د کابل د شاه دوشمشيره سره لا اوس هم د شهيدې فرخندې سپېڅلې وينې چيغې وهي، چې زما قاتلين سرې سترګې او خلاصې تڼۍ ګرځي، د شهيد اباسين شهادت ګواهي ورکوي، چې انسان لا هم د وحشت ناروغې لري، د مدنيت درو پرې اغېز کړی نه دی.
زموږ مېرمنې په صحرايي محکمو کې د طالب او د هغوی د پلويانو له لوري په سزا محکومېږي، هر وخت راسره دا فکر وي، چې باید خپل واړه ماشومان ښوونځي ته ولېږم، خپله وړوکي او نازولې شغله د علم او پوهې په ګاڼه سينګاره کړم.
ماښام دغه خوبونه ووينم، خو سهار خپلو خوبونو ته واقعي بڼه نه شم ورکولی، زه د خپلې معصومې ماشومې په مخ کې د راتلونکې انځور ګورم، خو هره ورځ انساني وحشت تصوير مخې ته راځي، کله د شهيد اباسین جان زړه بوږنوونکې ويډيو ګانې مې د عزم کېږدۍ ونړوي، کله بیا د شهيدې فرخندې د چيغو انعکاس تر غوږونو راځي ، وحشي انسانان ډله پسې روان وي او اغلې فرخنده په شهادت رسوي، کله مې بیا همدغه پېښې د کلک هوډ ستنې لړزوي او له خپل هوډ څخه مې اړوي.
کله په کليوالي سيمو کې د کلي ملا امام او خلکو په خوښه يوه مېرمن چې ټول ژوند يې د کړاوونو او ستونزو په ګرداب تېر کړی وي، هيڅ ګنا يې مالومه نه وي، د کلي ملا امام پرې د ګنا الزام ولګوي، صحرايي محکمه جوړه شي، د سنګسار سزا ورکوي، يا يې په دورو وهي.
موږ عجيبه انسانان يوو، موږ لا اوس هم د وحشت په دایره کې ګير پاتې يوو، هغه افغاني غرور چېرته کډه وکړه، چې په تورسرې او مېرمنې به چا لاس نه اوچتول، هغه دود او دستور ولې څوک نه پالي؟
دا ځلې بیا د درنې ليکوالې مينې انتظار پر کور د وير ټکه راپرېوتې ده، دا ځلې بیا انسان دښمنه خلکو د مينې انتظار خور ليلا جانه ښوونځي ته پر لاره تښتولې وه، پرون د شهيدې لیلا جسد موندل شوی دی.
شهيده ليلا جانه د يوولسم ټولګي زده کوونکي وه، هغې د خپلو هيلو خوبونه ليدل، چې لوستې مېرمن به راڅخه جوړه شي، خپل بچيان به د علم او پوهې په لاره روان کړم، بې شمېره نورې سترې هيلې يې په زړه کې وې، خو خدای ناترسه انسانانو د ليلا ټولې هيلې د خاورو شومه کړې، د هغې په شهادت يې د خپل وحشت وحشي ثبوت خلکو ته وړاندې کړ.
داسې يوه پښتني ټولنه کې، چې له يوې خوا عنعنوي دودونو دنجونو او مېرمنو په زدکړه بنديز لګولی دی، له بلله لوري ددغسې ځناورو له لوري تر سره شوي وحشتونه به نور هم د نجونو په زدکړه سيوری وغوړوي.
دولت لکه مات لاس زموږ په غاړه کې پروت دی، تر اوسه يې د بشري حقونو يو کس هم په سزا محکوم نه کړ، نه يې د شهيد اباسين قاتلينو ته سزا ورکړلی شوه او نه هم د شهيدې فرخندې نيول شوي قاتلين په سزا ورسول.
د شهيدې فرخندې په دوسيه خاورې واوښتي، څو ورځې به رسنۍ هم د شهيدې ليلا په شهادت او ورسره د شوي وحشت په اړه تاوده راپورونه خپاره کړي، د ولت به د قاتلينو د نيونې او سزا ورکونې ټټر وډبوي، خو څو ورځې وروسته به د شهيدې ليلا قضيه هم د شهيدې فرخندې په څېر د محکمې په الماريو کې قلفه پاتې شي.
مينې انتظار سره په دغه وير کې ځان شريک بولم، ليلاجانې ته دې الله فردوس جنتونه په نصيب کړي، قاتلين او د پېښې عاملين دې الله تعالی په سزا ورسوي.
زموږ همدغه څو کرښې په وس پوره وې، چې د کور په تياره کونج کې مې په بېړه، بېړه وليکلې، مينې انتظار او د کورنۍ ټولو غړو ته بشپړ زغم او صبر هيله کوم.
ستاسې خور زلفانه