تاند- په نړۍ کې ملیاردران اوس زیات دي خو په وروستیو کې د منځني ختیځ د سعودي عربستان شهزاده الولید بن طلال السعود زیاته توجه ځان ته اړولې ده.
طلال چې د نړۍ یو تر ټولو شتمن انسان دی، شتمني یې ۲۲ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالرو ته رسېږي.
ده دا پیسې یوازې له تېلو او ګازو نه دي ترلاسه کړي بلکې ډېره پانګه یې په ودانیو کړې او له دې درکه ډېر شتمن شوی دی.
دی د منځني ختیځ په عربي هیوادونو او نړیوالو بازارونو او لویو شرکتونو لکه ټویټر کې ونډې لري.
طلال په دې هم مشهور دی چې لوکس موټرونه او کورونه لري او پر دې سربېره خورا قیمتي جیټ الوتکه لري.
د طلال لوکس موټرونه او بېړۍ:
داسي لوکسه الوتکه تراوسه پوري ښايي بل څوک ونه لري.