د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/اسد/۲۲

د افغانستان لپاره د امریکې متحدو ایالتونو د نړېوالې پراختیا ادارې مشر وېلیم همېنک، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین ډاکټر فرید ماموندزي سره، د چهار شنبې پر ورځ د یوې لېدنې په ترڅ، د خپلې ادارې په مالي ملاتړ د “شهر”پنځه کلنې پروژې د ژر پیلېدو خبر ورکړ.

له ښاروالیو سره د تخنیکي مرستې دا پروژه په لومړي پړاو کې د هېواد په شپاړسو ښارونو کې فعالیت پیلوي. د دې پروژې په چوکاټ کې، له ښاروالیو سره د عوایدو په لوړولو، د کارکوونکو ظرفیت جوړولو او د زېربناوو د رغولو په برخه کې مرسته کېږي.

وېلیم همېنک وویل، چې د شهر پروژه د رمپاپ د پروژې تر پایته رسېدو ورسته، د افغانستان له ښاروالیو سره د متحدو ایالتونو، د تخنیکي مرستې مهمه پروژه. د ده په وینا د امریکې متحد ایالتونه هیله لري، چې د دې پروژې له پلي کیدو سره، د افغانستان  ښاروالۍ د عوایدو، بشري منابعو او زېربناوو له اړخه په خپلو پښو ودرېږي.

د سیمه ییزو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین ډاکټر فرید ماموندزي، افغانستان هغه هېواد وباله، چې ښارونه یې په چټکۍ سره پراخېږي او ښاري نفوس یې مخ په ډېرېدو دی. د ده په خبره، اوس د افغانستان ښاروالۍ د نفوس مدیریت، د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د عوایدو د کچې لوړولو ته تر هر بل وخت ډېر ضرورت لري.

ماموندزي د رمپاپ پروژه، په ښاروالیو کې د اساسي ظرفیتونو د رامنځته کیدو په برخه کې اغېزناکه وبلله د یادې پروژې د بریالۍ بشپړېدنې له کبله یې، د متحدو ایالتونو د نړېوالې پراختیا ادارې څخه مننه وکړه.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، د پالیسۍ معین وویل، چې په ښارونو کې د غوره خدمتونو عرضه، د ښاري پولو مشخصول، او د نفوس مدیریت د سیمه ییزې ښاري حکومتولۍ مهم لومړیتوبونه دي او پر دې لومړیتوبونو سیاسي بدلونونه اغېز نه کوي.

د “شهر” د پروژې پر تخنیکي کارونو د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پروګرامونو د همغږۍ او د متحدو ایالتونو د نړېوالې ادارې تخنیکي ټیمونو کابو یو کال ګډ کار وکړ. تمه کېږي، چې د دې پروژې له پیلېدو سره به په ښاري خدمتونو کې ښه والی رامنځته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *