تاند- له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په درشل کې د شفافیت د څار یوه افغان ټولنه وايي چې په یوه نظرپوښتنه کې نیمايی پوښتل شویو ورته ویلي چې رشوت ورڅخه غوښتل شوی دی.
د شفافیت د څارټولنې د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې افغانان د کال د ۳ ملیارد ډالرو معادل پیسې په رشوت ورکوي.
د دې ټولنې د نظرپوښتنې نتیجې ښيي چې اداري فساد له ناامنۍ او بې روزګارۍ وروسته د افغانانو تر ټولو ستره ستونزه ده.
د دې ادارې مشر اکرام افضلي نن /پنجشنبه/ په کابل کې وویل چې دې نتیجې ته د خپلې هغې نظرپوښتنې پر اساس رسېدلي چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یې کړې ده.
دا اداره وايي چې له ۸ زره افغانانو سره یې مرکې کړي دي.
د افضلي په وینا کابو نیمايي مرکه کوونکو ورته ویلي چې د فساد شاهدان پاتې شوي، یا یې رشوت ورکړی یا یې په حضور کې رشوت اخیستل شوی دی.
دغو کسانو دا هم ویلي چې د رشوت شکایت یې کړی خو ګټه یې نه ده کړې.
په سلو کې اویا پوښتل شویو کسانو محکم او څارنوالان رشوتخواره بللي دي.
په سلو کې ۵۵ نورو ویلي چې له دوی څخه رشوت غوښتل شوی دی.
ګڼو پوښتل شویو کسانو اداري فساد په هیواد کې له امنیت سره تړلی بللی دی.
دا خبر باید داسی شروع شی: افغان مامورین، څارنوالان او قاضیان د کال ۳ ملیارده ډالره رشوت خوری او په تیرو څو کلونوکی یی په مسلسل ډول په نړیواله سطحه لمړی مقام تر لاسه کړی دی
شاید چی له ۴ ملیاردو هم رشوت واوړي.
ډيره معقوله نظر پوښتنه ده.