حمیدالله فیضي|

هرکال د وږي اتلسمه د شهیدانو د ورځې په نوم لمانځل کیږي، چې ځینې ډلې ټپلې د احمد شاه مسعود د مړینې د کلیې د پلوۍ په موخه سړکونو او کوڅو ته راوځي او د کابل ښار ډیرۍ سیمو کې ستونزې او ځنګلي چاپيریال رامنځته کوي، چیرته چې اصلا قانون نه وي او د قانون په رڼا کې ژوند ترسره شوی نه وي.

دغه کسان چې بازارونو او سړکونو ته راوځي د وړو او درنو وسلو ترڅنګ جارحه وسلې هم له ځان سره لري او کله نا کله په لارو کې د غیرقانوني تګ راتګ په موخه وسلو او جارحه وسایلو څخه ګټه اخلي او هر لوري ته ډزې کوي، تېره ورځ هم د مکروریانو سیمه کې داسې ډزې ترسره کیدلې، تا ویل چې کابل ښار وسله والو مخالفینو برید کړی او ډير ژر به د افغان ملي یووالي حکومت حاکمیت نسکور کړي او آن ځینې کسان د شهید اونۍ د لمانځنې په موخه د دغو ګولیو او لنډغرو له خوا په شهادت رسیږي، ترڅو لدې اونۍ څخه ښه لمانځنه ترسره کړي.

دا اونۍ هرکال ستونزې او قربانۍ له ځان سره لري او ځینې کسان په دې ورځو ډیرې غیرقانونې کړنې ترسره کوي خو تردې مهاله هم پوښتنه ونشوه چې واقعا دا نا قانونه او له جواز پرته وسلې له کوم ځای څخه کیږي چې د کابل په سړکونو او بازارونو کې وړل راوړل کیږي.

ځینې کسانو چې ناروغان لرل واقعا وې نشوای کړای چې خپل ناروغانو روغتونونو ته ورسوي او ځینې لارې بیا په بشپړه توګه بندې وي د غزني څخه کابل ته راتلونکي مسافرین په لاره کې بند ول چې یوه ناروغ په دې لاره کې خپل ژوند د مرګ تر وروستئ سلګې کابل ته د رسیدو په تمه پای ته ورساوه .

دننه د کابل ښار په سړکون او واټونو کې بیا لنډغر ټوپک سالاران لیدل کیدل چې امنیتې ځواکونو یې مخه نشوه نیولی او امنیتي ځواکونو یوازې دومره وکولی شول، چې د دوی پروړاندې په ځینو سړکونو کې خنډونه کیږدي، څو دا لنډغر او قانون ماتونکې مهمو امنیتي ساحو ته داخل نشي، خو عادي افغانانو ژوند یې له ستونزو او ګړاونو سره لاس او ګریوان کړی وو.

په دې ورځ بېلابېلې غونډې هم ترسره کیږي، چې یوه یې د لویې جرګې په خیمه کې د جهادي مشرانو او دولتي لوړ پوړو چارواکو وي او تیره ورځ هم د شهید اونۍ د لمانځ‌غونډې په مراسمو کې د افغان حکومت یو شمیر لوړپوړو چارواکو، جهادي او سیاسي مشرانو د افغانانو ترمنځ پر ملي یووالي ټینګار وکړ او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان د ‘دښمنانو’ د دسیسو ښکار نه شي.

افغان ملي یووالي حکومت ته پکار ده چې به بشپړه توګه د شهید اونۍ ختمه کړي، ځکه هرکال د بې ګناه کسانو په شهادت رسولو سره دا اونۍ او دا ورځ لمانځل کیږي.

د جهالت په دوره کې یا له اسلام څخه مخکې عربو خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې او یایې هم هرکال ۱۸ کلنه نجلئ ټوټه ټوټه کوله، څو قرباني ورکړي او دا قرباني یې منظوره شي، چې نور خلک وژغول شي، اما اوسمهال چې د جهالت دوره پای ته رسیدلې مونږ د شهید د اونۍ په لمانځلو سره بیاځلي دا د جهالت او ناپوهۍ دود او فرهنګ تازه کوو یعنې چې افغانان اوس هم د جهالت د دود پلوي دي، ځکه د نورو په شهادت رسولو سره د شهید اونۍ لمانځو.

داپه داسې حال کې ده چې ټول افغانان دا کار نه کوي دا هغه کسان دي چې واقعا په قانوني چاپیریال کې نه لوی شوي او نه هم په قانوني چاپیریال کې دنیا ته راغلي او ډیرۍ یې دهغو پلرونو او میندو  اولادونه دي چې هیڅ کله یې له حلال رزق څخه ګټه نه ده پورته کړې.

دیادونې وړ ده چې د سنبلې میاشتې اتلسمه نېټه چې د احمدشاه مسعود تلین او د ‘شهید اونۍ’ له لومړۍ ورځې سره برابره ده هر کال په افغانستان کې عمومي رخصتي وي او د دغه هیواد د دولت له خوا په یو لړ ځانګړو مراسمو کې لمانځل کیږي.

که څه هم د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د ‘شهید اونۍ’ په مناسبت په یو پیغام کې ویلي، چې د دغې اونۍ لمانځل، له هغو سترو ارمانونو سره د ژمنۍ تازه کولو په معنی دي، چې د افغانانو ترمنځ په ملي وحدت او د افغانستان په پرمختګ او ترقۍ کې نغښتي دي.

خو ولسمشر ته پکار ده چې د دې اونۍ د لمانځلو په مناسبت له نا قانونه کړنو څخه مخنیوي وکړي او هیچاته اجازه ورنګړي چې په کابل ښار کې د وحشت او بربریت فضا رامنځته کړي.

دا د شهید اونۍ ده نه دشهادت رسولو اونۍ، تېرکال په دې ورځ شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، پکار ده چې د ختمونو او شهیدانو روح ته د دوعا په ترسره کولو سره ولمانځل شي خو اوس مهال د شهید روح زخمي کولو او د افغانانو د نور بدبخته کولو په موخه لمانځل کیږي.

افغان حکومت ته پکار ده چې د ټولو لنډغرو د مخنیوي په موخه دا ټول لنډغر چې کابل ښار ته له وسلو سره راوځي وسله ترې ټولې کړي او په هېواد کې د سړي تښتونې، جنایې جرمونو، غلاوو، نشه یې توکو قاچاق وړونکو او نورو نا قانونه کړنو مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *