د دغو ستونزو او اختلافونو ريښه چېرې ده؟

د شعر د تعریف او مانا په اړه د نظرونو د اختلاف تر ټولو مهم لامل د شعر د مختلفو انواعو او شعري قالبونو له ګڼون څخه سرچینه اخلي. یانې دا چې د شعر د فورم او مضمون تاریخي تحول او تطور ته په کتو، د «شعر» تر واحد سرلیک لاندې خورا زیات کلامي موجودات او مخلوقات نومول شوي چې له ډلې یې کولای شو د تېرې زمانې اخلاقي، دیني او عشقي منظوم داستاتونه او حکایتونه او د اوسني عصر آزاد شعر، سپین شعر، آزدا نظم او … یاد کړو.

د شعر له مفهوم څخه موږ برداشت یو ډول تاریخي، تغییرمند او متحول برداشت دی. باید روښانه کړو چې آیا شعر یوازې یو مشترک لفظ دی چې د غفلت له وجې د ذاتا ً مختلفو کلامي پدیدو له پاره کارول کیږي یا دا چې لاهم کولای شو د پخواني او اوسني شعر ترمنځ ګډه پوله پیدا کړو. د کلامي هنرونو د مختلفو ډولونو ترمنځ د مختلفو کلامي ترکیبونو شتون، د هغوی د پولو، حدودو او طبقه بندۍ ټاکنه ناشونې کړې ده. دکلمه، ادبي ټوټه، منظوم نثر، منثور شعر، نیمه مالېستي داستانونه، متلونه او… د دغو پولو ترمنځ د قطعیت نه شتوالي غوره بېلګې دي.

د شعر په تعریف کې بله لویه ستونزه دا ده چې شعر له کلمې جوړ شوی او نه شي کېدای کلمه په ټولیزه توګه له خبري او مانايي دلالت تشه وي؛ همدارنګه د شعر کلامي طبیعت او جوړښت د هغې د خالص تجرید او انتزاع مخه نیسي؛ ځکه نو شعر د موسیقۍ او نقاشۍ په څېر لیدنیزو او غږیزو هنرونو برعکس، هېڅکله نه شي کېدای «خالص» هنر وګڼل شي. یانې دا چې د موسیقۍ یوازې اورېدنه او د نقاشۍ ته کتنه د هنري ادراک بنسټونه دي، مګر مانا ته له پاملرنې پرته د کلام اورېدل بېځایه هڅه ده او داسې ښکاري لکه د مارغانو آوازونو یا د ماشومانو بې مفهومه غږونو ته غوږ نیول. له کلمې او مانا پرته شعر وجود نه لري. شعر هم مانا لري او هم فورم  او هر هغه تعریف چې دغه دوه مفاهیم له پامه وغورځوي، له شعر پرته د کوم بل څه تعریف به یې وړاندې کړی وي.

نو ویلای شو چې شعر له یوې خوا د شاعرانه کتنې او ذهنیت او له بلې خوا د ژبې او شاعرانه بیان د ازدواج حاصل دی. شاعري هم د ښو خبرو کولو هنر دی او هم د ښو خبرو ویلو. یانې لومړی استتیک او ښکلاییز اړخ لري او دویمي عاشقانه او عارفانه اړخ. اوس راځو د شعر شته تعریفونو ته، هغه تعریفونه چې مختلفو شعر پوهانو او شاعرانو وړاندې کړي دي.

د شعر وړاندې شوي تعریفونه:

که څه هم د شعر له پاره له پیل تر دې دمه ډېر تعریفونه وړاندې شوي او ادپوهان وايي شعر زموږ په ترخه او بې خونده ژوند کې خوند پيدا کوي، د څو شېبو له پاره خلک له ترخو واقعیتونو څخه د احساس، عاطفې، تخیل او ښکلا نړۍ ته رابولي، عواطف یې تصفیه کوي، له زړونو څخه یې د یورنګ والي او ابتذال رنګ لرې کوي او دردونو ته یې تسکین ورکوي؛ شعر د دښمنۍ او کرکې خپرولو وسیله او د سوداګرۍ مال نه بلکې مقصد یې د ښکلا بیان دی، د احساس لېږدونه ده، د میخانیکي ژوند پر ضد پاڅون دی، د آرماني ژوند انځور او په ساحرانه الفاظو سره د احساس پارونه ده، د نیم بسمل مرغه نغمه ده، موزیکال فکر دی، روحاني الهام د او شهودي دی، د هنر د آلهې پیغام دی او شعر شعر دی. دلته لومړی هغه تعریفونه وړاندې کیږي چې ډېر پخوا د شعر له پاره وړاندې شوي دي:

اپلاتون: شعر د طبیعت تقلید دی.

ارستو: هر ډول مخيل کلام که وزن ( ايقاع-ريتم ) ولري يا يې ونه لري شعر دى. یا شعر هغه وينا ده چې په زړه کې هيجان پيدا کوي.

ابن خلدون: هغه کلمې چې وزن او قافیه ولري او د یوې ارادې له مخې لیکل شوې وي، شعر دی.

ابن سینا: ان الشعر هو کلام مخیل مؤلف من اقوال موزونه متساویه و عندالعرب مقفا…

ازرا پاونډ: شعر له موسیقۍ پرته وچیږي.

نصیر طوسي: د شعر غرض تخیل دی.

کارلایل: شعر موزیکال فکر دی.

شکسپیر: لېونی، عاشق او شاعر سر تر پایه له وهم او خیال څخه جوړ دي.

دویم، هغه تعریفونه چې اوس مهال د شعر له پاره کارول کیږي:

الفت: ځینې وايي شعر هغه موزون کلام دى چې د انسان په احساساتو او عواطفو کې تحرک پيداکوي، ځینې وايي هر کلام چې دغه کار کولى شي وزن او قافيه ولري او په زړه اغېز وکړ شعر دی.

لکه څرنګه چې لیدل کیږي په پورته ټولو تعریفونو کې شعر د نورنو هنرونو د ځانګړتیاوو له مخې تعریف شوی نه د هغو ځانګړنو له مخې چې شاعرانه کلام یې لري. باید روښانه شي چې شعر له نورو هنرونو سره د ګډې پولې پر لرلو سربېره کومې ځانګړنې لري. یوازې دا بسنه نه کوي چې شعر له معمارۍ، انځور ګرۍ، موسیقۍ، نڅا او… سره تړلی وګڼو بلکې باید په دې پوه شو چې شعر خپله کومې ځانګړنې او خاصیتونه لري چې له نورو هنرونو پرې را بېلېدای شي. شعر داسې څه وايي چې نور هنرونه یې نه وايي، دا اصلي خبره ده.

نور بیا…………..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *