تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰مه: که څه هم کورنیو چارو وزارت د کابل د واده پر یو هوټل برید کې د مړو شمېر ۶۳ او روغتیا وزارت ۷۰ تنه ښودلی و خو اوس معلومات ښيي چې په دغه پېښه کې له ۸۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له دغې پېښې درې ورځې وروسته رسنیو ته وویل، پېښه کې ټپيان شوي ۱۷ کسان په روغتون کې مړه شوي او د مړو شمېر له ۶۳ څخه ۸۰ ته لوړ شوی دی.
داعش ډلې په کابل کې د واده پر یو هوټل د یکشنبې د شپې ځانمرګي برید پړه پر خپله غاړه واخیسته، چې په دغه برید کې د ښځو، ماشومانو په شمول د ناوې او زوم د کورنیو نږدې لویه برخه خپلوان ووژل شول.
ناوې او زوم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که خبر وای د واده مراسم یې پر غم بدلېږي هیڅ کله به یې واده نه و کړی.
له دغې پېښې وروسته د کابل د ودونو تالارونه تړل شوي او خاوندان یې وايي چې دا کار یې د ملي امنیت د ورکړي پیغام له کبله کړی دی.
دا پېښه چې په ملي او نړیواله کچه وغندل شوه، ولسمشر یې شهیدانو ته په احترام په دولتي کچه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مراسم وځنډول.