ګل رحمان رحماني

په کيسه يا داستان کې کرکټر د کيسې د وړاندې کولو او بشپړتيا لپاره يو تر ټولو مهم عنصر دى او د کيسه ليکوال په مهارت پورې اړه لري چې داستاني مهارتونو ته په پام سره خپله خبره د کرکټر په مرسته څنګه بيانوي او ټاکلي کرکټرونه په کيسه کې څنګه لوبوي؟

مجرب او د داستاني ادبياتو پر ژبه پوه کيسه ليکوال تر خپله وسه هڅه کوي چې ځان د کرکټر پر احساساتو کې ورشريک نه کړي او هغه څه چې دى يې غواړي پر کرکتر يې ونه تپي، بلکې هغه دې په طبيعي ډول خپلې مخې ته پرېږدي.

په شعر کې په ځانګړي ډول سپين شعر او ازاد شعر کې هم د شعري کرکټر د ټاکنې او په شعر کې د نغښتې کيسې د مخته وړلو لپاره د کرکټر ټاکنه خورا مهمه ده، خو شاعر بيا د کيسه ليکوال په پرتله له ګڼو خنډونو او ننګونو سره مخ دى.

ځکه له يوې خوا شعر څه عادي خبرې نه وي او طبيعي ده چې له نثر سره اوچت توپير لري، له بلې خوا په همدې ډول د شعر کرکټر يا کرکټرونه هم د کيسې په څېر عادي بڼه نه لري، شاعر په خپل شعر کې له انسان ور ها خوا د خپل چاپيريال ډېرو موجوداتو ته ژبه ورکوي.

غرونه، سيندونه، ونې، بوټي،لمر، سپوږمۍ، زمان، مکان او … د هغه د شعر په فضا کې لوبېږي، بېلابېلې صحنې مخته وړي او شاعر ته ګرانه وي چې خپل عواطف احساسات دې پرې ونه تپي او ورڅخه لرې دې پاتې شي.

بله ستونزه يې دا وي چې شاعر بيا د نثر په څېر ازادي نه لري چې په خپل زړه صحنه او زمينه سازي وکړي، دى په يوه تنګ چاپېريال کې راګير وي، کيسه نه ليکي، شعر ليکي، خيال، عيني او ذهني انځور، وزن، موسيقي، شعريت او … بايد رعايت کړي.

خو اسانتياوې هم لري، دى اړ نه دى چې د خپل شعري کرکټر لپاره منطق وکاروي، په شعر کې په منطق او منطقي ژبه پسې ګرځېدل د شعر ښکلا کموي او د ښکلا او محبوبيت يو راز يې په غير منطقي تړاوونو کې وي، ځکه چې شاعر غواړي له يوې کلمې او يوې خبرې څو ماناګانې وړاندې کړي او هر څوک په کې خپله مانا ولټوي.

   اروښاد اسحاق ننګيال د پښتو ژبې يو داسې برلاسى شاعر دى چې په شاعرۍ کې يې د نورو ښېګڼو او ښکلاوو تر څنګ د کرکټر په ټاکنه کې ډېر دقت کړى او د يوه داستان ليکوونکي غوندې يې خپل شعري کرکټرونه په پوره مهارت لوبولي او شعر ته يې دا ځانګړتيا ور په برخه کړې چې د يوه ښکلي داستان تنده پرې ماته شي.

     د تاريخ اسنادو له مخې اروښاد ننګيال خپل مشهور شعر (بنګړيواله) د ١٣٧٢ کال په ژمي کې ليکلى دى. دا هغه مهال و چې هېواد مو د لويو بلاګانو په ژامو کې د مظلوميت نارې وهلې، د کابل واټونه په وينو سره وو. په داسې حالاتو کې يوازې ننګيال و چې بنګړيوالې توړۍ ته يې پام و.

   دده د ياد شوي شعر کرکټر يوه بنګړيواله ده، بنګړيواله يې داسې انځور کړې چې يوازې د هغه لسيزې نه، بلکې د پېړۍ تراژيدي ويلي شي. بده به نه وي چې دا شعر دلته تر پايه ولولو:

بنګړيواله

بنګړيواله توړۍ بيا پر کلي راغله

بنګړيواله شرنګ پرولو

دښايسته رنګونو څانګه

بنګړيواله زموږ دکلي

د زلميو د « طالعو » دنازکې غوټې وږم

بنګړيواله زموږ دکلي

دپېغلو ټو داختر دشېبو زېری.

*  *  *

بنګړيواله توړۍ راغله

ړنګه بنګه سانيولې

په پستو پستو زګېروويې

دهر کاڼي تپوس وکړ

خوزموږ دکلي لارو

دپردېسې بنګړيوالې

تش دخولې سلام وانه خيست

وې يې : هو ! رښتيا زړه شوم

دغو سترګو رب وهلو

خدايزده چېرته

بيا پر کومو نابلدو کوڅو سرکړم؟

*  *   *

بنګړيواله توړۍ تم شه

حک حيرانه پښیمانه

بنګړيوالې په لستوڼي

دبڼو دوړې جارو کړې

هرديوال يې ددې کلي

له خواږه  نظره تېرکړ

وې يې: نه ، کلی همدادی

داکوڅې هغه کوڅې دي

خو حيرانه يم چې څنګه

نن مې پل پکې پردی شو؟

*  *   *

بنګړيواله ړنګېدله، بوګنېدله

چې له لرې زموږ دکلي

پخوانۍ ښار وښکاره شوه

يو اشنا سلام يې وکړ

اودانه يې دانګورو

دبوډۍ په خوله کې وکړه

وې يې : ځه نو بنګړيوالې

ځه ورځه پر مخ دې ښه شه

اوس نو هغه کلې نه دی

اوس هغه بيبيانې نشته

اود ښکلو مړوندونه

ډېر کلونه شول چې پرې دي.

  موږ يو ښکلى داستان ولوست، خو په شعر کې، طبيعي ده چې په هغه زمانه کې به د بنګړيوالې تر څنګ نورې ډېرې ترخې تراژيدۍ هم د بنګړيوالې توړۍ تر څنګ روانې وې، د شعر د داستان راوي د خپل شعري کرکټر په مرسته دا فضا ډېره ژوره او ښه انځور کړې، د لنډې کيسې غوندې انځورګري، مکالمه او ټاکلى مکان لري.

   خو بيا هم موږ د شاعر شعر لولو، ځکه د يوه ښکلي او تراژديک داستان خوند ورنه اخلو چې شاعر د کرکټر په انتخاب او صحنه جوړولو کې له داستاني مهارتونو، تمثيلي هنر او خپل شاعرانه خلاقيت څخه ښه ګټه اخيستې ده.

کره کتونکي د کيسې کرکټرونه پر دوو ياني اصلي او فرعي کرکټرونه وېشي، ليکوال بايد د اصلي کرکټر د ژوند په ټولو خوا پوه وي، که څه هم کله کله اړتيا نه وي چې ليکوال د هغه د ژوند ټولې خواوې لوستونکو ته ولېږدوي.

په اصل کې دغه ليد د اصلي کرکټر د رواني کړنو لامل او د کېسې په بهير کې اړتيا ده؛ خو فرعي کرکټرونه يوازې د اصلي کرکټر د ودې لپاره په کيسه کې د استفادې وړ دي.که چېرې د کيسې فرعي کرکټرونه په سمه توګه ونه کارول شي په دې صورت کې به له اضافي خبرو پرته بل څه نه وي.

د پښتو اوسني شاعرانو په منځ کې ګڼ داسې شاعرانو مومو چې دې ټکي ته يې په ډېر ښه ډول پاملرنه کړې ده، د غفور ليوال په ګڼو ازاد شعرونو کې د شعر د اصلي کرکټر تر څنګ فرعي کرکټرونه هم لوبېږي.

د هغه په مشهور شعر(مکتبۍ ) کې صاحبزاده صيب د شعر مرکزي يا اصلي کرکټر دى چې د شعر په کيسه کې راوي هم دى، خو يو بل فرعي کرکټر( ژرندګړى) يې هم نږدې يار دى، له اس او شړۍ پرته ژرندګړۍ هم ددغه مين د ځانګړى نړۍ د راز او نياز ملګرى دى، د خان صاحب کور ته ازاد تګ راتګ کوي او صاحبزاده صاحب ته د مکتبۍ احوال راوړي.

د کرکټرونو دا ډول غاړه غړۍ کول او د شعر د کيسې مخته وړل، شاعر ته په شعر کې د تمثيلي هنر ځواک ورکوي، خو له کرکټرونو پرته که چېرته يوازې شاعر راوي شي او له خپل زړه سره خبرې وکړي، نو ډېر اغېز به ونه لري.

ځينې شاعرانو له انسانانو پرته نور طبيعي موجودات هم په خپلو شعرونو کې د کرکټر په توګه انتخاب کړي، له دې لارې يې د خپل شعر تمثيلي هنر او انځوريزه ښکلا پياوړې کړې ده، د پيرمحمد کاروان (چنار خبرې کوي) شعر کې د چنار کيسه موږ ته راښيي چې شاعر پر خپل کرکټر څومره خواري کړې او د داستاني مهارتونو له لارې يې راته د حالت څنګه شهکاره انځور کړې ده.

په همدې توګه د ننګيال او لېوال له ګڼو شعرونو پرته د نور محمد لاهو، کاوون توپاني، کاروان صيب او څو نور… هغه شاعران دي چې په خپل شعر کې يې د تمثيل هنر او کرکټر کښنه کې ډېر کامياب دي او په ګڼو شعرونو کې دا ډول بېلګې لري.

نور محمد لاهو په يوه شعر کې وايي:

يوې مور د وژل شوي زوى سينې نه

وينې سور غشى راوويست

ويې بې زويه دې كړم ولې

ورته غشى په ژړا شو

ويې زه هم شوم بې موره

هغه پورې ونه وينې

چې يوه ګوته يې نه شته

همهغه زما موركۍ ده

همهغه زما موركۍ ده

د نور محمد لاهو په دې شعر کې له پورته ځينو يادو شوو ځانګړتياوو تر څنګ، داستاني تلوسه او پيل هغه څه دي چې موږ ته يې د يوې ښکلې تراژديکې کيسې خوند را لېږدولى دى، همدارنګه مکالمه چې د داستان مهمه برخه بلل کېږي، په دې شعر کې يې وينو.

که چېرته کوم کيسه ليکوال په مخامخ توګه د خپلې کيسې د کرکټر يا کرکټرونو له خولې مخامخ ستاينه وکړي، نو دا د کيسې د کرکټرونو په ځانګړې توګه د کيسې د اصلي کرکتر د پېژندنې کمزوری روش دی.

د کيسې کرکټرونه بايد د کيسې د وروستۍ موخې او د خپلو کړنو د منطق پر بنسټ چې د ټولنيزو طبقو، روحي او رواني ځانګړنو ښکارندوی وي ، مناسبې خبرې رامنځته کړي او هر يو يې د موجود عمل او غبرګون، له مخکې د موجودو جوړښتونو، د علت او معلول د اړيکې پر بنسټ وړاندې شي.

بله دا چې که چېرته شاعر په شعر کې د کرکټر لپاره په خبرو کې له ځانګړو کلمو، متلونو او د ولسې ادب اصطلاحات وکاروي، نو د دې لامل ګرځي، چې په شعر کې خوځښت او زړه را ښکون را زيات شي.

   د غفور لېوال په مکتبۍ شعر کې د شعري داستان د خوند او ښکلا يو راز په دې کې دى چې شاعر له خپلې ولسي پوهې پوره ګټه اخيستې، که چېرته له صاحبزاده صاحب سره د ژرندګړي پر ځاى د ښار کوم هټيوال ملګري يا راز او نياز کړى وى، نو دومره خوند به يې نه و.

په يوه وخت کې له دې يادو شوو ځانګړتياوو ګټه اخيستل او په هره برخه کې شاعر پاتې کېدل، د هر شاعر د شاعرۍ په پوخوالي، خلاقيت، وړتيا او له ژوند څخه پر اخيستې تجربه پورې اړه لري.

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *