محمد یار یار

د ښاغلي سلیمان لایق په باب مې یوه لیکنه اول په (بدلون ) اونیزه بیا فیسبوک کې خپره کړه

په هغه لیکنه کې ما رشتیا مبالغه کړې وه، چې د لایق شعر، زماني، غرونه، اسمانونه او ټول هغه شیان لړزوي چې واقعاً د لړزېدو نه دي.

پر دغه لړزېدا زما د فرهنګي ژوند یوه صمیمي او ځیرک انډیوال ګران جبار فراز نیوکه کړې وه چې ((حقیقت خو دا دی چې نه د چا شعر او ترانې اسمانونه او غرونه لړزولای و ښورولای شي او نه هم دا د شعر کار دی.))

اوس ستونزه چېرې ده؟

موږ په فکري، علمي، تیوریک، فرهنګي او ایډیولوژیک لحاظ د ډبرې زړې او ورستې زمانې سمبولونه بلل کېدای شو؛ زموږ ژوند د درېیمې زریزې په علمي ځل و بل کې پر هغسې خوړینو اساساتو ولاړ دی چې د نن ورځې پر علمي معیار خو نه دي برابر چې نه دي، بلکې په ډېرو مواردو کې ضد علمي دي.

زه په ۱۳۹۲ کال کې له ادبیاتو پوهنځي فارغ شوم، دا چې څنګه؟ اوس دې دا د شرم احساس له ما سره خوندي وي. خو د پوهنتون په چنجو خوړلو چپټرو کې همدغسې پوه شوم چې شعر موږ د ساینسي حقایقو په تله نه شو تللای، شعر که یوازنی کار هم کولای شي، هغه به همدا د غرو و اسمانو لړزول وي.

په شعر کې مبالغه څه چې غلو خاص اهمیت لري، مانا بېخي یو ناممکن کار هم په شعر کې ممکن دی؛ ډېر حقیقي شعر ممکن هغه وي چې ډېر غیر حقیقي ان ضد حقیقي پېښه پکښې شوې وي.

دا او دې ته ورته نورې خبرې د پخوانیو بدیع، بیان او نورو شعري اصولو تقاضا وه او دا ممکن د اصحاب کهفو د سیکو غوندې د نننۍ نړۍ په هنري بازار کې چلاو ونلري او موږ بیچارګان خو د هغې زمانې پاتې شوني یو.

زه په عینې حال کې په دې ډېر خوښ شوم چې ګوندې دا یوه ښه بهانه شي او ګران فراز او نور د نوې زمانې له علمي خوی و بوی سره بلد  وطنوال مو د اصولو له هغو سیکو سره آشنا کړي چې د ننني شعر په بازار کې چلښت لري.

که د نن ورځې د شعر اصول نور وي او ما په زړو بابولالو او مبالغو د نوې زمانې د ځوانانو وخت ضایع کړی وي. نو مخامخ بخښنه غواړم خو تاسو هم یوه ځوانې وکړئ چې د نوې نړۍ د پرمختګ او تمدن په اصلي رازونو مو خبر کړئ!

One thought on “د شعر کار څه دی؟ / محمدیار یار”
  1. !سلامونه یار صیب
    په زړه پوری لیکنه مو کړی. زما په اند شعر باید معاصر او په اوسنی وخت کښی شعر تر هر څه دمخه نوښت ته اړتیا لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *