نن /دوشنبه/ په کندوز کې د شهید جنرال عبدالرازق په نوم دنومول شوي وآټ پرسر د شهید په نوم د یو دنګ څلي دجوړیدو کار پيل شو، ددغه ۱۸ متره دنګ څلي مالي لګښت دشهید دخپل شخصي بنیاد لخوا ورکول کیږي چې په راتلونکو دوه میاشتو کې به په اساسي او ښکلې بڼه ودان شي.
د یادونې ده چې دغه واټ د کندوز هوايي ډګر ته نږدې موقعیت لري،چې څه موده وړاندې د کندوز دخلکو،ځوانانو او دکندوز ښاروالۍ د مشورتي شورا لخوا د شهید په نوم نومول شوی ؤ.
کندوز والي ددغه څلي دبنیاد اېښود پرمهال وویل(( دا خاوره په قربانیو ساتل شوې ده، د هغو ټولو جنرالانو، افسرانو او سرتیرو قربانۍ او سرښندنې د ستاینې دي چې د خاورې او هېواد دفاع په لار کې يې ورکړي دي، د دغه دنګ څلي په ودانیدو سره به د شهید جنرال عبدالرازق یاد تل د خلکو په زړونو او ذهنونو کې پاتې شي.))
دولایت رهبري په همدې مهال په خلکو غږ وکړ چې دهېواد په دې حساسو تاریخي شېبو کې دخپلو ملي ځواکونو سره همکارۍ وکړي او دهغوی سره د معلوماتو په شریکولو د وینې تویدنې او ویجاړۍ مخنیوی وکړي.
۱۳۹۷-۱۱-۲۹
د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر