د ځوانې شاعرې شفيقې خپلواک چې د ” بيرغ” په نامه شعر يې د ډېرو زړونه خپل کړل د شعر دويمه ټولگه “باډيوې څارمه” د چاپ په گاڼه وپسولل شوه.
د تېر ميلادي کال په ترڅ کې د ” بيرغ” په نامه شعر ويونکې ځوانې شاعرې شفيقې خپلواک نوم د ډېرو په خوله و.
د اغلې خپلواک شعر د دوى تنکي عمر ته په کتو پوخ وبلل شو او گڼ مينه وال يې وموندل.
باډيوې څارمه کې د اغلې خپلواک د بيرغ شعر هم ځاى شوى دى.
پر دغه کتاب خپله سريزه کې اغلې خپلواک ليکي :
“ لمر پرېواته مهال به، بام ته وختم. رنګا رنګ باډيوې به په فضا کې نڅېدې. د باډیو ننداره خوند راکوي. ځان به مې په کې احساساوه. موږ هم د باډیو په څېر په نریو تارونو تړلي یوو، یو څوک مو اداره کوي، د یو چا په واک کې یوو. دې تار که له یوې خوا موږ تړلې یوو، له بل پلوه یې موږ ته لوړتیا رابښلې، یو څه یې رانه جوړ کړي.“
پر دغې ټولگې اجمل پسرلي هم سريزه ليکلې ده او هغه وايي چې په دې شعرونو کې خپله شاعره څوک موندلى شي:
“پوهېږئ چې د یوې افغانې پیغلې شعرونه لولئ. د هوډ په نوم شعر کې مثلا وایي:“په پلو کې مې د شپې سندرې راوړې دي،په همدې شعر کې دا خبره هم کوي چې ( لمن کې مې لمرینې سندرې راوړې دي).
څو کاله وړاندې د دوى د شعر لومړۍ ټولگه ” چې لاس دې نه راکاوه” د مصور بنسټ له خوا چاپ شو.
اوس همدې بنسټ د شفيقې خپلواک دويمه شعري ټولگه چې ازاد شعرونه لري خپره کړې ده.
د شهيد ډاکټر محمد هاشم مصور بنسټ تر دې دمه ٥٠ ټوکه بېلا بېل کتابونه چاپ کړي دي.
دغه بنسټ له اغلې خپلواک له کتاب سره دوه نور هم په همدې ورځو کې خپاره کړل.
دا کتاب خپرندوى بنسټ نژدې يوه لسيزه وړاندې جوړ شو.