خدايه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن پټ سپېڅلي خلک
هيڅ خندا مې له دې خلکو سره نه شي
ژړوي مې هغه تللي تللي خلک
نن د ليکلو توري مرور دي، نن مې د خيال او مينې انځور پيکه دی، نن مې د زړه ټپ دومره ژور دی، چې د ټکور لپاره به يې تر ډېره د مرهم په موندلو پسې لالهانده يم.
ژوند خپله د مرګ زېری دی، په هيواد کې هره ورځ په لسګونو بې ګنا وګړي په شهادت رسېږي، بې دفاع وګړي د ژوند ټولې هيلې د مرګ پر بستر پرېږدي.
خدايه! ستا بنده ګان څومره ستمګر دي، چې کورنۍ ژړوي، خلکو کې وېره ترهه او ډار خپروي، د خلکو په ژوند لوبې کوي، لکه دوی سره چې د مرګ او ژوند ټول واک موجود وي.
پنځه وخته سجده کې مې تاته ستا له بنده ګانو ژړلي، ستا د بنده ګانو ظلم او ستم نه ستړي يوو، ستا لوی دربار ته مې په لپه کړو لاسونو کې د ظالم د ظلم انتها غوښتې ده.
خو ستا وحشي بنده ګان هره شېبه د خپلو ظلمونو وحشي فلم نندارې ته وړاندې کوي، د همدغه فلم وحشتي کرکټر تل اتل خېژي، هيڅ وخت مظلوم په ظالم برلاسی نه شو، هيڅ وخت د ظالم تر ګرېوان د مظلوم لاسونه ونه رسېدل.
خدایه! که دانړۍ د ظالمانو او ستمګرو د ژوند الګو وي، که دغه نړۍ دې ظالمانو او ستمګرانو جنت وي، نو کاشکې خو موږ دې نړۍ ته راغلي نه وای، ستا د غضب سيلۍ به کله د ظالم تر مېنې ورسېږي، ستا د غضب او قهر څپې به کله د ستمګر د ظلم بېړۍ ووهي.
لويه څښتنه! زه ستا هغه مجبور او بې وسه بنده یم، چې ستا ياغي بنده ګانو راته ژوند اور ګرځولی هر ګام چې اخلم، نو د ظالم سپرغۍ مې پښې سوځوي.
زموږ صبر همدومره و، نور پر ظالمانو د خپل غضب علايم څرګند کړه، نور خو د معصومو او بېوزله بنده ګانو چيغې واوره، هر وخت يې د ظلم او تېري په وړاندې روژې نيولې دي، تاته يې ژړلي دي، تانه يې د ظالم د خونې څراغ مړ غوښتی دی.
هره ورځ ستا د بنده ګانو شکایت کوم، نور په شکایت کولو شرمېږم، نور د ظالم په وړاندې د هيڅ خبرې توان نه لرم، که دظالم د بربادۍ ښېرا کوم، نو بیا هم ظالم ته دعا شي، بیا هم ظالم د خپل جبر او تېري صحنې راوويني.
وايي د چا په مرګ کورنۍ او ملګري خواريږي، خو په ځينو نورو بیا کلي او سيمې خواريږي، شهید حاجي ميرزااحمد چې په ژوند کې يې چاته ازار رسېدلی نه و، د ژوند يواځينۍ هيله يې مينه، سوله او د پښتون ټبر يووالی و، همدا ځانګړنه وه، چې د مظلوم لاسنيوی يې کاوه، پر چا يې لاس پورته کړی نه و، د چا کمی يې نه غوښتل، مېلمه پال مشر و، مېلمه پال قومي مخور، مېلمه پال زړه سواند سپين ږیری و، په نوموړي د غزني پښتانه ودردېدل، په نوموړي يې د سيمې او منطقې خلک بې سيکه شول.
لا يې د ژوند ډېرې هيلې خړوبې نه وې، لا يې هم د ژوند ډېر ستر ارمانونه درلودل، لا يې هم د پښتون کهول د يووالي او يو موټيتوب ارمان تر سره شوی نه و، چې بزدله دښمن يې د هيلو جنازه واخيسته، وحشي دښمن يې همدغه ځانګړنوته غل وو، وحشي دښمن د پرديو په نغوته ورته د اجل کمين ونيو، ډارن دښمن يې د ژوند هيلې نيمګړې کړې، خلک يې د وير او ماتم په ټغره کېنول، د هرچا سترګو کې بې له اوښکو بل څه نه ښکارېدل، الله ج دې موږ او ټولو ملګرو ته د زړه صبر راکړي، الله دې شهيد حاجي مېرزا احمد هيلې او ارمانونه په جنت ورپوره کړي.
څښتن تعالی دې دښمن ته بیا د دې ځواک نه ورپه برخه کوي، چې زموږ د نورو قومي مشرانو او مخورو ژوند واخلي.