د لوګر د پخواني والي شهید ارسلا جمال فاتحه نن شنبه د تلې میاشتې پر اووه ویشتمه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې او د شهید د کورنۍ او خواخوږو لخوا، د مرکزي عیدګاه په جومات کې واخېستل شوه. د فاتحې مراسم د ماسپښین پر یوه نیمه بجه پیل شول. په مراسمو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب ولسمشر حامد کرزي تر څنګ، د کابینې غړو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرانو او غړو، د یو شمېر ولایتونو والیانو، جهادي مشرانو، قومي مخورو، د مدني ټولنې استازو او د شهید دوستانو ګډون کړی و.
د هېواد ولمسشر جلالتمآب حامد کرزي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې مشرتابه او د شهید کورنۍ ته ددې بدمرغې پېښې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړل او دوی ته یې د زړه صبر وغوښتو.
شهید ارسلا جمال د لوی اختر پر لومړی ورځ د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار په عیدګاه کې د اختر لمانځه پر مهال د دین او وطن د دښمنانو لخوا په شهادت ورسیده.
ارسلا جمال د لوګر ولایت د پرمختګ لپاره مهم پروګرامونه لرل، خو د وطن دښمنانو ته په لوګر کې د پرمختګ کارونه د زغملو نه وو. د نوموړي جنازه د تېرې پنجشنبې پر ورځ دار المان ماڼۍ ته څېرمه د ملي شورا په هدیره کې خاورو ته و سپارل شوه.