حمیدالله امرخېل

په افغانستان کې به داسې کور نه وي، چې شهید یې ورکړی نه وي، ځکه هر چا ته خپل وژل شوی شهید دی او وارثان یې په خپلو شهیدانو ویاړي.

خو د شهیدانو د ورځی لمانځل هم، چې یوه ورځ دوه ورځی نه بلکې په مختلفو وختو کې یې رحصتۍ وي، زمو د وروسته پاتې افغان ټولنې د نور پاتېدلو سبب کیږي.

افغانان د دې په ځای چې د شهیدانو د ورځې لمانځلو په نوم رخصتي وکړي، باید کار وکړي زیار وباسي وطن له بدبختو وژغوري دا په خپله هم یو جهاد ده ، په داسې جهاد سره دوی د خپلو شهیدانو لمانځنه ښه کولی شي.

په دغه رخصتیو کې زموږ د وطن اقتصاد ته ډیره لوړه ضربه ده، ځوان افغان نستل ته هم ډیر سخته ده چی په داسی ورځو کی رخصت وي، زمونږ اقتصاد، متعلمین، محصلین ، په داسی رخصتیو کی ډیره لوړه ضربه وینی هغه دا چی که سبا رخصتي وي، نو یوه ورځ د مخه یی هم داسی وي لکه رخصت او یوه ورځ وروسته خو یی هسی نه هم رخصت وي ، نو په داسی رخصتیو کې له دولتي پوهنتونو پرته کوم محصلین چې په خصوصی پوهنتونو او یا هم موسسو کې درس وایي هغوی هم ډیره ضربه وینی هغه دا چی پلار، ورور، مور، او یا هم پخپله که کوم محصل کار کوي او د تحصیل لپاره ځانته زمنیه د درس مساعدوي، نو له یوې خوا یی پیسې مصرف کیږي، خو له بلې خوا له درس نه پاتی کیږي.

بل دا چې کال په کال د شهید په نوم رخصتۍ زیاتیږي، خو موږ په هغه سطح نه یو چی د کال ۱۲ میاشتی رخصتی وکړو په یوازی دا نه چې زموږ اقتصاد ته لوړه ضربه واردیږي، بلکې تنبل کیږو هم او په دې سره الله پاک هم له مونږ خپه کیږي، دا زمونګ د شهید د یادولو لپاره ښه لاره نه بلکې یوه غلطه طریقه د لمانځلو ده که په افغانستان کی به داسی یو کور نوی چی شهید یی نوی ورګړی نو که مونګ ده هر یو شهید ورځ په بیلابیلو ورځو ولمانځو یو خو مونږ په فساد کی لومړی مقام وړی شاید په بې مورده رخصتیو کې هم لومړی مقام ترلاسه کړو مونږ په ټول کال کی شاید ډیر کم کار وکړو او نورې ورځی مو په رخصتیو تیرې شي.

د داسی یو هیواد لپاره چی ډیر لا شاته پاتی له هر لحاظه که تکنالوژی ده که تحصیل ده که حکومتداری ده نو باید ټول سره لاس ورکړو او خپل شهیدان مو په زړه کې وساتو او ورځ یې هم په کار کولو سره ولمانځو او د خپل هیواد ده هوساینی او پرمختګ لپاره کار وکړو.

او که داسې نه کیږي، ټول کال به خپل شهیدان لمانځو، ځکه د ورځې په تېرېدلو سره به حزبیان، جمعییان.خلقیان. کمونیستان. پرچمیان، ټول به بیا یو بل خپل شهیدان لېست ته ور زیاتوي، پروا به نه کوي، چې که په حقه جنګیدلی وي او که نا حق او وس خو بې له هغه هم که چا له۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ ډیر بی کناه وکړې وژلي نه وي، ورځ یی هم څوګ نه لمانځي بل دا چې په حقه جهاد کړی وي نو نه به ده انګلستان ، فرانسی ،روسیی،هالند،جرمنی تابعیت ولرې، نه به په بهر او نه به په کابل ښار یا ولایتونو کې کوم بلډینګ ولري بلکې په ښار کې به هم په یو کرایيي کور کې وسیږي او یابه ده هغه توان هم نه لري په خپله قریه او ولایت کې به په ډیره سختۍ سره شپې اوځې تیروی.

نو که مونږ افغانان غواړو خوشبخت کامیابه، سرلوړي شو، د شهید لمانځلو په نوم د رخصتۍ کولو په ځای باید شپه ورځ کار وکړو، خپل وطن ته له هر لحاظ پرمختګ ورکړو او که د شهید ورځې د لمانځلو په نوم د نن ورځې په څېر سرکونه کوڅې وتړو او خپلو سیاست والو ته زمنیه د دې برابره کړو چې خپلې تکراری خبرې وکړي نو بیا له دې نه به هم بدبخته شو.

One thought on “د شهید لمانځل ګټه که تاوان – حمیدالله امرخېل”
  1. زه تاسو سره موافق يم خداي دي تاسو بريالي كي او زمونز وطن او ملت بيرته په كار راولي ومنالله طوفيق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *