د حزب اسلامى افغانستان د رياست د مقام اعلاميه
يوځل بيا د هېواد ددښمنانو لاسونه ديوه مجاهد مورچل وال او د هغه ديو ولسو ملگرو په وينو سره شول.
يوځل بيا دگران افغانستان دښمنانو د هېواد کې د تاريخى جهاد ديوه برميال او دهغه د ملگرو په وينو خپل ټټر يخ کړ.
يوځل بيا د وحشت لاسونو زموږ په هېواد کې د وير د ټغره د اوارولو وحشيانه هڅه وکړه.
يوځل بيا يوه ړانده تعصب زموږ يو مجاهد اتل زموږ له ليکې نه دتل له پاره جلا کړ.
زه درته دکونړ د جهاد زيږونکو غرونو گربت، شهيد قوماندان خانجان يا دوم چې په ١٣٩٤ /١٢/٨ نېټه ديوې خاينانه دسيسې او وحشيانه بريد په نتيجه کې چې اوبه خور يې خامخا زموږ دخاورې او ولس، ملي گټو، ځمکنۍ بشپړتيا، ملي واکمنۍ او استقلال ددښمنانو له خوا کېده دکونړ په اسعد آباد کې له خپلو يوولسو ملگرو سره په خپلو وينو کې ولمباوه. د روسې تجاوز پر وړاندې دجهاد سترکور حزب اسلامي افغانستان له قيادته نيولى تر وروستي فرده پورى ددښمن دغه وحشيانه عمل په کلکو ټکيو غندي او ځان د شهيد قوماندان خانجان او دده د ملگرو د شهادت په وير کې د هغوى له کورنيو، خپلوانو او د سنگر له مجاهدو اتلانو سره شريک گڼي او دا سترغم خپل غم گڼي.
حزب اسلامي افغانستان شهيدانوته د ستر رب له ستردرباره د فردوس جنت غوښتنه کوي او کورنۍاو د جهاد دمورچل ملگرى يې صبر او زغم ته رابولي. همدارنگه هغو ټپيانوته چې په دې خونړۍ پېښه کې يې ټپونه اخستي او شمېريې څلويښتو تنوته رسېږي د لوى رب له درباره دعاجلې شفا غوښتنه کوي.
د حزب اسلامى افغانستان رئيس
عبدالهادى ارغنديوال
حزب اسلامي پخپله څومره دغه شان قومي مشران، ځوانان او مېرمنې ووژلې، ټپیان یې کړل او یا یې د کورنۍ غړي ترې واخستل.
په کونړ کې شوی برید وحشت دی او په کلکه کې یې غندو، خو کاش چې له دې تراژدیک داستان څخه خو پخپله حزب اسلامي او نور وسله وال ملګري یې هم درس واخلي.،
و ما علینا البلاغ
ښاغلی کرزی فکر کوي په دې کارونو سره ځان سپین ثابت کړي، زموږ د یو مشر په توګه ورته درناوی لرو، خو ټوله ستونزه له دې موضوع سره هم نه دي تړلې، بلکې د کورنیو موضوعاتو په اړه خو پخپله باید ښاغلی کرزی ځواب ووایي، دده په موده کې د شمالي ټلوالې د واکونو پراخېدل او له حکومته د باج اخستو یې نن دوی دومره غټ کړل چې ان نړیواله ټولنه یې هم غوښتنې نه شي ردولی.
ښاغلی خو چې پخپله د همدغې ډلې نږدې ایتلافي پاتې شوی، له کورنیو نورو سلو بلاوو د خلاصون یوازې په همدې موضوع پسې دې ټول څه نه تړي. منو چې پاکستان زموږ لوی رقیب او ان دښمن دی، خو کورني بلاوې چا وزېږولې؟!!!!!!!!!!!!!!!!!