د ویاړلي نیلاب د پنجشیر د هسکو غرونو څخه په کږو وږو د هېواد ختیځ په لور څپې وهي، د خپلې شنې لمن په څنډه (لغان) یې ښایسته منظرې پرتې دي، چې هر بڼ یې بېلابیل ګلبوټي لري چې یويې هم ښاغلی اصغر هاشمي دی چې د هندوکش شمال یې د ګلابونو وږمې د کونړ پر دنګو څوکو شیندي.

د امو له سیند څخه د اور لمبو زمونږ د بڼ ډېر ګلونو وسوځول د بڼ بوراګان هم ځینې ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ ګوټ ګوټ ته وکوچېدل چې ښاغلی سید اصغر هاشمي هم د ایران په پلازمینه (تهران) کې په ۱۳۶۰ لمریز کې پیدا شو. نوموړی د پوهنمل سید الرحمن هاشمي زوي، د لغمان اوسیدونکی، په ۱۳۸۸ لمریز کې د ښایسته ننګرهار په غېږه کې لوړې زده کړې د پښتو ادبیاتو په برخه کې بشپړې او په همدې کال د غرونو په لړیو ښکیل کنړ کې د پوهنتون د استاد په توګه د لومړنۍ دندې قدمونه پورته کړل.

د ده جغرافیوي چاپیریال( لغمان، ننګرهار او کونړ) سمسورې او شنې درې، د کونړ او نیلاب څپانده سیند، د لوړو غرونو پر سر تورې او سپینې وريځې، د نارنج د ګلونو د وږمو نری – نری شمال او په ژمي کې د ننګرهار د شنې لمنې ترڅنګ اصغر نفس اخلي، خوند اخلي او یو احساس یې دې ته وهڅوي چې د خپل د قلم له نوکې څخه د ادبیاتو په نړۍ کې د تخلیق او تحقیق نوې پنځونې وکړي.

نوموړي تر دې دمه د دېرشو په شاو خوا کې هنري او څېړنیز اثار د چاپ ډګر ته راوتلي دي، اوسمهال یې د کابل په پوهنتون کې د پښتو ژبې په اړه د ماسټرۍ زده کړې هم پاي ته ورسولې. دی په ټولګي کې ارمه لکه سمندر خو په هر مضون کې یې عالي نمرې اخیستې د ټولګي د زده کونکو د ملا د تیر په توګه پېژندل کېده. ښاغلی اصغر د ژباړې په فن کې هم ښه وړیتا درلوده چې په دې اړه یې د ایراني لیکوالو څو اثار چاپ شوي او د ماسټري د زده کړو په اړه به یې هم د درسي موادو د جوړولو په موخه ژباړې کولې.

اصفرتانده او پیاوړې ځوانې لري، په اروايي لحاظ هم غښتلي دی لا اوس هم د ختیځ د طبیعت له نندارې څخه ځواک اخلي د هنري او ادبي نړۍ په اسمان کې د اثارو یو – یو ستوری روځ تر بلې د ډېریدا په حال کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *