په پوښتنه کې یې زما د لنډ ځواب مخه ونیوه: دا به راسره منې، چې د یو لاس ګوتې هم یو شان نه دي، خو تاته کومه مهمه ده؟

ومې ویل: اممممممم! د شهادت ګوته:

–         څنګه؟

–         پر (شهادت) سربیره، دغه ګوته پر بل د (نیوکې)، یو چاته د (ګواښ) کولو، د خپل ځان د (ملامت) ښودلو او آن د لوبو پر وخت د لوبڅار له خوا د (تاييد) په معنا پورته کیږي…

هو، ریښتیا د لیکلو پر وخت قلم همدا ګوته پرمخ وړي… ماشوم چې وږی شي او په وخت شیدې ورته ونه رسیږي، ځان په همدې ګوته غلطوي، ممکن نور حالتونه…

پوی شو، چې فکر مې تر همدې ځایه ؤ، ویې ویل: مهمې برخې دې پریښووې.

دا ځل ما په پوښتونکي نظر ورته وکتل او ده راته کړه:

همدا ګوته د ټوپک ماشې ته هم جوړه ده او د رای اچونې پر وخت رنګولو ته هم…. اوس نو ستا خوښه، چې کوم انتخاب دې خوښ وي؟!

ما په سلامت انسان څه ویل غوښتل، خو اوس یې د یوې ګوتې کړو وړو ته فکر وړی یم!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *