د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د ادارې یو شمیر نورو غړو په ملتیا نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د شهید محمد حفیظ رومان له کورنۍ څخه لیدنه وکړه او د نوموړي سپیڅلې روح ته یې دعا وکړه.

نسیم الله دانش د شهید محمد حفیظ له کورنۍ سره ځان ددوی په غم کې شریک وباله او ارواښاد یې د هیواد په مینه سپیڅلی شهید وباله. دانش ووییل چې، شهید محمد حفیظ د هیواد په مینه کې ساه ورکړه او د نوموړي روح به په همدغه مینه مست د شهادت له مرتبو څخه خوند اخلي. د کرکټ بورډ اداره د شهید له کورنۍ سره په دغه غم کې شریکه ده او د یوه ریښتیني هیواد دوست ځوان په ډول نوموړی د ټول هیواد لپاره ستره ضایعه ده. دانش د شهید محمد حفیظ له کورنۍ سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه او د کرکټ ملي لوبډلې او ادارې هر غړی یې د دوی د کورنۍ غړی وباله.

د شهید محمد حفیظ کورنۍ د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او د کرکټ بورډ له ادارې څخه مننه وکړه چې په خپل راتګ سره یې له دوی سره ځانونه د دوی په غم کې شریک وبلل او د ډاډګیرنې سبب یې وګرځیدل. دوی ووییل چې، شهید رومان له هیواد او د هیواد له کرکټ ملي لوبډلې سره خورا زیاته مینه درلوده. نوموړي د سکاټلنډ پر وړاندې د سیالۍ په ورځ ډیر زیات خیراتونه منلي وو خو د سیالۍ په وروستیو شیبو کې یې خپله هیله چې د هیواد کرکټ ملي لوبډلې بریا وه، په خپلو وروستیو سلګیو سره ونمانځله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *