مینه ابراهیم خیله

د میرمن کلتوری – ټولنیز بهیر ۱۶ اوونیزې غونډې رپوټ

د میرمن کلتوری – ټولنیز بهیر شپاړلسمه غونډه چې د( هیلې او اوښکې)  په نوم د بهر میشتې افغان شاعرې  شفیقې پښتونزۍ نوې خپرې شوې ټولګې مخکتنې ته ځانګړی شوی وه د ۱۳۹۳ کال د سلواغی په ۲۵ نیټه د پنجشنبې په ورځ په کتاب ښار کې د میرمن بهیر د اوونیزو غونډو په تالار کې جوړه شوه.

د غونډې ویانده مینا نظری وه. غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو چې د آغلې ظریفې غفورزۍ له خوا ولوستل شول ، پیل شوه ، د غونډې پرانیستونکې وینا په ولسي جرګه کې  د خوست د خلکو استازې او د میرمن کلتوری – ټولنیز بهیر د دارالانشآ مسوولې اغلۍ ساهره شریف واوروله. نوموړې پښتو ادب ته د بهر میشتې افغانې شاعرې اغلی پښتونزۍ خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه چې زموږ دغې پښتنې بااحساسه خور د اروپا په هوسا او بسیا ټولنه کې هم خپل وطن او ولس له یاده نه دی ایستلی او شپه ورځ افغاني ادب ته خدمت کوي.

1ورپسې  آغلې پاکیزې ارزو د شفیقی پشتونزۍ لنډه پیژندګلوي ولوستله پښتنه میرمن شفیقه پښتونزۍ یوه با احساسه په هېواد پښتو او پښتونولۍ او ادب مینه پښتنه شاعره ده ، دشهید عبدالجیب پښتون لور ده، اغلی پښتونزۍ سید زاخیله ده چی د سولی،علم او ادب ټاټوبی ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ د شګی په کلي کې یی په زوکړه د یوی متمدنی ،پوهه خووښوونکی او اسلامپاله کورنۍ لېمی سړی شوی دی ،لومړنۍ زده کړه یی د شګې د نجونو په لیسه کې کړې دي ، او بیا د ننګرهار ولایت د بی بی الایی  لیسې څخه له دولسم ټولګی فارغه شوی ده چې  ننګرهار ولایت د پیداګوژیۍ انسټیټوټ څخه تر فارغیدو وروسته د خدایی ورکړی  ذهنی وړتیا او زیرکتیا  په مټ او له علم او پوهی سره د ډیرې مینې او لیوالتیا له کبله د ننګرهار په طب  پوهنځي کې شامله شوه خو  له بده مرغه  د جګړو ناخوالو راتګ سره د اغلی پښتونزۍ هیله نیمګړی پاتی شوه له هغی وروسته یی ژوند په مسافرت کی تیر  شو چی تر اوسه یی د مسافرت په ژوند کې  ښوونې او روزنې برخه کې په ډیره مینه خدمت کړی پښتونزۍ له فکری او روحی پلوه تل د خپل کړیدلي ولس په څنګ کې پاتې شوې په هیواد کی د هرې نا دودي  په درد او فریاد له کبله د بل شوی اور  په سوځنده لمبو د شعر یخی اوبه تویی کړی دی.

په دی غونډه کې د میرمن بهیر د نشراتي ارګان(ځلا) مجلې مسوول مدیرې آغلې نعیمې غني د میرمن شفیقې پښتونزۍ پر شعرونو او د نوموړې پر شخصیت خبرې وکړې. دغه راز د افغان میرمنو د لاسنیوي شبکې مشرې آغلې ظریفې غفورزۍ هم د کتاب په اړه خبرې وکړې.

په غونډه کې لیکوال او شاعر میراحمد یاد هم خبرې وکړې زیاته یې کړه چې د میرمن پښتونزۍ په شعرونو کې نوې خبرې لږې دي په کار ده چې دا پخپلو شعرونو نور کار هم وکړي ددې هستونو ته باید په درنه سترګه وکتل شي. دغه راز  ویناوالو  هر یوه  حیران ژمن او الهام جمالزي هم د میرمن شفیقې د شعرونو په اړه خبرې وکړې.

په غونډه کې د افغان ملي غورځنګ او میرمن بهیر غړې میرمن نزاکت جدي د افغان میرمنو د ژوند او حقوقو په اړه خپله وینا واوروله، زیاته یې کړه چې موږ باید د ټول بشریت د حقوقو لپاره کار او مبارزه وکړو. لیکوال او شاعر جیلاني جلان هم د میرمن شفیقې پښتونزۍ د شعر په اړه خبرې وکړې د هغې د شعرونو ځینې برخې یې وستایلې خو ویې ویل چې د میرمن شفیقې په شعرونو کې د موضوعاتو تکرار شته او لا هم په کار ده چې نوموړې خپلو ادبي هڅو ته نوره پاملرنه وکړې ډاکټره تورپیکۍ د غونډې بله وینا واله وه چې د آغلې شفیقې د نوي کتاب په اړه یې خبرې وکړې.

وروسته د ( هیلې او اوښکې) د کتاب شاعرې میرمن شفیقې پښتونزۍ خبرې وکړې له میرمن بهیر او نورو لیکوالوڅخه یې ددې غونډې د جوړولو په خاطر مننه وکړه هیله یې څرګنده کړه چې ددې راتلونکي شاعري د وطن د خلکو د خوښیو او نویو مسایلو په اړه وي میرمن شفیقې خپل څو شعرونه ولوستل.

د غونډې په پای کې اغلې شفیقې پښتونزۍ ته میرمن کلتوری – ټولنیز بهیر ستاینلیک، د افغان میرمنو د لاسنیوي ټولنې او د لوی افغانستان ټولنې ستاینلیکونه ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *