تاند- د شمالي کوریا اتومي خبرونه یا نور مهم خبرونه یوازې دا (پاسنی عکس او لاندې ویدیو) زړه ښځه اعلانوي.

کله چې دا د اتومي ازموینې خبر اعلان کړي یو شمېر خلک په واټونو کې ورته چکچکې کوي.

دا ښځه (ري چون هي) نومېږي. ۷۴ کلنه ده او د لمسیانو او لمسیو خاونده ده.

د سکای نیوز د راپور له مخې، ویل کېږي چې مېرمن هي په ۱۹۴۳ م کال د تونګچون ولسوالۍ په یوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلې ده.

دې د تمثیلي هُنرونو پوهنځی د پلازمېنې پیویانګ د فلم او تیاتر په پوهنتون کې لوستی دی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۱ م کال د شمالي کوریا په دولتي تلویزیون کې د ویاندې په توګه ښکاره شوه.

تر ۱۹۷۴ پورې د دولتي تلویزیون د ویندویانو مدیره وه.

دا د نطاقۍ په مهال د خبرونو د ویلو ترڅنګ تمثیل هم کوي، کله کله اوښکې هم تویوي.

کله چې یې د کوریا د پخواني مشر د مړینې خبر اعلاناوه، ویې ژړل.

مېرمن هي په ۲۰۱۲ م کال تقاعد شوه خو ۴ کاله وروسته بیا په تلویزیون کې ښکاره شوه او د شمالي کوریا د توغندويي ازموینې خبر یې ولوست.

مېرمن هي اوس د ویندویانو راتلونکي نسل ته روزنه ورکوي.

د دې ویدیو په پای کې نوې ویندویانې وینئ چې هم ځوانې دي او هم ښکلې؛ ځکه یې د شمالي کوریا خلک خوښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *