په پکتیکا ولایت کې د هغو شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره ٧٦ لکه افغانۍ نغدي مرسته وشوه چې په بېلابېلو پېښو کې یې د کورنۍ غړي شهیدان او ټپيان شوي وو.

یاده مرسته نن چهارشنبه د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت او د اجرائیه ریاست مشاور عتیق الله ارګوني له خوا د دوی کورنیو ته وسپارل شوه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل که څه هم یاده مرسته د دوی لپاره بسنه نه کوي او په وینا یې، دا د شهیدانو او ټپیانو د وینو قیمت نه بلکې د کورنیو سره یې همدردي او غمشریکي وه چې ولسونه او افغان دولت د دوی په قربانیو ویاړي.

ښاغلی وحدت وایي د امکان تر حده یې له دې وړاندې هم د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته تر سره کړي او راتلوونکي کې به یې هم لاسنیوی کوي.

د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو غړي له دولت مننه کوي چې د دوی سره یې مرسته تر سره کړه خو زیاتوي چې دا مرسته د دوی لپاره بسنه نه کوي او له دولت غواړي چې په راتلوونکي کې هم ورته مرستې له دوی سره تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د خوراکي غیر خوراکي او نغدي مرستې تر سره شوې وې.
درنښت

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *