دخوست ولايتي اداره تصميم لري ،چې سبا د جمعې په مبارکه ورځ چې د تلې مياشتې له ٢٦ مې نېټې سره سمون خوري، د خوست ولايت په مېلمستون ودانۍ کې دشهيد ارسلاجمال د شهادت له امله د سهار له ٩:٠٠ – د غرمې تر ١٢:٠٠ بجو پورې د فاتحې مراسم پرځاى کړي.
د فاتحې او دقرآن عظيم الشان د ختم په مراسمو کې به دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ د ټولو ملکي او نظامي ارګانونو مسوولين،افسران،سرتېري، مامورين، ولايتي شورا ،سولې ولايتي کمېټه،د علماوو شورا، د مختلفو مدني او کلتوري بنسټونو استازي، قومي مشران او عام خلک ګډون ولري.بناً ټول هغه کسان چې غواړي، پدغو نېکمرغه او ديني مراسمو کې برخه واخلي، کولى شي، چې سبا د جمعې په مبارکه ورځ سهار مهال دخوست مېلمستون ودانۍ ته تشريف يوسي او په خپلو دعاګانو او تلاوتونو سره د شهيد اروا ته خوشالۍ وروبخښي.
په درنښت
دخوست ولايت مقام د مشرتابه له خوا
٢٥-٧-١٣٩٢