لکه څرنګه چې تاسې خبرياست چې د روان لمريز کال د جوزا دمياشتې د ١١نېټې څخه را پدې خوا خوست ولايت ته د شمالي وزيرستان څخه تر دې مهاله (٣٠٠٠٠) ديرش زره په شميره کورنۍ را کډه شوې دي او لاهم را روانې دي او دا مهال ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ځاى پرځاى شوي او دژوندانه له ګڼ شمير ستونزو سره مخامخ دي او سترګې يې د هر چا لاسنيوي ته په تمه دي.

خوست ولايت ته د کډوالو په راتګ  دخوست ادارې او ولسونو د اسلامي مسووليت ،وجيبې ،همدردۍ او بشر دوستۍ له مخې د راغليو کډوالو ستونزو او غوښتنو ته د رسيدګۍ په خاطر هڅې پيل او اغيزمنې کړنې يې تر دې مهاله ترسره کړې دي ،په زرګونو کورنيو ته يې د خوراکي موادو ،غير خوراکي موادو او نقدي مرستې رسولې دي او دغه بهير لاهم دوام لري ، ولې داسې اړې او مظلومې  کورنۍ هم شته چې لا هم دمرستو او همکاريو په تمه شپې او ورځې سبا کوي.

کډوالي په بشري ژوند کې تر ټولو سخت پړاو دى ،ځکه چې هر کډوال د اړتيا ،احتياج ،ظلم او مظلوميت له امله خپل کور  او کلى پريږدي او بل چيرته پناه وړي ،د شمالي وزيرستان خلک چې د لرغوني افغانستان له خلکو سره وروروليزې او دوستانه اړيکې لري ،وينه ،دين او فرهنګ يې سره مشترک دي ،همدا لامل دى چې د شمالي وزيرستان په زرګونو کورنۍ افغانستان او په ځانګړې توګه خوست ته را کده شوي دي ،د لومړۍ ورځې راهسې دخوست شريف ولس ورته په خپله غيږه کې ځاى ورکړ ، خپل کورونه يې په اختيار کې ورکړل او خپله ډوډۍ يې ورسره نيمايي کړه تر دې مهاله هر افغان د راغليو کډوالو مېلمه پالنه او عزت کړى دى.

د ژمي سخت او سوړ موسم را روان دى ،اقليمي شرايطو هم بدلون موندلى ، تودې سيمې هم سړې شوې دي او راغلي اړ او مظلوم کډوال چې ماشومان ،ښځې ،سپين ږيري يې لويه پرخه جوړوي تر شنه اسمان لاندې په داسې چاپيريال کې ژوند کوي چې په هيڅ صورت د ژوند لپاره مناسب نه دى ،اوس د هرې کډوالې کورنۍ يواځنۍ هيله او ارمان دا دى چې خلک ورسره لاسنيوى وکړي ،د ماشومانو سترګې يې له اوښکو ډکې دي او د اوښکو پاکول يې د هر مسلمان دنده او مسووليت دى.

دخوست ادارې او ولس زيات تلاش کړئ او لاهم په دې برخه کې تلاش کوي چې د اسلامي مسووليت پرپنسټ دراغليو کډوالو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي وکړي ، ځينو نړيوالو مرستندويه ټولنو ،ملي تجارانو او شتمنو خلکو هم خپلې مرستې او همکارۍ نه دي سپمولې، چې همکارۍ او مرستې يې د مننې او درناوي وړ دي.

خوست ولايت مقام يوځل بيا له ټولو هېوادوالو ،ملي تجارانو ،نړيوالو مرستندويه ټولنو ،خيريه بنسټونو غوښتنو کوي چې راغليو کډوالو سره د عاجلو ژمنيو توکو ،خوراکي او غير خوراکي موادو بشري  مرستې وکړي ، خپلې مرستې ژر تر ژره اړو کسانو ته ورسوي ،هرڅوک چې له راغليو کډوالو سره لاسنيوى وکړي لوى خداى پاک ج به يې په دنيا او اخرت کې سرلوړى کړي ، ژوند به يې له نيکمرغۍ او ثواب څخه ډک شي.

هر څوک چې د اسلامي مسووليت او بشر دوستۍ پراساس له راغليو کډوالو سره دمرستې نيت ،پلان او اراده لري کولئ شي چې د کډوالو چارو دتنظيم او سمبالښت دکميسيون سره چې د ولايت مقام په هدايت سره شپه او ورځ دکډوالو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي کوي اړيکه ونيسي . خپلې مرستې ژر تر ژره  راغليو کډوالو ته ورسوي  هر څوک دې تر خپله وسه پورې خپل اسلامي مسووليت اداء کړي .

په همدې هيله

خوست ولايت مقام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *