کله کله به مو اورېدلي وي چې شاعران وايي ډېر شاعرانه موسم دى، ډېره شاعرانه شېبه ده، شعرونه راباندې اورېږي، ډېر شاعرانه انداز لري، پلانکى شاعرانه طبيعت لري، ډېره موده وشوه چې زه او شعر سره ورک يو او … دا په حقيقت کې ټول يو محدود وخت زموږ له ژونده بېلوي او راته وايي چې شاعر هر وخت شعر نه شي ليکلى او يوه ځانګړې شېبه يا حالت شته چې شاعر په کې ښه شعر پنځولى شي.

شعر تخليق دى، د رامنځته کېدو په اړه يې دا خبره هم ډېره کېږي چې شعر ويل کېږي او کله ليکل کېږي، په دري ژبه کې د ځينو شاعرانو د ژوند ليک په برخه کې ولولو چې در سن … به سرودن شعر آغاز کرد… دلته سردون د شعر ويلو په مانا راځي او په پښتو کې بيا اکثره وخت ليکل راځي ، وايي پلانکى ښه شعر ليکي، يو شعر مې ليکلى، خو کله کله بيا ويل هم کارېږي.

که څه هم “ويل” ځينې کسان يوازې د شعر لوستل بولي چې يو څوک دکوم شاعر شعر دکلمه کوي او لولی يې، خو له بله اړخه بيا تر ډېره دغه موضوع د شعر له فطري اړخ سره تړل کېږي او شعر پېژندونکي په دې اند دي چې طبيعي شعر په شاعر راځي او له شاعر نه ويل کېږي، شاعر نه پوهېږي او شعر ورباندې د شاعرانو په اصطلاح را نازل شي.

شعر ليکل بيا تر ډېره د شاعرۍ له فطري اړخ نه يو څه لرې والى بولي ، لکه شاعر چې چا اړباسلى وي چې بايد شعر وليکي، البته  پر شاعر د شعر راتلو يا الهامي بڼه پيکه کېږي او شاعر خپل شعر بيخي دده له ارادې وتى يو الهامي کلام بولي.

د روښاني غورځنګ سرلارى پير بايزيد انصاري(٩٣١-١٠٢٤هـ ق) هم په خپل مشهور اثر خيرالبيان هم کې همدا خبره کوي او وايي چې ددې کتاب موضوعات چې د فورم له اړخه نيمه شعر دى، پر ده د الهام په څېر را نازلېږي او دده په واک کې نه دي.

عرب نوماند شاعر نزار قباني د شعر ليکلو د شېبې په اړه وايي: د شعر ليکنه اسانه ده، خوزه نه پوهېږم چې شعر څنګه ليکم، هېڅ نه پوهېږم لکه کب چې په خپلو لامبو وهلو، هوسۍ له خپل ټوپ وهلو او سپينه د ځمکې د جاذبې خلاف حرکت کولو باندې نه پوهېږي.!

قباني وايي زه خوشحاله يم، ناڅم، خو د خپلو پښو د حرکت په اړه هېڅ سوچ نه شم کولى ځکه چې که يې په اړه فکر وکړم ، نو بيا زما موازنه خرابېږي او لوېږم.

په هر صورت له دې ټولو خبرو وروسته په دې خبره ټول شاعران او شعر پېژندونکي موافق دي چې شعر که ويل کېږي او يا ليکل کېږي، خو يوه ځانګړې شېبه لري او په هغه شېبه کې شاعر له خپلې کاري او فزيکي نړۍ ډېرې لرې تللى وي او د خپلې شاعرانه نړۍ په رنګينو کې ګرځي او تورې ورباندې د باران د څاڅکو په څېر د معمول خلاف را ورېږي.

د طبيعي او فطري شعر يوه ځانګړتيا همدغه ده چې نه وخت غواړي او نه هم د شاعر وخت نيسي، شاعر به په لاره روان وي، په کار کې به وي، په موټر کې ناست وي حتى کله کله خو په عبادت بوخت وي او ذهن يې بلې خوا ته لاړ شي، په ذهن کې يې د الفاظو او کلمو يوه تابلو انځور شي او شعر وليکي.

همدغه شعر بيا ددې شاعرانه شېبې وروسته شاعر ته داسې ښکارېږي لکه دا چې د بل چا کلام وي، لکه ده چې هېڅ نه وي ويلي، د پښتو غزل بابا چې خپله هم يوه موده ورباندې د شعر الهام او د ليکنې هنر بند شوى و او سخت ورنه ځورېده ، د وړاندې يادې شوې شېبې په اړه وايي:

چې خپل غزل له چا نه واورم حمزه

وايم چې چا داسې وينا کړې ده

د شاعر لپاره د خپل شعر په اړه دا ډول يو احساس د شاعر زړه او ذهن ته سرور او طراوت ورکوي او دا په حقيقت کې له خپل کلام څخه د هغه يو ډول رضايت دى، سره ددې چې له خپل شعر څخه رضايت تر ډېره د شعري نوښتونو مخه ډب کوي او له نوښت څخه د شاعر پام په بله اوړي.

شعر د انسان په درون کې په ناڅاپي ډول رامنځته کېږي او د شاعرۍ د يوې ډول بې تابۍ، تلوسې او لټون زېږنده ده، دغه لټون د يوې ورکې ښکلا لټون دى چې د شاعر په درون کې ده، خو خوره وره ده او شاعر يې لا په مجسمولو( کښلو) نه دى توانېدلى او هر ځل چې هغه وکاږي نو فکر کوي چې څه ورنه پاتې دي او بيا له سره ورته ځير شي.

الهامي او فطري شاعر په شاعر ۍکې د پولو او فرمايشونو له ټاکلو ډېره بده وړي، دا ډول اشاره هم هغه ته کله کله د حکم مانا لري او کله چې قلم ته لاس کړي، نو د الفاظو او کلمو سحرګري او واک ورنه پردۍ کېږي او که څه وليکي هم، نو خپل کلام يې نه ګڼي.

ځينې کسان فکر کوي چې شاعر به د پسرلي په ښکلي موسم، شنو دښتو، باغونو، ګلونو، ويالو، چمنونو، باران او بلبلانو د نغمو د اورېدو پرمهال ښه شعر ليکي او له دې ډول چاپېريال نه به خپل احساس په شعري انځورونو او الفاظو کې بيانوي.

دا هم سمه ده، خو سمه په دې هم نه ده چې شعر په هر څه کې موندل کېږي، ددې برعکس موسم، واور، نرم باد او سپينو واورو او حتى هر څه کې شعر شته او هر څه شعر دى، خو اخيستنه او موندنه يې د شاعر په ذوق او هڅه پورې اړه لري، شاعر د يوې ښکلا او ورکې په اړه يوازې يوه الهام ته اړ وي او کله چې پرې راشي، نو بيا د کوم فورمول او ترکيب پرته داسې کلام پنځوي چې شېبه وړاندې يې هېڅ تمه نه وي.

کله کله داسې شي چې شاعر په يوه ساعت کې څو غزلې وليکي، ښې او يو له بل نه يې متفاوتې او رنګارنګ وليکي چې د شاعرانو په اصطلاح زړه ورباندې اوبه څښي او دى ورنه راضي وي.

ددې برعکس بيا کله کله داسې شېبې راشي چې شاعر هر څومره هڅه هم وکړي، نو شعر ورنه ورک وي، حتى ډېر ساده شعر هم نه شي ليکلى او فکر کوي چې عادي انسان دى او هېڅ شاعرانه ځواک او شعري هنر نه لري، يا په بله اصطلاح هېڅ شاعر نه دى.

شاعر په دغه شېبه کې زيات ځورېږي او داسې انګيري چې د خپل يوازېتوب يو ښه ملګرى يې ورک کړى او خپه کړى دى، ښايي چې د تل لپاره ورنه تللى وي، خو د وخت په تېرېدو بيا يوه ځانګړې شېبه، يوه پېښه او يو احساس بيا ددې سبب شي چې د شعر چينه يې بهانده او د پخوا په څېر جاري شي.

سره ددې چې شاعرۍ ته رياضت هم زيات مهم دى، رياضت دې ته وايي چې شاعر په خپله تخيلي نړۍ کې پراخه مزل وکړي، د شعرونو، تورو او الفاظو سره ولوبېږي او د تعويذ کوونکي غوندې خپل اوراد پاخه کړي، له نورې نړۍ سره يې بيخي اړيکه پرې کړې وي او له يوې اوږدې مرحلې وروسته ډېر عالي شعر وپنځوي او خپل راټول کړي دروني کيفات په تورو کې ونغاړي.

بېلابېل شاعران د شعر ليکلو په اړه بېلابېلې تجربې لري، د رسنيو له ادبي خپرونو سره د شاعرانو نه په مرکو کې تل پوښتنه کېږي چې شعر ته دې ولې مخه کړه، ولې دې کوم بل ژانر ونه ټاکه، ځوابونه سره ډېر توپير نه لري، څوک وايي نه پوهېږم چې شاعر يم که نه يم او ولې شاعر شوم؟

څوک همدارنګه د ژوند او روزګار له ناخوالو شکايت کوي، څوک مينتوب، ماته، د کورنۍ د غړي مړينه، يوازېتوب، محروميت او خوښۍ بهانه کوي، له وطن مسافري، هجران، همداسې په ادبي ناستو، مشاعرو، له يوه بل شاعر سره د مخ کېدو او يو ځاى پاتې کېدو سبب شعر ته د مخې کولو لامل بولي، همداسې درد، خوښي او د يوه شاعر هڅونه يا نور… يادوي.

همدارنګه له دې پرته د وخت په لحاظ هم د شعر ليکلو شېبې مختلفې وي، سهار، ماښام، مازديګر او يا د سپوږمۍ شپه چې معمولا د شاعرانو ډېره خوښه وي، ما له ډېرو شاعرانو اورېدلي چې د شپې له خوا په چوپتيا کې ښه شعر ليکي، کلى او اطراف د ښار په پرتله د شعر پنځولو لپاره ښه او مناسب بولي، حتى کله کله د شعر لپاره د وزګارتيا خبره هم کوي.

زه خپله ډېره ځله په مشاعرو کې له داسې شاعرانو سره مخ شوى يم چې وايي،ماته يې ناوخته خبر راکړ، شعر مې ونه ليکه، په لاره مې يو څه ليکلي، د فلانکي صيب په غوښتنه مې دا بيتونه وليکل، مناسبتي مشاعره به وي او په همغه مناسبت به يې شعر هم ليکلى وي، خو دا ټول هغه څه دي چې د شعر له فطري اړخ سره نه جوړېږي او د کسبي شاعرۍ بېلګې دي.

دا سمه ده چې شاعر تر ټولو حساس موجود دى، د پېښې او احساساتو پر وړاندې يې عواطف او جذبات تر نورو انسانانو هيښ وي، په يوه پېښه کې موږ خواشينى يو او يوازې اوښکې تويوو، يا په يوه خوښۍ ناڅو او شور جوړوو ، همدغه احساس شاعر اړکوي چې خپل جذبات د شعر په تورو کې را ونغاړي، خو شعر بيا خپل ارزښتونه لري او تلپاتې شعر بايد پر دغه معيارونو او عناصرو تکيه ونه کړي.

که څه هم د نړۍ د ځينو سترو شاعرانو او ادبياتو شعرونو د درد په چينه اوبه څښلې او نړيوال شهکارونه يې پنځولي دي، د هند د ستر شاعر رابندرناتهـ ټاګور د مېرمنې او اولادونو پرلپسې مړينې ددې سبب شوې چې يوه ستر غم ته غاړه ورکړي او د ګيتانجلي يا د تلپاتې سندرو نظرانه وپنځوي او د نړۍ د ګوټ ګوټ وګړو زړونه سره په خپلو تورو را غونډ کړي.

همداسې د لبنان جبران خليل جبران هم ورته دردونو او له ماري سره ژور تړاو دې ته اړ کړ چې له ډېره درده تلپاتې نثري ټوټې وپنځوي او نړيوال شهرت تر لاسه کړي، دا ټول راته دا موضوع څرګندوي چې د انسان تر ټولو عالي شخصيت په ستونزو او درد کې تر لاس کېږي او د ژوند خوښۍ او رنګينې په ارام ژوند کې پټې پاتې کېږي.

په لنډون سره بايد ووايو چې فطري شعر هر وخت نه ليکل کېږي او شاعر يې هر وخت شاعر نه وي، دا شاعري يو ډول ځانګړى الهام دى چې په شاعر را نازلېږي او شاعر د خپل زړه سرګرداني او اضطراب په ښه توګه حس کولى شي او فکر کوي چې د خپلې معشوق سره يې د ليدلو شېبه را رسېدلې ده.

شاعر په دې شېبه کې له خپلې فزيکي نړۍ سره مخه ښه کوي، حتى داسې وخت هم راشي چې شعر ورباندې راشي، ويې ليکي خو پوره نه شي، ددې شېبې له تېرېدو وروسته بيا هغه شعر ډېر وخت نه شي بشپړولى او نيمګړى پاتې وي، ځکه شاعر په هغه شېبه کې بيا د خپل شعر په چاپېريال کې نه وي او ډېر وروسته يوه داسې شېبه ورباندي راځي چې دى له خپل نيمګړي شعر سره وتړي.

د زور يا په بله اصطلاح فرمايشي او د وخت شاعري ‎بيا وخت نه لري او هر وخت چې د شاعر زړه شي توري او الفاظ سره تړي او خپل ټولنيز او شاعرانه رسالت تر پښو لاندې کوي، دا ډول شاعري مهالنۍ ده او د تلپاتې شاعرۍ ځاى نه شي نيولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *