سردار محمد همدرد
دا یو حقیقت دی چې یو هیواد څلویښت کاله د پردۍ استخباراتي جګړې قرباني وي،  د څلویښتو هیوادونو سفارتونه او انجیوګاني د دې لپاره کار کوي چې په دې وطن کې ملي اراده مړه،  په وطن مئين  بچي ورټي،  نو بیا هلته د اجتماعي عدالت او د ښې حکومتدارۍ فکر خوب او خیال دی.
موږ دې حالاتو دومره و ځپلو چې اوس د کار خلک یا کم دي او یا مایوسۍ په سر نیولي دي.
د نړۍ هر ملت چې په خپل ځان کې بدلون راوستی دی ، هغوی یواځې دا نه چې نظامي انقلاب یې کړی دی بلکې د مثبت تغیر لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده.
دا ملت د حکومت څخه اجتماعي عدالت او ښه حکومتداري غواړي ما ته د حکومت څخه د مخه څه امېدونه وه کله چې په هلمند کې د دولت مامور سوم، نو د ماموریت نه د مخه  اته (۸) کاله د مدني ټولنې ریئس په توګه پاتې سوی وم،  د حکومت مثبت کارونه مې تقدیرول او په منفي کړنو باندې به مې سخت نقد کاوه،  کله چې د معاونیت چارې راوسپارل سوې او دا تعهد مې وکړ چې ځان به له هر ډول فساده پاک ساتو،  قانون به اول پر ځان عملي کوم او بیا به یې پر ټولو هیوادوالو یو شان  عملي کوم.
پر هر قانوني کار به مواجه  وم،  دوه داسې موضوعات وه چې یوه موضوع ټول هلمند ته معلومه وه چې د ناوې امنیي قومندان د یو چا دیارلس (۱۳) کلن ځوی په زوره بیولای وو،  هلک د خپلې کورنۍ سره پس له پنځلس (۱۵) ورځو  د ولایتي شورأ د وکیلانو په مخ کې وویل چې قومندان به راسره د شپې ناوړه عمل کاوه او د ورځې به یې دروازه راپسې تړلې وه.
ما دا قومندان په ډېر کوشش څارنوالۍ ته معرفي کړ،  هغه بیا کابل ته راغی او د پارلمان یو وکیل یې ملاتړ کاوه.
بل ځل مې له غاصبینو څخه پنځه سوه پنځه دیرش(۵۳۵) جریبه مځکه چې د محکم،  حکم مو جود وو،  د کرکيټ د سټيډیوم او لوبغالي پروژه مو افتتاح کړه،  پر دې موضوع مافیا او غاصبینو لاسونه سره یو کړ او تر ولسمشر یې ځان راورساوه.
 زما او د استناف د څارنوال د لرې کیدو غوښتنه یې وکړه،  بیا زه نیمروز ته ولاړم،  هلته مې فقط په ګمرک،  کمیسارۍ،  بندروالۍ او ترانسپوټ د فساد خبره وکړه او د دې تر څنګ مې د بندې کمال خان د ملي پروژې سره خیانت یاد کړ.
ما داسې فکر کاوه چې د فساد سره د مبارزې او ښه کار په وجه  به مرکزي حکومت موږ تقدیر کړي،  خو مرکزي حکومت برعکس کار وکړ .
 زما تشويشونه هغه وخت زیات شول چې د مرکز څخه کوم هیئت چې د موضوع د څېړلو لپاره راځي، هغوی د دې پر ځای ولسمشر ته په حقایقو ولاړ ګزارش ور وړي.
  په هغوی کې ځينې د قومې او تنظیمي منفور سیاست تر تاثیر لاندې راځي  ، ځیني بیا د یو څو ډالرو په خاطر تر حقیقت تیر سي.
په دې دوه ولایتو کې چې ما د هیئت په نامه څه ولیدل،  ځینو غټ نومان هم درلوده،  ما فکر کاوه چې د دوی فکرونه به هم لوړ وي،  خو دا ډېر ضعيفه خلک وه، زه نه په چا تور لګوم او نه د ځان سپیناوی غواړم،  هره خبره په اسنادو او دلایلو کوم!
که زما کړنې د هیواد د ملي ګټو او د نظام په نقصان وي، هرې سزأ ته تیار یم.
په ځینې وخت کې به مو حالات او شرایط هم سنجول،  یو نیم مصلحتونه به هم وسول،  خو هغه تعهد چې یو مسول د خپل ملت په وړاندې لري،  هغه تعهد ته ژمن وو.
زما څخه اصلي موضوع ولاړه، خورا ډېرې خبرې لرم،  خو ځینې خبرې د وطن د ملي ګټو په خاطر نه کوم،  بس هغه خبره مې رایادیږي چې د بد او بتر خبره ده،  اصلي خبره مې نن د یو هلمندي مبارز ځوان مطیع الله مطیع د تحسين د خېمې کوله.
مطیع الله مطیع به همېشه چې کله په هلمند کې د ایران آو پاکستان پر ضد لاریون وو، دی به همېشه زموږ سره په مبازره کې مخ کښ وو،  همېشه به د مطیع لایف ویډیو چې ما لیدلې د خپلو امینتي ځواکونو ملاتړ کاوه،  د پاکستان او ایران کرغیړنې څهرې به یې ملت ته تشریح کولې ، او د اصلاحاتو او د ښې حکومتدارۍ خبره کوله او د ولسمشر محمد اشرف غني د سر سختو  طرفدارانو څخه وو.
نن چې خېمې ته وراغلم نو په یو بېنر لیکلي وه،  چې زموږ غوښتنې د قانون په چوکاټ کې دي او زموږ اواز د مظلومیت دی،  نو ولسمشر زموږ اواز ولې نه اوري.
د مطیع صاحب هوډ دومره قوي دی چې په دې یخ کې به په همدغه پارک کې شپې هم کوم، ما یې احساس ته  سلام وکړ،  په څنګ کې مې بله خېمه ولیدله چې هغه د معلولینو او معیوبینو ده،  هغوی ویل زموږ دوه میاشتې کېږي چې په دې پارک کې یو او خپل حق غواړو،  خو تر دا مهاله چا زموږ پوښتنه ونه کړه !
ډېر افسوس راته ودرېده چې په دې حکومت کې ولې دومره څوک پیدا نسو؟
 په ټولنه کې د دې مظلومې طبقې د اوښکو د پاکیدو لپاره ولي څوک نسته،  که یې غوښتنې غیرې قانوني وي، نو ولې قناعت بخشه ځواب نه ورکوي؟
دلته دوه خبرې دي یا اراده نسته او حکومت په سلیقې او عقدې چلیږي،  هر چا چې د ملت سره عقده کړې ده هغو بیا ډېر تاوان کړی.
زه په خپله په دې فکر کې یم چې موږ یو ژور بدلون ته ضرورت لرو.
ژور بدلون حکومت نسي راوستلای، دا باضميره ويښ ملتونه کولای سي.
په نورو هیوادونو کې پارکونه د تفرېح  لپاره دي ، خو زموږ پارکونه د فریاد  خېمې په کې جوړیږي.
زه خپلو مشرانو ته وایم چې دا ملت نور د چا سره په تشو وعدو ملګري نه کوي ، تر څو چې د ملت درد مو د ځان نه وي بللی ستاسې بریا ناشونې ده.
د هیواد پر خواخوږو او وطن پرستو باندې ږغ کوم ، راځئ چې په دې پارک کې د افغانستان د څلور دیرش (۳۴) ولایتونو د مظلومیت خېمې جوړې کړو،  د تبلیغیانو  غوندې د کورونو بسترې راوړو او دلته په دغه یو پارک کې هم د نړیوالې ټولنې سره او هم د حکومت سره واضح بحث وکړو.
په لاریونونو او لارې بندولو مبارزه نه بریالۍ کیږي،  بلکې مبارزه په دغه ډول ارام اومظلوم ږغ کې ده.
په رسنیو مې هم ږغ دی،  که تاسې په رښتیا د بیان د ازادۍ خبره کوئ،  تر نمایشي غونډو دغه ډول مظلومو اوازونو ته انعکاس ورکړئ، هغه کسان چې په رسنیو کې بحثونه کوي،  هفوی باید د ارماني خبرو پرځای د دغه ډول حقو مبارزو ملاتړ وکړي.
صحیح ده چې په مبارزه کې زندانونه او تهمتونه سته خو د مبارزې لپاره ښه وخت دی منظور پښتون چې تر سر تېر سو ، یو لوی مدني انقلاب یې د یو جابر حکومت په شتون کې رامنځ ته کړ.
په پای کې بیا هم همدا خبره کوم چې مثبت تغير قربانیو ته ضرورت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *