همایون بهادري

پر کلي مو یوه ناروغي راغله چې له مشره تر کشره ټول ټوخي ونیولو. هغه وخت د دلوې وروستۍ شپې وې. زموږ سیمه سړه هوا لري، سړه یې څه کوې چې په وردګو کې د ششګاوه د سیمې یخ په نامه دی. زموږ کلی هم ششګاو ته نیږدې دی. خدای خبر چې ټوخي ته به چا زموږ د کلي ادرس ورکړی و؟ د ټوخي تر واکمنېدو وروسته زموږ په کور کې هم د شپې خوب نه و. ځکه له لویه تر واړه د ټولو خولې (۲۴) ساعته نه پټېدې. خوب په موږ حرام و، که به یو ویده شو، نو بل به په نوبت سره خوله خلاص کړه.

د دې ناروغۍ درملنه زموږ د کلي ډاکټرانو نه شوی کوله. ډاکټر دې هم یاد شي، هر چا به د خوراکې په دوکان کې پینځه-‌شپږ بوتله د تبې شربت، شنې د درد او د پشۍ چاپ واله د ګولیانو څو پاکټ اېښي وو. دا زموږ د کلي تر ټولو مجرب ډاکټران وو. یوه بله ډله خلک وو، چې هغوی به د نرسان رول لوباوه. هغه د کلي هغه پاخه عمره کسان و چې دوه-‌درې ټولګیه درس به یې ویلی و. که به کوم کس له غزني یا هم سپین کلینیک څخه د ځان لپاره په درملو کې پیچکارۍ راوړې وې، نو هغه به بیا دوی د جومت مخه کې ور لګولې.

په ټول کلي د شنې ټوخلې خپسکه سپره وه. کلیوال ورخطا ښکارېدل، ځکه چې د کلي ډاکټرانو، نرسانو او باتجربه سپین ږیرو او سپین سرو به همدا ویل چې الله دې فضل وکا، دغه کاپر مرض دی خدای که مو په اسانه پرېږدي. د جومات پر ګرمه تبۍ به هر مازدیګر همدا بحث روان و، هر چا به د پام وړ نظرونه ویل. چا به دغه ټوخلې ته د یو څه نوم ورکولو او بل به بل څه. کله، کله به د جومات له محرابه د ملا صاحب غږ هم راغلو. ویل به یې، اې خلکو له بې ځایه خبرو څه نه جوړېږي، توبې وباسئ چې اخر وخت دی. کنه نو الله تعالی به تر دې غوټ (لوی) عذابونه راباندې را نازل کا.

بحثونه به هره ورځ بې نتجې او له کوم مناسب دلیل پرته پای ته رسېدل. هوا هم ورځ تر بلې ګرمېده. په جومات پسې هم اور نور هره ورځ نه کېدو، په دوو ورځو کې به یو ځل اور پسې کېده. ځمکه له واورو پاکه شوه او لړه به ترې پورته کېده. یو مازدیګر چې په جومات پسې اور هم شوی و، تبۍ او د ټوخلې بحث دواړه ښه ګرم وو. یو په عمر پوخ کس له جوماته بېرون ته لاړو، خو بیرته په خپل پله راوګرځېدو. په ږیره یې شنې لاړې بندې وې، ده بېرون نسوار توف کړي وو، خو په ږیره یې تر اوسه لاس نه و را کش کړی. چا په عشارې سره پوه کړ، په ږیره یې لاس تېر کړ. له کېناستو سره په خبرو شو، په لوړ غږ یې وویل: لالا هغه د بېدکې په تیږه که بندونه ونیسو زموږ ټوخلې به ښه نه کا؟ لالا چې د جومات ستنې ته ډډه وهلې وه. د دغې خبرې په اورېدو را نېغ شو. په لوړ غږ یې وویل، ولا بیلا هغه تیږه مې پرون په پکر(فکر) کې راتاو شوه، خو بیا مې ګیز(کهیځ) نه شوه په یاد چې چاته ووایم، خو هغه تیږه د شنې ټوخلې لپاره د پاکستان ته ډاکټرانو هم ښه ده. 

سهار له کلي څخه څو کسانو ډله- ډله ناروغان د بېدکې پر خوا روان کړي وو. تر دې وروسته څو ورځې د شنې ټوخلې تیږې ته خلک ورتلل او خپلو مریضانو ته به یې بندونه راوړل. څو شپې وروسته هواوې نورې هم ګرمې شوې او د ټولو ناروغانو په غاړه کې د آبي تار بندونه پراته وو. د هوا له ګرمېدو سره ټوخلې هم خپلې وزرې له کلي ټولولې. ان تر دې چې د نوي کال تر لسمه بیخي ورکه شوه.

د جومات تر مخې به بس هر مازدیګر د شنې ټوخلې د تیږې کرامات بیانېدل او ټولو به په ښه نوم یادوله. د شنې ټوخلې تیږه د یوې برابرې بسترې په اندازه غټوالی لري. زموږ یوه سپین ږیري کلیوال، دا هم پسې ویل چې دا تیږه خدربابا(زموږ په کلي کې  یو غر هم په دې نوم دی) په انګرېزانو پسې په مجنوغه کې را وار کړې ده. نو کرامات یې ځکه دومره لوړ وو، چې په انګرېزانو پسې را وارشوې وه. له یوه ستر کلي یې د شنې ټوخلې خپسکه د بندونو په زور پورته کړه. هغه تیږ اوس هم د شنې ټوخلې په نوم یادېږي.

دا اوږده کیسه د کرونا له خونړي ویروس سره را په یاد شوه چې اوس یې زموږ په وطن هم مخ راړولی دی. موږ خو داسې درمل نه لرو چې مخنیوی یې وکړ او خپل ژوندو وژغورو. که هر څو مو د عامې روغتیا وزیر د نړۍ تر ټولو غوره وزیر بلل کېږي. اوس هم د پاکستان سفارت ته زموږ ناروغان د نوبت نیولو لپاره د شپې په درېو بجو ځي، که یخ وي که ګرمي، خو زموږ همدا حال وي. که د چا لږ هم په جیب کې څه شی وي، نو هغه بیا یوه د پاکستان وېزه له (۱۳۰- ۲۰۰) ډالرو پورې په داسې حال کې اخلي چې غریب نارغو شپې-‌شپې په نوبت کې ولاړ وي، خو د پیسو والا یې بیا په ورځ کې اخیستی شي.

کرونا په خپل جادګر پرمختګ ټوله نړۍ حیرانه کړې، ځکه چې مخنیوی یې اسان کار نه دی. موږ بیا هم نه یو ورته ورخطا، ځکه دا درې لاملونه دي چې موږ کرونا ته هم په خپلو برېتونو لاس وهو او ورته وایو چې که د نر لور وې ته به دلته راشې. یو دا چې د عامې روغتیا وزیر صاحب مو د نړي غوره وزیر دی، خیر که اوس مو هم ناروغان هند او پاکستان ته ځي. دویم دا چې موږ ته مو خپل له خراپاتو ډک عقل وایي، چې دا ویروس یوازې د کفارو لپاره دی او هغوی وژني او پر موږ کار نه لري. که مو مړه هم کړي دومره مو نه شي وژلی، لکه په دا څلوېښت کلنه جګړه کې چې وژل شوي یو. درېیم دا که کرونا را شي، موږ د شنې ټوخلې د تیږې په شان نور ډېر سپېڅلي شیان او زیارتونه لرو چې هغه له کراماتو ډک دي. په خپلو هسکو کراماتو به یې د پرمختګ خنډ وګرځي. نو هغه که هر څو د شنې ټخلې په شان له ګرمۍ یا هم د کفارو په لاس جوړ شوي واکسین سره ورک شي، نو موږ به بیا هم په دښته کې په یوه پرته تیږه افرینونه وایو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *